برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

والدین له خپلو اولادونو څخه دا ۱۰ تمې نه درلودل

هر پلار او مور د خپلو اولادونو په اړه د مسئولیت احساس کوي، سره بېره پردې میندې او پلرونه تمه لري، چې اولادونه یې د دوی د زحمتونو منندوی واوسي، خو پوهېږئ، چې تل هرڅه ښه نه دي. له اولادونو سره مینه لرل، یعنې زموږ تمې او افکار په داسې بڼه تنظیموي، چې په ماشومانو باندې زیات فشار نه وي، د هغوی له سمو چلندو سره مناسب چلند ولرئ، یانې دا په پام کې ونیسئ، چې ماشوم تل ماشوم دی او کله وخت شونې ده، غیر منطقي او تر بوسو لاندې اوبه واوسي او تاسو خواشیني کړي. په دې لیکنه کې په هغو ۱۰ مواردو باندې رڼا اچول کېږي، چې نباید له خپلو اولادونو څخه یې تمه ولرئ:
۱ ـــ ښې نمرې:
زموږ ټولو خوښېږي، چې اولادونه مو ښې نمرې واخلي او زموږ د ویاړ وړ شي او کله وخت یې د ویاړونو په اړه له نورو سره خبرې وکړو، خو ماشومان د زده کړو په اړه توپیري چلندونه لري. له هغوی څخه ډېری لارښوونو ته اړتیا لري، حتا په پیل کې د انیشټین او استیو جابز نمرې هم چندان ښې نه وې. هغوی ته فرصت ورکړئ او صبر وکړئ، ښایي غوره نمرې ترلاسه کړي.
۲ ـــ یوځل هماغه ډول چلنډ وکړئ، چې غواړئ یې:
احتمالاً ستاسو د ماشومانو دا خوښېږي، چې د هغو څیزونو له پاره وژاړي،، کوم چې خوښېږي یې ور ورسېږي، یا ټلویزیون ننداره کولو ته د خپلو کارونو په ترسره کولو باندې ترجیح ورکوي، خو باید هغوی وپوهل شي، چې خپل چلند سم کړي او ښه شي. دا چې معیارونه وټاکئ او دې معیارونو ته د خپلو ماشومانو سوق کولو له پاره کارونه په پام کې ونیسئ، په بشپړه توګه د منلو وړ دی، خو تمه مه لرئ، چې دا بدلونونه به په چټکه توګه رامنځته شي، وخت ته اړتیا ده.
۳ ـــ هماغه کار کوي، کوم چې تاسو یې کوئ، نه هغه څه چې ورته وایئ، ترسره یې کړي:
باید پام مو وي، چې ماشومان روبوټ نه دي او ډېری چلندونه تقلید کوي، چې لیدلي یې دي، نه چې اورېدلې یې دي، نو په خپلو کړنو او عمل سره هغوی ته درس ورکړئ، نه په خپلو خبرو، که چېرې نه غواړئ، چې هغوی درواغ ووایي، نو هغوی ته دروغ مه وایئ، که چېرې غواړئ، چې مؤدب واوسئ، لومړی باید تاسو مؤدب واوسئ.
۴ ـــ تل ستاسو منندوی وي:
تمه لرئ، چې د ښوونځي، خوړو او ښو جامو په خاطر ستاسو منندوی وي، خو ماشومان بشپړ نه دي او معمولاً منندوی نه دي او تر ډېره په دې باور دي، کوم څیزونه مو چې ورکړي دي، خپل حق یې دی او تاسو د مور او پلار په توګه خپله دنده ترسره کړې ده. غوره ده، هغوی ته ورزده کړئ، چې منندوی واوسي، تر دې چې تل هیله ولرئ، ستاسو منندوی وي.
۵ ـــ داسې څه وي، چې تاسو یې غواړئ:
ښایي د خلکو ماشومان مو د حاضر ځوابۍ او ښه چلند له امله خوښ شي او ډېره زیاته تمه ولرئ، چې ستاسو ماشوم هم هماغه ډول وي او دا مینه او لېوالتیا تل څرګنده کړئ، خو دا په پام کې ولرئ، چې دا کار ډېر سخت دی، چې ماشوم هغه ډول رامنځته کړئ، کوم چې زړه مو غواړئ، ځکه چې شرایط، شخصیت، کمزوري ټکي او توپیري ځواک لري. غوره ده، چې د خپلو ماشومانو ځواکمن ټکي وروزئ او د هغو د کمزورو ټکو له پیاوړي کولو او په هغو باندې له نیوکه کولو څخه لاس واخلئ.
۶ ـــ تل کم راشي او بښنه وکړي:
ماشومان کله وخت غوسه او اندېښمن کېږي، ناڅاپي پېښې، لکه: د والدینو طلاق، د والدینو ازګارتیا او یا اقتصادي ستونزې، د ماشومانو له پاره اروایي فشار زېږونکي شرایط دي. ماشومان تل نه شي کولای، په مناسبو اروایي شرایطو کې وي، په ځانګړې توګه کله چې د نا غوښتل شویو شرایطو قرباني کېږي، چې په اړه یې هېڅ مسئولیت نه لري، له هرڅه څخه مخکې غوره ده، په خپله کم راتلل او بښنه کول تمرین کړئ او ډاډه اوسئ، چې هغوی به یې هم زده کړي.
۷ ـــ ستاسو په اړیکه کې ښکېل نه شي:
غوره ده، چې د ماشومانو په وړاندې خپل چلند ته ډېر پام وکړئ، تر څو چې کولای شئ، د ماشومانو په وړاندې سم چلند وکړئ، که چېرې د ماشومانو په وړاندې له خپلې مېرمنې سره سم چلند ونه لرئ، نو باید د بدو پایلو په تمه یې واوسئ، ځکه چې ماشومان یوه ورځ سترېږي او په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، هغه څه چې په تاسو کې یې لیدلي او له تاسو څخه یې زده کړي، ټکي په ټکي ترسره کړي. هغه څوک چې اور بلوي، نو اور یې په برخه کېږي.
۸ ـــ بې سر خوږي واوسي:
تل هر څه ښه نه وي. هر ماشوم خپل ځانګړي سر خوږي لري او ستاسو ماشوم مستثنی نه دی. په ستونزو کې ورسره اوسئ، ترڅو له ستونزو سره د مخامخ کېدو وړتیا پیدا کړي، په دې ډول شرایطو کې، د نصیحتونو په پرتله مو درک کولو ته اړتیا لري. په لویانو پورې اړوندې حل لارې ښایي د هغوی له پاره بې ګټې وي، خو دا چې له هغوی سره مرسته وکړئ، ترڅو په خپل ذهن او افکارو سره، د خپلو ستونزو او سرخوږیو د حل لاره پیدا کړي، نو له خپل ماشوم سره ډېره ستره مرسته ده.
۹ ـــ له هېڅ څیز څخه ونه تښتي:
که چېرې کله وخت اجازه ورکړئ، چې ماشومان په ژوند کې له رامنځته شویو ځینو شرایطو څخه درس واخلي، نو په روزنه کې به یې له ګواښلو او وهلو او ټکولو څخه ډېر اغېزمن وي. هېڅوک بشپړ نه دی، من جمله ماشومان مو او ښایي تېروتنه وکړي او دا زده کوي، چې هر کار له ځان سره پایله لري.
۱۰ ـــ هېڅکله تېروتنه ونه کړي:
ښه مې په یاد دي، کله چې زه ماشوم وم، ۴۰ ډالره یې چې د کوم کار له پاره ماته سپارلي وو، نو پرځای د دې چې هغه کار پسې لاړ شم، کوم چې مور مې را سپارلی و، نو د خپل ملګري کره لاړم او له هغه سره مې لوبې وکړې او حتا مخکې تر دې چې کور ته را وګرځم یا ووهل شم او یا وټکول شم، وېرونکی حس مې درلوده. میندې او پلرونه هم تېروتنه کوي. زما تېروتنه تل د نا پامې او کم راتلو له امله نه ده، بلکې کله وخت د زیات په نفس باندې د اعتماد پایله ده. ماشومان تل د خوندیتوب دا احساس کوي، چې کولای شي، د خپلو تېروتنو په اړه ځواب ویونکي ونه اوسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي