برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ حمل , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پاکستان د ملی ورځې په مراسمو کښې د ګډون کولوپه اړه دهند بایکاټ

آریانانیوز: د هندوستان دخارجه وزارت ویاند «راویش کومار» وویل د لومړی وزیر ناریندرا مودی حکومت خپل هیڅ استازی د پاکستان دملی ورځې مراسمو ته چې په نوی ډیلی کښې داسلام اباد په سفارت کښې ترسره کیږی نه استوی .


هغه دغه راز د هند له ټولو ډیپلوماټانو غوښتی دی د پاکستان د ملی ورځې په مراسمو کښې چې دنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې ترسره کیږی ګډون ونکړی .
په عین حال کښې د کشمیر دحریت کانفرنس مشرانو هم ویلی دی چې دپاکستان دملی ورځې په مراسمو کښې ګډون نه کوی .
د هند لخوا د پاکستان د ملی و رځې په مراسمو کښې نه ګډون کول په داسې حال کښې دی چې د دغه هیواد لومړی وزیر ناریندرا مودی پرون په یوه(۱) پیغام کښې د پاکستان د ملی ورځې د رارسیدا په مناسبت د دغه هیواد لومړی وزیر عمران خان ته مبارکی وویله او له اسلام اباد سره یې دخپل هیواد د اړیکو دښه کولو لپاره چمتووالی هم اعلان کړ.
هرکال د مارچ دمیاشتې په ۲۳ نیټه دپاکستان دملی ورځې په مناسبت دجشن مراسم ترسره کیږی .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي