برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افریقايي هیواد نایجر کې د فرانسې پوځي اډې مخې ته پراخې ولسې مظاهرې وشوې

نایجیریایان د دغه هیواد په پلازمینه کې د فرانسې د پوځي اډې مخې ته راغونډ شوي او له خپل هیواد څخه د فرانسوي سرتیرو د وتلو لپاره یې شعارونه ورکول.


د الجزیرې په وینا، لاریون کوونکو د پوځي شورا (په نایجر کې د کودتا شورا) په تړاو د فرانسې او د لویدیځې افریقا د اقتصادي ټولنې، چې د اکواس په نوم پیژندل کیږي، د مشرانو دریځونه وغندل.

د فرانسې او اکواس مشرانو د نایجر د لیرې شوي ولسمشر محمد بازوم واک ته د بیرته راستنیدو غوښتنه کړې.

په دغه لاریون کې حاضرو کسانو د شعارونو په ورکولو سره د نایجر، مالي، بورکینا فاسو او روسیې د همکارۍ غوښتنه وکړه او له وسله والو ډلو سره په جګړه کې یې له نیامي سره د مسکو ملاتړ ممکن وګڼل.

دوی دغه راز له پوځي شورا وغوښتل چې له فرانسې سره د پوځي او دفاعي تړونونو د لغوه کولو لپاره پر خپلو ژمنو ودرېږي، ځکه دوی دغه تړونونه د نایجر د اقتصادي او امنیتي ناامنۍ اصلي لامل ګڼي.

شریک یي کړئ!