برخه -څانګه : politics, world -+

د خپرولو وخت : شنبه, 16 ژوئن , 2018 لنډ لینک :

د پاکستان درې پوځیان ووژل شول

دیورپورټ له مخی دغه حمله چې پکښې شپږ وسله وال بریدګر وژل شوي دي په شمالي وزیرستان کښې رامینځته شوه چې له کلونو راهیسې پکښې د طالبانو او د پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمینځ نښته روانه ده.
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې دې حملې ته په اشارې سره ټینګار کړی دی چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه به د تلاشۍ پر پوسټو د حملې او د تخریب رامینځته کولو لپاره هر ډول کوشش ته ځواب ورکړي.
د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کښې دا ډول حملې سبب شوي چې په دې وروستیو کلونو کښې د اسلام آباد د حکومت په حکم له افغانستان سره په سرحد کښې د ۲ زره ۴۰۰ کیلومیټرو په اوږدو د سرحدي حصار جوړول د اسلام آباد په ایجنډا کښې راشي.

شریک یي کړئ!