برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ډونلډ ټرمپ دامریکا مغرور اوشریر واکمن

دامریکا ولس مشر (ټرمپ) ناکامه تګ لاره ددې لامل دی چې د امریکا پوزه لا په خاورو ومږي!



شمالي کوریا ته په سترګو رډولو او داړو ښکاره کولو سره تر دې حده ځان سپک او ذلیل کړ ، چې دنړۍ د تباهي سویچونو (اتومي بټنې) په نندارتون سره يې ځان کاغذي زمری ثابت کړ چې دشمالي کوریا واکمن دده څر ګندونو اوهکتونه، فلمي نمایش وباله او دومره دحقارت په نظر يې ورته وکتل چې خپله ټرمپ هم دشرم او ماتې پټولو په پلمه دشمالي کوریا له مشر سره دمخامخ خبرو ډرامه شروع کړه.
ټرمپ د خپلې واکمنۍ پیل سره، ټوله نړۍ دجنګ او ولږې له خطر سره مخ کړې ده، په مستقیمه توګه دافغانستان ، عراق، سوریه، یمن، لیبیا او ترکیه کې پوځي او سیاسي ماتې سربیره په دې دواړو ډګرونو کې په غیر مستقیمه توګه دروس او چین په شمول دهر مخالف په وړاندې زنګون وهلی.
دامت په زړه کې دسعودې عربستان پخوانی محبت او مینه يې د ځوان ولي عهد د هغه کړونو لامله لري کړ کوم چې دحرمینو دتقدس له شان سره مناسب نه دی، او خپله ولي عهد يې دامریکا سفر په ترڅ کې داسي وښود چې یو ماشوم څوک تیر باسي او یايې په ملاډبوي او په دې ښودنې سره يې خپل ملت ته کاذب ډاډ ورکوو، چې ددوی هر څه دامریکا په واک کې دي.
ټرمپ دخپلو صلاح کارانو او خواخوږو سره کوم چې دامریکا په ټول ټاکنو او انتخاباتي مبارزه کې مرسته کړې وه له پامه وغورځول، په محدودې مودې کي ځینې نږدې ملګري له دندو ګوښه اویا هغوی له ده سره ګډ کار خپل سپکاوی ګڼلو لامله استعفا ورکړه.
له دې سربیره دټرمپ اخلاق په ازادو رسنیو کې هم دامریکا شرم لامل وګرځید او بیا په تیره دناروا اړیکو پټ رازونه او له شرمه ډک آنځورونو او څرګندونو يې په مهذبه نړۍ کې مخ تور کړ،چې د رزیله اسرارو پټولو لپاره يې دزیاتو ډالرو رشوت رسوايې لا پسې درسوايې سبب شو.
د ټرمپ سره دکرکې نفرت او بد بختۍ کچه له دي چوتیږي چې دامریکا دیو پیژندل شوي څهرې او پخواني لوړ پوړی چارواکی چې مر ګونی ناروغ دی ، وايې : ټرمپ دزما جنازې کې ګډون ونه کړي، چې د په حقیقت کې دټرمپ د حیثیت او وقار مړینه دی!
ټرمپ دامریکا او نړي لپاره دهوساینې کوم منظمه تګ لاره نه لري بلکه په خپلو کړنو يې امریکا اونړۍ دبې ثباتۍ په لور روانه کړې .
ټرمپ دلالهاندۍ او رسوايې نه دخلاصون په موخه غواړي دامریکایانو او نړیوالو مخه بل لورته واړوي خو هر ځل دتیر په څیر لاخندنی کیږي.
امریکا دایران سره د اتومي هوکړې له معاهدې نه په وتو یواځې پاته شو، پرځای ددې چې ایران په نړیوال سیاست کې کوښی کړي، دایران موقف او ارزښت يې لا پسې ځواکمن کړ.
ددې ټولو نادودو سر بیره دټرمپ دلیونتوب هڅه او عملي اقدام چې قدس شریف ته يې دامریکا سفارت په لیږ دولو دټولو باضمیره انسانانو زړونه ودردول او په فلسطین کې دانساني وینو ویالې وبیولې، نه د بخښلو دی او نه د هیریدلو!
د ټرمپ شیطاني ګام اخستو سره سم په فلسطین کې دښځو او ماشومانو په ګډون په سلګونو انسانان دوحشت بلواګرو په مرمیو شهیدان او ټپیان شول، چې تاریخ به يې هیڅ کله هیر نکړي.
د امریکا واکمن پرځای ددې چې په نړیواله سطحه دامریکا حیثیت او وقارپه تدبر او بصیرت لوړکړي په شیطاني صفت يې په ځانګړي توګه منځني ختیځ کې دتاوتریخوالي او وینو تویدو خطرناکه لوبه پیل کړه ، چې لوږی به يې د ټولې نړۍ رڼا زیانمنه کړي چې پړه يې دامریکا او اسرایلو په غاړه دی.
دفلسطین سولې په اړوند دنړیوالو ضمیر مړ شوی او که په داسي خوب بیده شوی چې دفلسطیني ماشومانو په کوکارو هم نه ویښیږي ؟
نړیوال واکمن دفلسطین دناروي دسولي پلان چې امریکا همدا اوس په بې شرمۍ تر پښو لاندې کړ څه چاره او ځواب لري؟
ایا عربان اوس هم دامریکا په دوه مخې سیاست او شیطاني صفت نه پوهیږي چې هیڅکله دوی سره مخلص نه و بلکه مکار دښمن ددوست په څهره کې پټ و چې دوخت په فرصت سره يې نه یواځي عربانو ته بلکه ټول اسلامي امت ته داسې ټپ ورکړ چې دناسور خطره لري.
دنړیوالو مسئولیت او په ځانګړي توګه داروپايې ټولنې نه دخیر توقع په نیت غوښتنه دادی چې دامریکا نادودو مخه تم کړئ انسانیت وژغورئ او دا کار په ډیر اسانۍ سره تر سره کیږي ،چې په کلک هوډ سره خپل خپل سفارتونه بیت المقدس ته ونه لیږدوې ، امریکا خپله په انزوا کې پاته کیږي او بالاخره به دوحشت په دې پریکړې او عمل پښیمانتیا غوره کړي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي