برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کي‌ څوک جنګ ګټي؟

آریانانیوز: د نیویارک ټایمز مشهور خبریال راډ نورډلنډ په افغانستان کي‌ اوږده سابقه او تجربه لري، او د امریکا له اشغاله مخکي ئې هم افغانستان ته بار بار سفرونه کړي ول، او رپوټونه ئې برابر کړي و.


ښاغلی راډ د اګسټ پر ۱۸ مه باندي لیکي په افغانستان کي دوه جنګه روان دي،: یو ګرم جنګ،‌ او بل د رشتیا او درواغو تر مینځ جنګ. د پروپاګند او تبلیغاتو جنګ. پدې وروستیو ورځو دواړو جګړو زیات خلګ قرباني کړل.
لومړی، یوازي تېره اونۍ همدې ګرم جنګ څه د پاسه ۴۰ تنه شاګردان وخوړل. په غزني کي په سلهاوو جسدونه په ورځو ورځو پر سړکانو باندي پراته ول، او بالاخره ځیني جسدونه سیند ته لاهو سول. په همدې هفته کي، د افغانستان د اردو بسته قطعه کاملا تباه سوه.
دوهم، په تبلیغاتي جنګ کي، البته د کابل حکومت او د هغوی د بهرنيو ملګرو په قول، دا شیان اصلا نه دي پېښ سوي. خو حقیقت دا دئ چي د غزني د جنګ په درېیمه ورځ اشرف غني بالاخره پدې خبر سو چي د غزني حالات وخیم او نهایت خطرناکه دي. پدې وخت کي طالبانو د ښار قریب ټولي مهمي سیمي اشغال کړي وې.
د حکومت ویاندانو مدام اصرار کاوه چي هر څه تر کنټرول لاندي دي،‌ او د امریکايي قواوو نطاق ټینګار کاوه چي طالبان فقط «د پروپاګند» لپاره دا حملې کوي.
د دې جنګ په دوران کي، زموږ (نیویارک ټایمز) خبریال په غزني کي وو، او وخت په وخت ئې له غزني څخه رپوټونه راکول. زموږ بل ژورنالیسټ، فهیم عابد، د غزني د روغتون له سر طبیب سره تماس ټینګ کړ. ډاکټر همت د جنګ په دوهمه ورځ ورته وویل چي ۱۱۳ جسدونه روغتونه ته رسېدلي دي، او هر ساعت اضافه جسدونه ور رسېږي. ډاکټر همت وویل اکثره قربانیان عسکر دي. د ډاکټر همت خبري د حکومتي چارواکو ادعاوي کاملا نفي کولې.
موږ واورېدل چي په اجرستان کي د افغان کومندو بسته قطعه د یوې فاجعې سره مخامخ سوې ده. زموږ خبریال کوښښ کاوه چي په سیمه کي د نورو خلګو سره تماس ونیسي، او د دې واقعې په باب معلومات راغونډ کړي. زموږ ژورنالیسټ بالاخره پدې خبر سو چي د افغان د دفاع وزارت عین کار کوي، ځکه د دفاع وزارت نه وو خبر چي پدې عسکرو څه سوي ول.
د اجرستان کیسه داسي وه چي د کومندو پر اډې باندي انتحاري حمله سوې وه. د همدې حملې په جریان کي اکثرو عسکرو تر مقاومت فرار ته ترجیح ورکړې وه. د تېښتي په حالت طالبانو هغوی یو یو واژه. پدې اډه کي ۱۰۰ عسکر او پولیس موجود ول، خو یوازي ۲۲ تنه ژوندي پاته سوي دي. هغوی د فرار په حالت نه اوبه درلودې او نه هم ډوډۍ. د دې حادثې یو پاته سوی ۳۰ کلن عسکر وايي هغوی د اوبو پر ځای د یو بل ادرار څښی. همدا عسکر وايي،«حکومت زموږ سره هیڅ مرسته و نه کړه، هغوی زموږ ته صرف تښي وعدې راکولې.»
په شمال کي، په چینايي کمپ کي د عسکرو سره ورته شان چلن سوی وو. هغوی نه مهمات لرل، او نه هم کومکي عسکر ور ورسېدل. کله چي موږ د دفاع وزارت څخه د چینايي کمپ په باره کي سوال وکړ،‌ هغوی راته وویل موږ لګیا یو چي دا پیدا کړو چي هلته څو تنه عسکر وژل سوي دي. کله چي موږ دقیق آمار ترلاسه کړ، بیا به تاسي خبر کړو.
اوس،‌ پوښتنه دا ده چي د افغان جنګ څوک ګټي؟ دا هغه سوال دئ چي په افغانستان کي ئې اکثره نوي دپلوماتان کوي. ځکه دپلوماتان عموما یو یا دوه کاله په افغانستان کي تېروي، او مدام په خپلو سفارتونو کي لکه بندیان ناست وي.
البته د دې سوال جواب د کاغذ له مخي دا دئ چي د کابل حکومت او بین المللي ملګري ئې ګټي، ځکه هغوی د طالبانو په تناسب له هر راز وسلو او منابعو څخه برخمن دي. د افغان امنیتي قواوو شمېر ۳۵۰۰۰۰ (درې لکه او پنځوس زره) دئ. همدا راز قریب ۱۴۰۰۰ (څلورلس زره) امریکايي عسکر ئې مرسته کوي. امریکايي عسکر د جهان پرمختللي وسلې لري.
په مقابل کي، طالبان قریب شل یا څلوېښت زره جنګیالي لري. او د افغان حکومت ادعا کوي چي هره میاشت قریب زر تنه طالبان وژني.
د یوې احصایي پر اساس، د افغان حکومت ۵۸٪ فیصده خاوره کنټرول وي. طالبان ۲۰٪ فیصده تر خپلي ولکې لاندي لري. او ۲۲٪ فیصده خاوره کله د یوه کله د بل تر کنټرول لاندي وي. البته دا رسمي احصايي دي، او په کندوز، هلمند، روزګان، زابل، او نورو ځایونو اکثره ځایونه مصون نه دي.
باید زیاته سي چي تېره هفته د افغان حکومت پلویانو پر نیویارک ټایمز باندي سخت انتقادونه وکړل، او ځینو د حکومت پلویانو نیویارک ټایمز ته «د طالبان ټایمز» لقب راکړ. د کابل حکومت چارواکي مدام کوښښ کوي چي حقایق وارونه کړي.
کله چي بالاخره په غزني کي ټیلفونونو بېرته کار شروع کړ، موږ د ګورنر له ویاند، محمد عارف نوري، سره تماس ونیو. هغه رشتیا رشتیا خبري وکړې. ښاغلي نوري وویل،«په غزني کي امنیتي قوه کمه وه. اکثره مهمات او وسلې زړې او تر وخت تېري وې. د غزني زیاتره سیمي ځکه سقوط وکړ، ځکه چي د پولیسو، ملي امنیت، او نورو امنیتي قواوو تر مینځ هیڅ همکاري او همږغي نه وه.»
که څه هم د افغان امنیتي قواووي د کاله ۶ میلیارډه ډالره ترلاسه وي. خو اداري فساد هر څه خوري. د لوګر وکیل ښاغلی عبدالولي وايي،«که چیري حالات همدا شان روان وي، طالبان به ئې وګټي.»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي