برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هغه یې هم په خوب ویدۀ شهید کړ!!

آریانانیوز: هوکی! د صفر یو امریکایي قطعې وحشي درنده ګانو په توره شپه کې، په تورو کاڼیجنو زړونو، په تورو ارادو، د تور صلیب لپاره د تورو اوبو (بليک واټر) په قومانده یو ځل بیا په ننګرهار کې ۱۴ تنه مظلوم مسلمانان په سرو وینو لت پت کړل او ۵ تنه یې زخمیان!! زه به مې درته د کوم درد کيسه کوم، ټول وجود مې ټوک ټوک دی، له زړه نه مې ویني څڅیږي، اخر دا موږ په کوم جرم وژل کیږو؟ آیا پرته له اسلام څخه زموږ کوم بل جرم شته؟ که وي خو را و دې ښایي کنه او که نه وي نو چې د اسلام په نوم مو وژني بیا ولې برالا اعلان نه کوي چې هر مسلمان واجب القتل دی او دا امر د وخت دجال ورکړی، تر څو ټولې نړۍ ته واضحه شي چې موږ یې په کومه ګناه ووژلو؟!!
هغه ګلالی تنکی او لکه د ګل په څېر نازک ماشوم مو ولید؟ هغه چې په سر یې ویشتلی ؤ، هغه چې په وینو کې لت پت پروت ؤ او د حال په ژبه یې ویل: دا زه یې په خوب ویده اخر په کومه ګناه ووژلم؟؟ زه به مې خپل خالق ته دا په وينو لړلی وجود يوسم او ورته و به وایم چې زما خالق او مالک ذاته! زه یې په خوب ويده ووژلم اخر زما ګناه څه وه؟!! هو هغه یې هم په خوب ویده شهید کړ!!
د بلیک واټر د وحشتونو دغه توده څپه چې د افغانستان ټولې سیمې او په خاص ډول ننګرهار یې د ویر او ماتم په ټغر کینولی، هره شپه یې په کوم کلي کې د خپل دجالیت نمایش کړی وي، هر سهار چې خبریږو وایي نن یې دومره ښځې، ماشومان او سپین ګیري وژلي، خو د دجال بنده ګان د وخت د فرعونیانو لاسپوڅي او د نړیوال کفر مدافعان لا هم وایي چې نه نه بې ګناه څوک نه دي وژل شوي او دوی حتماً کوم جرم درلود!! آخ لویه ربه! ته مو عرض واخله، دوی چې د جرم خبره وکړي ماته هغه تنکي تنکي ماشومان مخې ته ودريږي چې دوی په توره شپه کې د خپلو تورو صلیبي بادارانو په مرسته په شهادت رسولي، او راته د حال په ژبه وایي: ای! ته ووایه چې زموږ به کوم جرم و؟ موږ خو لا خبرې هم نشوې کولی، موږ خو لا د مور له غیږې پرته بل چیرته تللي هم نه وو، ته راته ووایه! آیا موږ مجرمان یو؟!! زه ورته لا ځوابه شم او یواځې د اوښکو په تويولو ورته سر وخوځوم او فقط دومره ورته ووایم چې نه نه تاسو مجرمان نه یاست، اصلاً مجرمان موږ یو او هغه ځکه چې موږ لا هم د غفلت له خوبه راويښ شوي نه یو او لا هم په دې تمه د بې غمۍ شپې سبا کوو چې ځه حالات به ښه شي!!!
صفر یو او صفر دوه فرضي نومونه دي، پرې مه تیروځئ دا د بلیک واټر امریکایي او داخلي جګړه مار دي، د دوی کار فقط د ظلم او وحشت خپرول دي، دوی زموږ له وژلو خوند اخلي، دوی ته همداسې امر شوی او اجیري رسنۍ پرې ځکه کونګي دي چې دجالي بادارانو یې ورته د غلي پاتې کیدو امر کړی.
آه لویه ربه! زموږ په حالت رحم وکړه، زموږ ځوانانو ته توفیق ورکړه چې د حی علی الجهاد په غږ ټول میدان ته راووځي، موږ به تر څو داسې وژل کیږو او ځوانان به مو د ډيموکراسۍ ډول ته نڅیږي؟!!
آه زما لویه خدایه! ته خپل رحم وکړه.
ابو ياسر افغان

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي