برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مسکو کانفرانس او د افغان ولس غوښتنه

آریانانیوز: «د امریکا جهاني حاکمیت مخ پر ختمېدو دئ، او امریکا د خپلو دوامداره اشتباهاتو په وجه خپل نړیوال زوال لا چټکوي. یوه امپراتوري تل باور لري چي خپل کوچني اشتباهات به د کم قیمت په مقابل کي جبران کړي، ځکه قدرت ئې نامحدود دئ. مګر همدا واړه اشتباهات سوکه سوکه ډیرېږي، راجمع کېږي، او بالاخره دونه زیات سي چي بیا ئې سمبالول ناممکن سي. د خدای شکر دئ چي د امریکا جهاني هژموني مخ پر ختمېدو ده. د جهان د یو قطبي حالت د پای وخت رارسېدلی دئ.» جمهورریس پوتین
ټاکل سوې ده چي د نومبر پر ۹ باندي به د افغانستان د سولي لپاره د مسکو فورمټ په نامه یو ستر بین المللي کانفرانس دایر سي. پدې کانفرانس کي به امریکا، چین، هند، پاکستان، ایران، د مرکزي اسیا جمهوریتونه، طالبان او د کابل رژیم برخه واخلي. البته په سر کي باید ووایم چي د امریکا ګډون لا تر اوسه رسما نه دئ اعلام سوی، خو خلیلزاد په یوې مرکې کي ویلي ول چي په اغلب ګومان به دا ځل متحده ایالات برخه په کښې واخلي.
یوه بله موضوع چي باید په سر کي اعلام سي، هغه دا چي د افغانستان د سولي لپاره د مسکو دا بې سابقې او جوړونکی سیاسي ابتکار واقعا د تایید او تقدیر وړ دئ. ځکه روسیه کولای سي چي د افغانستان او سیمي په ثبات کي رغنده نقش ولوبوي، او حتی د منطقې نور طاقتونه هم دېته وهڅوي چي په افغانستان او سیمه کي د متحده ایالاتو د شرارت او تخربیي کارونو د راکنټرولولو لپاره موثر ګامونه په ګډه واخلي. لنډه دا چي د افغانستان د سولي په برخه کي د امریکا انحصار ماتول د ټولو په ګټه دي.
ښکاره خبره ده چي په سیمه کي د داعش خورېدل په افغانستان کي د امریکا د استعماري قواوو له حضور سره مستقیما رابطه لري. د داعش خطر د روسیې لپاره یوه حیاتي موضوع ده، او که چیري امریکا پدې وتوانېږي چي د داعش قاتلان تر آمو ور واوړي، دا به د روسیې د ملي امنیت لپاره یو ستر چلینج وي.
مسکو باید پدې هم پوه سي چي پدې وروستیو وختونو کي په افغانانو کي د امریکا د ۱۸ کلن اشغال سره مخالفت او کرکه په بې سابقې توګه جګه سوې ده. پدې وروستیو ورځو کي پر امریکايي فوجیانو باندي د افغان عسکرو مرګوني حملې ئې یو ښه ثبوت دئ. دغه راز، په کندهار کي د جنرال رازق مرګ هم په افغانانو کي د امریکا له سیاست سره کرکه لا جګه کړه. لنډ‌ه دا چي نن سبا ‌اکثر افغانان امریکا ته د یوه اشغالګر او دسیسه کاره طاقت په سترګه ګوري.
په همدې لړ کي، دا هم باید زیاته سي چي امریکا اوس پدې قانع سوې ده چي په افغانستان کي ئې پلانونه ناکامه سوي دي. د جنرال میلر او د دفاع وزیر متیس څرګندوني دا ثابتوي چي په افغانستان کي امریکا پر ګونډو سوې ده، او تېښتي ته چمتو ده. هغوی دواړو په صراحت ویلي دي چي افغانستان نظامي حل نه لري. په قطر کي د طالبانو او امریکایانو ملاقاتونه هم دا ښيي چي امریکا نور له خپلو پخوانیو لاپو شاپو څخه تېره سوې ده، او حتی دېته چمتو ده چي په کابل کي خپل ګوډاګیان په ډیره ارزانه بیه خرڅ کړي.
اوس نو، د مسکو د بین المللي غونډي څخه د مستقلو افغان منورینو او نخبه ګانو هیله دا ده چي مسکو د همدې کانفرانس دایره او لمن پراخه کړي، او د افغان ولس له مختلفو طبقاتو او قشرونو څخه آزاد او مستقل استازي ور دعوت کړي. پدې بین المللي کانفرانس کي د افغان منورینو ور داخلول به د مسکو د فورمټ وزن او اعتبار لا جګ کړي، او په ضمن کي به افغانانو ته دا وښيي چي دا کانفرانس د پخوانیو عبثو مجلسونو پر خلاف واقعا د افغان ولس غوښتني منعکسوي. او د افغان ولس استازو ته د دې موقع ورکوي چي په افغانستان کي د امریکايي اشغال پر ضد خپل نظریات په آزاده توګه بیان کړي، او دې کانفرانس ته یو ولسي او دیموکراتیک رنګ او بعد ورکړي.
که چیري مسکو د افغان ولس مستقل منورین او نخبه ګان ور دعوت کړي، دا به واقعا یو بین المللي ابتکار وي. دا کار به پر واشنګټن باندي نړیوال فشار لا زیات کړي، ځکه د مستقلو او آزادو افغانانو مطلق اکثریت به د امریکا د جنګي جرمونو په باب د خپل مظلوم او اشغال سوي ملت آواز را اوچت کړي. مسکو باید پدې پوه سي چي که چیري د افغان ولس واقعي استازي پدې کانفرانس کي برخه ولري، مسکو به د جهان د آزاده ګانو او مترقي ځوانو قواوو حمایت او خواخوږي هم تر لاسه کړي.
روسیه باید دا په یاد ولري چي په اکثرو پخوانیو عبثو کانفرانسونو کي د افغان ولس واقعي استازو ته د نظر د اظهار اجازه او موقع نه ده ورکړه سوې. که چیري مسکو دا ابتکار وکړي، دا به د افغان د سولي لپاره یو کاملا نوی ګام وي‌، او زه اطمینان لرم چي د دایمي سولي لپاره به نوي افقونه پرانزي.
په پای کي، که څه هم د مسکو فورمټ ته د کابل حکومت له رسمي چوکاټه بهر ځیني افغانان ور دعوت سوي دي، خو د مستقلو افغان منورینو او نخبه ګانو نه دعوتول به د دې کانفرانس موثریت څه راکم کړي، مشروعیت به ئې څه ور لړزانه کړي، او د افغانانو په مینځ کي به لازم شوق او پراخ حمایت ایجاد نه کړي.
امید دئ چي مسکو پر دې وړاندیز باندي جدي غور وکړي.
واحد فقیري

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي