برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ځواکونه اوباسوخو استخبارات به مو پاتې وي

آریانانیوز: د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا ويلي چې له افغانستان څخه خپل سرتېري اوباسي، خو هلته به يې استخباراتي مامورين پاتې وي.


ټرمپ دغه څرګندونې تېره شپه امريکايي تلوېزيون سي بي ايس سره په يوې ځانګړې مرکه کې کړې او په ډاګه کړې يې ده، چې په افغانستان کې یې طالبان سخت ځپلي دي، هغوى له جګړې ستړې شوي او نور سوله غواړي.

هغه زياته کړې:” اوس نور د سولې وخت رارسېدلی . وبه ګورو چې طالبان څه کوي.طالبان نور ټول ستړي دي… دا نا تمامېدونکې جګړه باید یو وخت ودرېږي.”
د امريکا ولسمشر ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا لږ امریکايي سرتېري به په افغانستان کې پرېږدي؟ زياته کړې چې ښایي لږ شمېر کې پاتې شي او په ځانګړي ډول استخباراتي مامورین.
د نوموړي په وينا،که چېرې دوى پوه شول چې په افغانستان کې ترهګر ځان ته د پټېدو ځایونه برابروي، نو پر ضد به یې اقدام وکړي.
ټرمپ دا ونه ويل چې د سرتېرو پر ايستلو کله پيل کوي، له دغه بهیر وروسته به څومره استخباراتي کارکوونکي په افغانستان کې پاتې کېږي.
خو هغه ټېنګار وکړ چې که اړ شول، بيا به هلته ځي، دوى ډېرې چټکې الوتکې لري، ژر بېرته ورګرځېدلي شي.
د امريکا ولسمشر په دغه مرکه کې يو ځل بيا په افغانستان کې د امريکا پر ډېرو لګښتونو نيوکې کړې او ويلي دي چې هلته د کال ٥٠ ميليارده ډالره لګښت لري.
هغه وايي :” په افغانستان کې يې دومره زیات ډالر مصرف کړي چې نور هېوادونه یې دننه د روغتیا، تعلیم او نورو چارو کې نه مصرفوي.”
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې دامريکا ځانګړي استازى زلمي خليلزاد له تېرو څو مياشتو راهيسې له طالبانو سره په خبرو بوخت دى.
په قطر کې د دوى د خبرو په وروستي پړاو کې پرمختګونه شوي او خليلزاد هيله مند دى، چې په راتلونکو ناستو کې به د يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم پرمختګونه وشي.

شریک یي کړئ!