برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حکمتیار فکري تَخَنُثْ

آریانانیوز: ښاغلی حکمتیار له شمشاد ټلویزون سره په خپلې ورستې مرکې کې ویلي چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کولو او یا پر هغه د بیا کتنې خبره د بهرنیانو (روس او مسکو) په غوښتنه تر سره کیږي.


نوموړي د شمشاد خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دې وروستیو کې د امنیتي تړون په اړه اوازې ګرمې شوې؛ څوک یې تعدیل غواړي اوڅوک حتی لغوه کول، د حزب اسلامي دریځ څه دی داسې وویل:
(( ترهغه ځایه چې زه په دې اړه معلومات لرم متاسفانه چې د دې موضوع جرړي افغاني منشأ نه لري ؛ بلکې د دې منشأ بهرنۍ ده.
دا موضوع په داسې حال کې مطرح کیږي چې د مسکو او تهران مناسبات له امریکا سره مزید خراب شوي ، هغوی غواړي دلته بي ثباتي پیدا کړي ، امریکا ته ستونزې جوړې کړي او ډيرو پیښو ترشا د هغوی لاس دی، د امنیتي تړون د تعدیل او یا لغوه کولو موضوع هم د هغوی له لوري مطرح شوې، مونږ د اوس لپاره له دې موضوع سره توافق نه لرو ، ځکه مو نه د احزابو له نوي جوړ شوي ایتلاف سره په دې موضوع کې اتفاق کړی او نه مو هم په دې اړه جوړیدونکو غونډو کې ګډون کړی.))
په سیاست کې د ښاغلي حکمتیار متفردانه ( مختص بخود) چلند هغه څه دی چې افغانستان او افغانان یې له تنظیمي جګړې نیولې تراوسني امریکايي اشغال پوري په سلګونو ناورینونو اړولي دي.
نوموړی داسي یو عجیب مزاج لري چې که یو کار د ده له طبعې خلاف وي هغه که د شریعت ، سیاست ، عُرف او اجتماع په ټولو اصولو هم وي هم خو د ده په نزد مردود دی.
ښکاره مثال یې همدا امنیتي تړون دی.
له امریکا سره امنیتي تړون له دې پرته چې د امریکايي مصالحو په ګټه دی نور خو د هیواد یو ترټولو ساده کلیوال هم په دې پوهیږي چې هغه د افغانستان پلورنې هغه ننګینه وثیقه ده چې امریکا په خپلو مزدورانو لاسلیک کړی ، او د لاسلیک کیدو له لومړۍ ورځې راهیسې د افغانانو ټول دیني ، اخلاقي او ملي اقدار ورکې توهین شوي دي.
اول خو د دې تړون د لغوې او تعدیل موضوع د هرباننګه افغان د زړه آرمان او یوه نګه افغاني غوښتنه ده که بیا په فرض محال د دې تړون د تعدیل او لغوه کولو موضوع بهرنۍ هم وي خو چې افغانان له دې افته خلاصوي د حکمتیار په شمول یې باید هر افغان په کلکه حمایت وکړي.
خو دا چې ښاغلی حکمتیار ته تر دیني ، ملي او ټولنیزو مصالحو خپل شخصي مصلحت مقدم دی، نو که د امنیتي تړون له امله په ورځ کې سلګونه افغانان وژل کیږی، که د سلګونو نورو کورونه ورانیږي او که زرګونه نور د همدي لعنتي تړون له مخې په ستونزو مبتلاء کیږي دی د جاري ساتلو پلوی دی ، ځکه چې د امنیتي تړون تعدیل او یا لغوه کول یې د میاشتني راشن د قطع کیدو لامل کیږي او دا د نوموړي له شخصي منافعو سره په ټکر کې دی چې دی ورسره په هیڅ صورت توافق نه لري.
ښاغلی حکمتیار په اوس مهال کې یواځې له امریکا سره د امنیتي تړون د تعدیل او لغوه کولو نه دی مخالف ؛ بلکې په مجموع کې له امریکايي اشغالګرو سره د مقاومت او دفاعي مقابلې هم مخالف دی.
نوموړی تل په خپلو عندي فتواګانو کې په افغانستان کې د اشغالګرو او د هغوي د ملاتړو خلاف روان جهاد په ناموجهه جګړه تعبیروي او نامشروع یې بولي.
ښاغلی حکمتیارعملا اوس په یوه فکري تخنث مبتلاء دی او په دې نه پوهیږي چې یوڅوک چې د کفر او اسلام ترمنځ توپیر نشي درک کولای هغه به څرنګه د یوه شرعي امر په اړه د فتوی ورکولو وړتیا ولري؟
حکمتیار صیب د محاربو امریکایانو د اشغال په ترڅ کې منځته راغلي مزدور حکومت ملاتړی دی، هغه حکومت چې له نوم پرته یې نه عمل اسلامي دی او نه تنفیذي اجراآت.
خو دی یې ملاتړ د ځان مکلفیت ګڼي او په خلاف یې وسله پورته کول ناروا بولي.
ډیر ځله د ښاغلي حکمتیار په دغسي عجیبو او غریبو مواقفو باندې د سړی زړه و دردیږي ځکه یو څوک چې دومره عاجز او له علمي لحاظه ناتوانه وي چې د خپلو کړنو د روا او ناروا والې په اړه یې تمیز له مرفوعاتو څخه وي هغه د محاربو کفارو په خلاف د قطعي الدلالته امر (جهاد) په اړه د نامشروعیت خبره څرنګه په خوله راوړي؟…

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي