برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ قوس , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حماس پر فلسطيني لاريون کونکو د کورواکو تشکيلاتو د امنيتي ځواکونو حمله وغندله.

آریانانیوز: دیو رپوټ له مخې د حماس غورځنګ وياند فوزي برهوم وويل، د فلسطيني ملت په خلاف د کورواکو تشکيلاتو د امنيتي ادارو وحشيانه او تيريګر چلند په لويديځه غاړه کښې د هغو فلسطيي هېوادوالو د شکنجې او د شهيدانو د وينې د سپکاوي نښه ده چې د قدس د نيواکګرو ځواکونو او صهيونېسټ مېشته ښاريزو د شتون په وجه په رنځ او مصيبت اخته دي.
د حماس وياند واضحه کړه، په فلسطين مظاهر کونکو د کورواکو تشکيلاتو د امنيتي ځواکونو حمله له صهيونېسټو غاصبانو سره د کورواکو تشکيلاتو د ملګرتيا ښودنه کوي.
وړمه ورځ په لويديځه غاړه کښې د حماس غورځنګ د تاسيس د کليزې په لاريون کښې په ګډون کونکو فلسطينيانو باندې د کورواکو تشکيلاتو امنيتي ځواکونو حمله وکړه چې په دغو نښتو کښې په لسګونو فلسطينيان ونيول شول او د څو ښځو په شمول يو شمېر هم ژوبل شول.

شریک یي کړئ!