برخه -څانګه : picture -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

کارټون/ ایا د آسټرالیا جنګي مجرمین به محاکمه شي؟

آریانانیوز: د آسټرالیا لومړي وزیر په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یو شمیر آسټرالیايي ځواکونو لخوا د جنګي جرمونو په ترسره کیدو د خواشیني په څرګندولو سره ولسمشر غني ته د قضیې هر اړخیزې څیړنې او په دې برخه کې د عدالت د تامین ډاډ ورکړ…

د یادونې وړ ده چې د آسټرلیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک استولی چې د هغه هیواد د یو شمیر سرتیرو له ناوړه چلند څخه یې بخښنه غوښتې او یادونه یې کړې چې د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو په لیکو کې به اصلاحات راولي.

په لیک کې زیاته شوې چې د جنګي جرمونو مرتکبینو او د آسټرالیايي ځواکونو لخوا د ترسره شوي ناوړه چلند په اړه څیړنې څلور کاله وخت نیولی او آسټرالیا ژمنه کړې چې د قضیې پایلې به د آسټرالیا قضایه قوه خپره کړي.

په ورته وخت کې ، د آسټرالیا د لومړي وزیر سکاټ موریسن دفتر وویل چې هغه له ولسمشر محمد اشرف غني سره د تلیفون له لارې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

په وروستي کلونو کې ، د ناسم چلند او همدارنګه د آسټرالیایی ځواکونو لخوا د ملکي وګړو او بندیانو د وژلو راپورونه ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Deprecated: تابع WP_Query از نگارش 3.1.0 از رده خارج شده! caller_get_posts تاریخ‌گذشته است. به جای آن از ignore_sticky_posts استفاده نمایید. in /home/arianane/public_html/ps/wp-includes/functions.php on line 6078

ډېر لوستل شوي