برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لس ثانیې، چې رازق يې د ګور مېلمه کړ

آریانانیوز: د تلې شپږوېشتمه هغه ورځ چې د بهرنیانو او افغان عسکرو تر منځ يې د بېلتون کرښه را وکاږله او اوولس کلن استادان پخپلو شاګردانو د بې باورۍ وروستي حد ته ورسېدل، دوی پرېکړه وکړه چې نور به د خپل ولس پر ضد افغان عسکر د انټرنیټ له لارې روزي، ځکه په منځ کې يې طالب نفوذي بریدګر زموږ بېخ وباسي.
پورته ورځ، کندهار ولایت مقام کې یوازې لس ثانيې داسې راغلې چې رازق يې د ګور مېلمه کړ، مېلر يې په منډو ستړی کړ، بهرنیان يې پر داخلي همکارانو بې باوره شول، حکومت پلوه ډنډورچیان پر حکومت شکمن شول، د امریکا مزدوران پر امریکايي بادارانو شکي شول او د طالبانو تکتیک ته پنټاګون ګوته په خوله کې ونیوه!
نیویارک ټایمز لیکلي، طالب نفوذي سرتېری راغی، د انارو کریټ يې امریکايي مېلمنو ته راوړ، چې له دې سره يې ډزې پیل کړې، لسو ثانیو کې رازق، جنرال مؤمن او د لوا یو قومندان په وینو کې ورغړېدل، امریکايي جنرال او زلمی ویسا وتوانېدل چې تر روغتونونو ځانونه ورسوي او سکاټ مېلر ان خپله توپانجه را وایسته چې دا نو د جنرالۍ د رتبې لپاره امریکايي پوځ کې وروستی ډار بلل کېږي.
جنرال رازق چې کسانو يې پر زندانیانو خولې لګولې، جسدونو باندې يې بولې کړې، برقي شارټونه يې ورکړې او کندهار کې يې ځان ته د حکومتولۍ او پاچاهۍ اصول لرل، له مرګ وروسته په ناڅاپي ډول د رسنیو له لارې لوی او ان ملي شخص معرفي شو.
رازق له مېلر سره له ناستې وروسته په نښه شو، خدای خبر چې دې ناسته کې به څه و، خو عموماً هغه د امریکایانو لپاره داسې لاس په نامه ولاړ مسلم‌کُش یادېده، چې لوېدیځو رسنیو د امریکايي پوځ لپاره یوه تشه وبلله او ويې ویل چې بیا داسې اخلاصمند پیدا نه کړي، دې ناسته کې يې هم ښايي د مسلمان ولس پر ضد پر توطیه جوړولو سرونه سره ښورولې وې، خو یوازې لس ثانيې داسې راغلې چې دغه جګړه مار د خپلو بادارانو سره یو په صف کې د الله جل جلاله حضور ته ورغی.
انسان کله کله په دنیا کې دومره ډوب شي، چې ځان بېخې د دنیا خالق تصور کړي (نعوذ بالله) او غیر مستقیم د خدايۍ دعوه وکړي، خالد هادي چې د جنرال رازق د وحشتونو مسلسل موضوعات يې نړیوالو قضايي ادارو ته سپارلي، وايي رازق په دې وروستیو کې اټوم‌ضد وسایل هم پيدا کړي و، هغه فکر کاوه چې بل ډول نه وژل کېږم، څوک مې په اټومي وسلو نه په ګټې ونه وژني، خو په داسې حال کې ووژل شو، چې نرۍ یخن قاق يې له خړ پتلون سره په ځان کې و او د خپلو مسلحو بادارانو پر وړاندې خلع‌سلاح ولاړ و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي