برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ناټو نوی قومندان په ډيپلوماسي چاری هم لاسوهنه کوی

آریانانیوز: د امریکا د بهرنيو چارو وزارت پر ځای پنټاګون وايي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو چاپېريال وضعيت ډاډمن دی او زياتوي «د روانې جګړې سربېره سياسي وضعيت هم په ښه لوري روان دی او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال اوسټن مېلر به د پوځي سربېره ډيپلوماټيکې چارې هم پر مخ بوځي.»
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پنټاګون د لوړپوړي چارواکي له خولې ليکلي، چې «د افغان امنيتي ځواکونو د زياتېدونکې مرګ ژوبلې سره نورې پوښتنې هم شته، چې ايا ولسمشر ټرمپ به د دغې جګړې ملاتړ ته دوام ورکړي او بله پوښتنه دا ده، چې په دغسې صورت کې به امریکا په افغانستان کې روانې جګړې ته دوام ورکړي؟»
راپور وايي، چې جنرال اوسټن په داسې حال کې د افغانستان د جګړې مشري پر غاړه اخلي، چې د اوولس کلنې جګړې د بريا په اړه لا هم شکونه پر ځای پاتې دي او د هغه ستر مسووليت به دا وي، چې د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه پای ته ورسوي، په داسې حال کې، چې د کابل حکومت له داخلي بحرانونو سره مخ دی او دا هم نه ده روښانه، چې ټرمپ د بهرنيو درنو جګړو په اړه څه هوډ لري، خو په دغسې وضعيت کې د طالبانو ليوالتيا اړينه ده، چې د سولې خبرو ته غاړه ږدي او که نه، تر څو د امريکايي پوځيانو د شمېر کمولو ته لاره جوړه شي.
د پنټاګون پخواني لوړپوړي چارواکي او «رانډ» څېړنيز مرکز کې د منځني ختيځ د چارو کارپوه لوريل ميلر ويلي، چې د افغانستان جګړه د «د لوړو ژورو» جګړه ده او دا روښانه شوې، چې «امریکا طالبانو ته ماتې نه شي ورکولی او طالبان هم د بريا توان نه لري»
واشنګټن پوسټ زياتوي، چې جنرال مېلر په افغانستان پوځي مسووليتونه ترسره کړي، هلته يې د ځانګړو ځواکونو، پليو ځواکونو او ډلټا فورس ځواکونو مشري کړې ده.
ورځپاڼې د افغانستان وضعيت په اړه د سيګار وروستي راپور يادونه کړې، د افغانستان نږدې نيمه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده او د امريکا بريا د افغان سيمه‌ييزو ځواکونو په وړتيا او فعاليتونو پورې تړلې ده.
د دولتي عسکرو په اړه واشنګټن پوسټ ليکلي، چې د افغانستان دفاع وزارت اوس په دې هڅه دی، چې د زياتېدونکې مرګ ژوبلې امله د خپلو پوځيانو د تېښتې او کمښت مخه ونيسي او د دې سربېره افغان عسکر د تهاجمي بريدونو په اړه له ننګوونو سره مخ دي.
د ټرمپ د نوې سټراټيژي په اړه واشنګټن پوسټ وايي، چې کېدای شي بريالۍ شي، خو ټرمپ يې بايد په اړه ډېر څه ونه وايي؛ ځکه چې د نيکلسون په ګډون ټولو پخوانيو جنرالانو په افغانستان کې د بريا دعوې کړي، خو په عمل کې څه نه دي تر سترګو شوي.
جنرال ميلر تر اوسه رسنيو سره د افغان جګړې په اړه خبرې نه دي کړي، خو هغه ته نږدې سرچينې وايي، چې دی د ټرمپ په سټراټيژي کې د بدلون اراده لري او دی غواړي چې د جګړې په ډګر کې له خپلو پوځيانو او جنرالانو سره له نږدې وضعيت وڅاري.
امريکايي رسنۍ وايي، چې جنرال ميلر به د پوځي عملياتو سربېره د ډيپلوماټيکو فعاليتونو لپاره هم هلې ځلې وکړي.
دا په داسې حال کې، چې امريکايي ډيپلوماټانو تېره مياشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي، خو طالبانو په خپل اختريز پيغام کې ويلي، چې امريکا د سولې د خبرو په بهانه وخت تېروي او هڅه کوي، چې له دوی سره چل او فريب وکړي او همدارنګه يې ګډ حکومت هم تورن کړی، چې د سولې د فعاليتونو په شعارونو د ولس د تېر ايستلو هڅه کوي، چې دا کار په خپله د سولې پروسه له خنډونو سره مخ کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي