برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبان باید له هیوادڅخه دآمریکایی ځواکونووتل ځانته منسوب نه کړي

آریانانیوز: د ابوظبي ترغونډې وروسته ډیری شنونکي د دغې غونډې په پایلو او ارزونو مصروف وو چې دامریکا ولسمشر دونلد ټرمپ له افغانستان څخه د ۷۰۰۰ امریکايي عسکرو ایستلو اعلان کړ.


داسې ناڅاپي اعلان چې هم یې د امریکا په داخل کې امریکایان او هم یې افغان سیاست وال هک حیران کړل.
دا خو په امریکایانو پوري اړه لري چې دوی په بیړه له افغانستانه وزي او که په کراره ، خو طالبانو ته چې د امریکایانو له وتلو وروسته د ولس او نړۍ سترګې د مسؤل جهت په توګه ور اوړي څه کول په کار دي؟
غواړو په لاندې لیکنې کې په دې اړه څو ټکیو ته اشاره وکړو:
طالبانو د خپل سیاسي ظهور له پیله دوې لوېې او تاریخي شهکاري وي کړې:
لومړی: د کورنۍ جګړې ختمول او د هیواد د تجزيي مخه نیول.
دوهم: د جهادي مقاومت په مټ امریکايي اشغال ناکامه کول.
اوس چې ولس له طالبه د کومې دریمې سترې شاهکاري توقع لري هغه د امریکایانو تر وتو وروسته په افغانستان کې جګړې ته د پاي ټکی ښودل دي.
چې دا کار په حقیقت کې تر نورو دواړو هغو ډیرسخت او ډیر مهم دی.
ځکه د جګړې له دوام سره نه اسلامي حاکمیت راتلای شي ، نه د ولس آرامي او نه هم د هیواد ترقي.
خو که له طالبانو سره جهادي آرمانونو ته ژمنتیا، پرافغانانو زړه سوی او د اجنبي توطیو شنډولو کلک عزم وي بیا دا سخت کار تر سره کول هم ورته آسانه دی.
او هغه په دې ډول چې طالبان نور په خپل سیاسي فعالیت کې یوه نوې صفحه پرانیزې او ولسي قضایاو ته د یوه ولس محوره نظر له منظاره وګوري ، نه له محدود طالبي او تنظیمي منظاره.
طالبان باید دا خبره درک کړي چې ولس مو د کمونستانو د کور، کالي ، ډوډۍ له تیرایستونکو شعارونو څخه ، د تنظیمي رهبرانو د خیالي اسلامي خلافت تر ادعاء ګانو او بیا د امریکايي دیموکراسي ترقانونیت پوري هرڅه تجربه او ولیدل خو په یوه باندې هم آسوده نشول ، اوس د ولس تر ټولو لومړنی ضرورت دا دی چې هغوی په خپل هیواد کې د آرامي سا واخلي او بیا د یوه داسې نظام جوړولو زمینه ورته برابره شي چې نور ورکې یو افغان پر بل افغان د وسلې پورته کولو ضرورت ونه ویني.
د دې لپاره طالبانو ته په کار ده چې نور د یوې ولس محوره پالیسې په غوره کولو سره د افغانې لوېې کورنۍ د ټولوغړیو ترمنځ د ورور ولي، عدالت او مساوات اصل رعایت کړي.
په خلص ډول طالبان باید له امریکایانو سره تر مذاکراتو وړاندې خپله کورنۍ وظیفه په لاندې ډول بشپړه کړي:
الف : طالبان باید له امریکایانو سره تر مذاکراتو وړاندې د ولس له شته پرګنو، علماوو ، قومي مخورو او په هیواد کې د سیاسي جریانونو له شته چارواکو سره تفاهم وکړي ، تر امریکایانو وروسته افغانستان په اړه هغوی ته ډاډ ورکړي او په شریک ډول د نظام په جوړولو باندې هغوی ته قناعت ورکړي، داچې زلمی خلیلزاد د یوه امریکايي په توګه د افغانستان له سیاسي جریانونو سره تفاهم کوي، طالبانو ته تر خلیلزاد ډیره د دې اړتیاده چې ټول افغاني جریانونه پر ځان راټول او د هیواد راتلونکي په اړه ورسره تفاهم وکړي.
ب: طالبان باید له ولس سره د تفاهم د مقدمې او د هغوی د حمایت تر لاسه کولو په خاطر له ولسي مخورو، علماوو ، او د سیاسي جریانونو له چارواکو څخه د یوې ممکنه نظرغوښتنې په ترڅ کې داسې نظریات ، واړندیزونه او غوښتنې را ټول کړي چې هغه بیا د ټول ولس په استازیتوب له امریکایانو سره مطرح کړي ، په دې کار سره به له یوې خوا ښه نظریات ورته په لاس ورشي او له بلې خوا به د ولس ورباندې دا باور راشي چې طالبان ریښتیاهم په ملي موضوعاتو کې د هغوی نظر ته اهمیت ورکوي.
ج: طالبان باید پر ټولو هغو ټکیو چې هغه په راتلونکي کې له ولس او سیاسي جریانونو سره د مخالفت لامل کیږي، لکه د نظام جوړولو نوعیت (امارت ، جمهوریت ) د څرنګوالې ، په حکومتي او ټولنیزو چارو کې د ښځو مشارکت ، مذهبي آزادي او … سر له اوسه د ولس له اړونده جهتونو سره تفاهم وکړي.
د: له تیرو څلورو لسیزو راهیسي په افغانستان کې د تنظیم واکي تجربې ډیره منفي نتیجه لرلې او په حقیقت کې د افغانانو د ټولو بدمرغیو اساسي لامل هغه شوې ، طالبان نور باید دغې منفي پدیدې ته په عملي لحاظ د پای ټکی کیږدي او هغه په دې ډول چې لومړی خپل ځان له تنظیمي (طالبي)انحصاره وباسي او بیا په دې لاره کې نور داسې عملي اقدامات وکړي چې ولس ورباندې قناعت ولري.
هـ: طالبان باید ډیر کوښښ وکړي چې هیڅ افغان لوری او سیاسي تنظیم هغه که د هرې مفکورې لرونکي وي هم باید د خپل تفاهم له حلقي بهر پرینږدي، حتی که هغوی ورسره تفاهم نه غواړي هم دوی باید ورسره د تفاهم کوښښ وکړي، ځکه که هرڅوک او هره ډله د طالبانو د تفاهم له حلقي بهر پاتې کیږي هغه به د افغانستان دښمنانو ته د یوه ابزار په توګه په لاس ورځي او بیا به یې د طالبانو خلاف کاروي.
وـ سره له دې چې طالبانو په خپل قیادت کې د افغان ولس په ملي مقاومت سره امریکایان له افغانستان څخه وتو ته مجبوره کړل ، خو دوی د دې کار امتیاز باید ځانته منسوب نه کړي، او نه ولس په فاتحانه لهجه مخاطب کړی ، بلکې تر دې وروسته یې باید هره خبره ، هره غوښتنه او هره رسمي اعلامیه له ولس څخه د حمایت غوښتلو او په نظام جوړولو کې د ملي مشارکت په اړه وي ، د تهدید، پیغور ورکولو او ځان ستایلو لهجه نور باید په کلی ډول ختمه کړي.
خلاصه :
پورتني څو ټکی د طالبانو لپاره د کورنۍ وظیفې په توګه هغه اساسي کار دی چې باید له امریکایانو سره مذاکراتي پروسې ته تر داخلیدو وړاندې یې پوره کړي .
ځکه د دغې کورنۍ وظیفي په پوره کولو سره هم له امریکایانو سره په مذاکراتي پروسه کې د دوي سیاسي ثقل زیاتیږي، هم له امریکایانو سره په مذاکراتو کې تر پریکړې وروسته د ستونزو د مخنیوي لامل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي