برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسلام آباد د خپل هیواد خلاف د واشنګټن دباؤنو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي

آریانانیوز: دیو خبر له مخې عمران خان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه مرکه کښې وویل: اسلام آباد د خپل هیواد خلاف د واشنګټن دباؤنو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي او هغه کار کوي چې د پاکستان د خلکو په ګټه وي.


عمران خان زیاته کړه: کوم جنګ چې امریکې په تیرو اولسو کلونو کښې په افغانستان کښې پيل کړی او جاري یې ساتلی دی، پاکستان ته یې داسې سخت تاوانونه رسولي دي چې جبیره کیدل یې ډیر ګران دي.
د پاکستان وزیراعظم همداشان ټینګار وکړ چې امریکایان د پيسو په ورکولو سره اسلام آباد هغه نیابتي جنګ ته نه شي مجبورولې چې پکښې پاکستاني پوځیان د هغوي لخوا وجنګیږي.
عمران خان همداشان د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هغو څرګندونو نیوکه وکړه چې پکښې یې پاکستان د ترهګرۍ مرکز بللی و.

شریک یي کړئ!