برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له نفوذي حملو سره مقابله ناشونې ده

آریانانیوز: کندهار کې له نفوذي بریدو وروسته یو طالب نفوذي بریدګر په هرات کې هم درېیو بهرنیو عسکرو ته مرګ‌ژوبله واړوله.


واشنګټن پوسټ په تازه لیکنه کې د نفوذي بریدونو په اړه د پخواني متقاعد امریکايي پوځي یوه لیکنه خپره کړې او اعتراف يې کړی، چې مقابله ورسره امکان نه لري.
دغه متقاعد پوځي چې په عراق او افغانستان کې يې جګړې پر مخ وړې، جګړن مارک سټونمېن نومېږي او مني چې د نفوذي بریدونو پر وړاندې مقابله له امکانه وتې ده.
سټونمېن وايي سره له دې چې امریکا اوولس کلونه د افغان عسکرو په روزلو تېر کړل، خو بیا هم د نفوذي بریدونو له وېرې دوی سره په څنګ کې په ډاډه زړه کار نه شي کولی.
که څه هم په ټوله اوولس کلنه جګړه، چاپو او شپنیو عملیاتو کې افغان عسکر تر بهرنیانو مخکې او د هغوی پر وړاندې سپر وي، خو بیا يې هم د نفوذي بریدونو له امله د امریکایانو اعتبار نه دی ترلاسه کړی.
وړمه اوونۍ کندهار کې د امریکایانو عمومي قومندان او د کندهار ځايي چارواکي تر نفوذي برید لاندې راغلل، چې جنرال رازق، د ملي امنیت رییس او دوه امریکایان پکې ووژل شول، یو لوړپوړی امریکايي جنرال او د کندهار والي مرګوني ټپيان شول.
سټونمېن وايي یوازې په ۲۰۱۲ز کال کې چې نوموړی افغانستان کې پر جګړه بوخت و، په ۴۵ نفوذي بریدونو کې ۶۱ بهرنیان وژل شوي وو.
هغه وايي له ۲۰۰۷ز کال راهیسې شاوخوا ۱۵۷ بهرني عسکر په نفوذي بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه امریکايي پوځي وايي دوی اړ شوي چې د خپلو هغو همکارانو لپاره چې افغان عسکر روزي ځانګړي ساتونکي وګماري، چې دوی يې د «ساتونکې پرېښتې» په نوم بولي.

وړاندې تر دې بهرنیو او کورنیو چارواکو اعتراف کړی و، چې له سرتېرو بریدګرو سره مقابله يې تر وس وتلې او په هیڅ ډول يې مخه نه‌شي نیول کېدلی، خو نفوذي بریدونه هغوی ته ورته یو بل سرخوږی ورته ګرځېدلی دی.
په همدې حال کې تازه ناټو عسکرو له افغان عکسرو سره د مخامخ اړیکو د ځنډ خبر ورکړی دی.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ادارې وياند ډګروال کناټ پيټر ويلي، چې دا پرېکړه يې د خپلو پوځيانو او لوړپوړو چارواکو د ژغورنې په موخه کړې ده.
ډګروال پيټر د افغان سرتېرو له لوري پر بهرنيو پوځيانو د بريدونو وروستيو پېښو ته په اشاره ويلي، چې دوی له افغان عسکرو سره د مخامخ اړيکو پاليسي بدله کړې ده.
دی وايي، چې دوی روانه جګړه نشي درولی، خو تر دې ورروسته به يې له افغان عسکرو سره اړيکه د ټيليفون او ايمېلونو له لارې وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي