برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان عسکرو ته د عفوې «زرین فرصت» اعلان

طالبان وايي، هغو دولتي عسکرو ته د عمومي بښنې ترڅنګ د سر او مال د ساتنې ضمانت ورکوي، چې له جګړې لاس اخلي او وسله پرځمکه ږدي.


طالبانو د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونو ټولو پوځي قطعاتو، منسوبینو او عسکرو ته بلنه ورکړې چې له دې «زرین فرصت» څخه ګټه واخلي، د بهرنیانو او د «هغوی په لاس جوړ شوي فاسد رژیم» له صف نه راجلا شي، خپل عادي ژوند ته راوګرځي او خپلې کورنۍ له غم او مصیبته وژغوري.
په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې طالبانو افغان امنیتي ځواکونه «زموږ خپل هیوادوال» بللي او متوجه کړي یې دي چې امریکایان یې په جګړه کې د ځان په نیابت استعمالوي او د خپلو ګټو لپاره یې د طالبانو د تورې خرپ ته برابروي.
په اعلامیه کې د طالبانو اصلي هدف «یرغلګر امریکایان او د هغوی بهرني ایتلافیان» یاد شوي، خو په وینا یې افغان عسکر له دې امله د بریدونو هدف ګرځي چې «د بهرنیو یرغلګرو او د هغوی په لاس د جوړ شوي فاسد رژیم دفاع کوي».
اعلامیې د دولت نظامي منسوبینو ته ډاډ ورکړی چې که له طالبانو سره له جګړې لاس واخلي او ټوپک په ځمکه کښیږدي، دوی یې د سر او مال د ساتنې تضمین کوي او په ټولو امکاناتو یې د هوسا ژوند د برابرولو لپاره هڅه کوي.
طالبانو زیاته کړې چې «فاسد چارواکي د خپلې فاسدې واکمنۍ» د بقاء لپاره د عسکرو وینې او سرونه په لاپروایۍ استعمالوي، خپل اولادونه یې په بهر کې «مزې چړچې» کوي خو د عسکرو هغه امتیازات هم غلا کوي چې د جګړې لپاره ورکول کیږي.
اعلامیه کاږي چې له جګړې څخه د لاس اخیستو مقصد دا نه دی چې دولتي عسکر دې خامخا د طالبانو په لیکو کې جګړه وکړي، بلکې مازې چې د «یرغلګرو د دفاع له صف» څخه راووځي او وسله پرځمکه کیږدي، د طالبانو د عفوې غیږ یې پرمخ خلاصه ده.
طالبان په داسې حال کې افغان امنیتي ځواکونو ته د جګړې پریښودو په صورت کې عمومي عفوه اعلانوي، چې اټکل کیږي په راتلونکو اونیو کې یې د الخندق په نامه عملیات په بې ساري ډول شدت ومومي او د افغان عسکرو لیکې د طالبانو د خونړیو بریدونو هدف وګرځي.
د اعلامیې په پای کې یو ځل بیا طالبانو په دولتي عسکرو خپلې غاړې خلاصي کړې او زیاتوي چې په راروانو ورځو کې يې په «یرغلګرو او د هغوی په ملاتړو» د توندو بریدونو ټینګ هوډ کړی او مخکې له دې چې افغان عسکر «د اشغالګرو په صف کې په بې عزتۍ» ووژل شي، د عمومي بښنې له دې «زرین فرصت» څخه دې ګټه پورته کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي