آریانانیوز: په وروستيو کې په هیواد کې له خونړیو پېښو وروسته د تلې په ۲۱ نېټه ولسي جرګي په خپله عمومي غونډه کي د کابل-واشنګټن امنیتې تړون د له سره ارزولو او بيا کتلو مسئله په غوڅ اکثریت سره تائید کړه.
که څه هم افغانستان ته نا امني د امريکايي ښکېلاک له ورود سره يو ځای را وارده شوې؛ خو د نا امنۍ بڼې او کچې هغه وخت بدلون وموند چې افغان دولت له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ.
په دغه تړون سره امريکا وکولی شول چې پخپله له جګړې څخه څنګ ته شي، د خپلو سرتېرو مرګ ژوبلې ته د پای ټکی کېږدي او يا يې حد اقل ته راښکته کړي او د جګړې ټول اړخونه افغانان شي.
دوی په خپلو خوندي اډو کې ژوند پيل کړ چې په سړو دماغو له همدغو مرکزونو خپلې استعماري موخې تعقيبوي. هغه څه چې امريکا له دغه تړونه غوښتل، لاس ته يې راوړل.
امريکا له دغه تړون څخه د قانوني مجوز په توګه په ګټې اخيستنې سره ډول ډول وسلې د افغانستان په خاوره کې وکارولې، د نړۍ ترټولو ستر بم يې دلته و ازمايه، د پخوا په پرتله يې لسګونه ځله په خپلو هوايي بريدونو او بمباريو کې زياتوالی راوست چې په پايله کې يې نږدې هره ورځ لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کېني.
دغه راز د دغه تړون له امله هره ورځ زمونږ ښارونه د څرګندو او نا څرګندو استخباراتي شبکو د بريدونو او ځان وژونکو حملو شاهدان وي چې نه ترې ښوونځی په امن دی، نه روغتون، نه مسجد او نه هم د ژوندانه نور ځايونه.
په دغه تړون سره د بهرنيو سرتېرو تلفات وروستي حد ته راټيټ شول. خو برعکس د افغانانو (ملکي، نظامي، مخالفين) تلفات ورسره په بې ساري ډول وروستي حد ته پورته شول.
تېر څلور کلونه؛ هر کال نسبت تېر کال ته خونړی وي او د راتلونکي کال د لا خونړيتوب اټکلونه مخکې له مخکې کيږي. د جګړې د قربانیانو شمېر د ورځې (۳۰۰) تنو ته رسېدلی، چادونې تر بل هر وخت ډیرې شوې، فقر د افغانستان (۵۴،۵) سلنه وګړي اغېزمن کړي، (۸،۱) میلیونه خلک له بېکارۍ کړېږي او د فساد په برخه کې افغانستان د نړۍ څلورم ستر فاسد هېواد وپېژندل شو.
خو پوښتنه دا ده چې د دومره بدبختيو سره سره دې موضوع ته ولې دومره ناوخته د ولسي جرګې پام ور واوښت؟! په حقيقت کې د ولسي جرګې وکيلان نه پخوا د دې تړون خلاف وو او نه يې اوس مخالفت کوي، همدا وکيلان وو چې دغه تړون ته يې د تائيد په رايو قانوني بڼه ورکړه او پرته له دې چې پايلې يې وسنجوي او په اړه يې د اسلام د دريځ په اړه فکر وکړي؛ په ډېره بيړه يې تصويب کړ او په بدل کې يې موعود امتيازات تر لاسه کړل.
وکيلان په داسې وخت کې له دغه تړون سره مخالفت څرګندوي چې پارلماني ټاکنې رانږدې شوي دي. له دې کاره د دوی موخه ټاکنيز کمپاين دی. ځکه دوی پوهيږي چې د افغانستان مسلمان ولس له کفارو او له دوی سره د معاملو څخه بېزاره دی.
وکيلان غواړي د خلکو له سپیڅلو احساساتو څخه؛ چې د امريکا او امنيتي تړون په مقابل کې يې لري؛ ګټه پورته کړي او ويې هڅوي چې راتلونکو ټاکنو کې دوی ته رايه ورکړي.
له بله اړخه له دې کار څخه د وکيلانو موخه د رشوت په توګه له امريکا څخه د پيسو ترلاسه کول دي. دوی غواړي په دې کار سره امريکا تشويق کړي تر څو له دوی سره پټې معاملې وکړي او خپل عهد ورسره تجديد او تمديد کړي.
کنه نو دغه شرمناک تړون خو د بيا کتلو پر ځای، يو مخ د ملغا کولو وړ دی او په دې برخه کې هيڅ فکر او تردُد ته اړتيا نه شته. ځکه له يوه پلوه دغه تړون د افغانانو د ژغورلو نه، بلکې د دوی د وژلو باعث شوی دی.
له بله پلوه دا يو قطعي حرام تعامل دی چې له کفارو سره شوی دی. الله سبحانه و تعالی په ډېر صراحت سره مسلمانان له دغه ډول معاملو څخه منعه کړي دي او امر يې ورته کړی چې له کفارو سره دې دوستي او انډيوالي نه کوي او نه دې هغوی ته د خپل خونديتابه چارې سپاري.
احمد جاوید