برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مجاهدینو د بری کلیزه

د شناندی په وینا،د افغانستان کمیونیسټی رژیم د دغه هیواد د میړنیو خلکو د څوارلس کلن جهاد په نتیجه کښې وپرځول شو،افغانستان ته د شوروی د سره پوځ راتګ په ۱۳۵۷ ل کال کښې د ثور میاشتې اوومې له کودتا سره هم مهاله ؤ خو د افغان مجاهدینو په وړاندې ونه دریدل شو او د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ نیټه د افغانستان پریښودلو ته اړ شول . که چیرې د افغانانو سرښیندنه،میړانه او مقاومت نه وې نو د نړۍ یوه زبر ځواک او تر ملاتړ لاندې رژیم ته یې ماته ورکول ممکن نه وو،بلاخره د ۱۳۷۱ کال د غوای یا ثور په اتمه نیټه کمیونیسټی دولت نسکور شو او په کابل کښې پر اولسمشری ماڼۍ د مجاهدینو شین بیرغ ورپول شو او دغه بریالیتوب پر انګریز ښکیلاکګرو د افغانانو د هغه بری تکرار ؤ چې په نولسمې پیړۍ کښې ترلاسه شوی ؤ.



کمیونیسټانو چې د نورمحمد ترکی په مشری یې د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه د سردار داوود د نیمه ډیموکراټیک حکومت پر ضد کودتا وکړه او سردار داود یې له خپلې کورنۍ سره وواژه،په ۱۳۵۲ کال کښې د ظاهرشاه پر خلاف په کودتا کښې د سردار داود ملګرتیا کړی وه ، خو د سردار داود پر ضد په کودتا پسې په اختلافاتو اخته شول او نور محمد ترکی چې د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه نیټه قدرت ته رسیدلی ؤ،د ۱۳۵۸ کال د وږی یا سنبلې په ۲۸ مه د خپل کمیونیسټی ملګری حفیظ الامین په خونړی کودتا کښې ووژل شو خو د حفیظ الامین د حکومت موده هم ډیره لنډه وه او دوام یې ونکړ او شوروی هغه د سی.آئی.آی لپاره په جاسوسی تورن کړ او بالاخره د ۱۳۵۸ کال په مرغومی یا جدی میاشتې کښې د شوروی د ځانګړی ځواک په لاس له خپلوانو سره یوځای ووژل شو او پرځای یې د همدغه کال د مرغومی په شپږمه د ببرک کارمل نومی بل ګوډاګی واکمن شو او د پرچم ګوند د ببرک کارمل د پړاو پیل افغانستان ته د په زرګونو سرو پوځیانو له راتګ سره برابر ؤ ، هغه هم چې په خپله یې هیڅ واک نه درلوده د ۱۳۶۵ کال د غوای په ۱۴مه استعفی ورکړه او د خلق ګوند نجیب الله ته قدرت وسپارل شو . د نجیب الله پړاو شپږ کاله اوږد شو او د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د مجاهدینو په بریالیتوب سره قدرت د مجاهدینو لاس ته ورغی،نجیب الله له خپل پوځی ورور جنرال احمد زی سره په کابل کښې د ملګرو ملتو دفتر ته پناه یوړه .د مجاهدینو د حکومت په پړاو کښې چې ترمینځ یې کورنی جنګونه وشول،نجیب الله او ورور یې د ملګرو ملتو په دفتر کښې وو خو آخر د مجاهدینو تر مینځ د دغو کورنیو جګړو په نتیجه کښې طالبان ښکاره شول چې د پاکستان،آمریکا،انګلستان،سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو له خوا یې ملاتړ کیده ،د بریښنا په څیر اولسوالی ونیولې او بیا یې د ۱۳۷۵ کال په تلې یا میزان میاشتې کښې کابل ونیوه او د همدې میاشتې په شپږمه یې نجیب الله او ورور یې د ملګرو ملتو له دفتره راویستل او د خلکو په وړاندې یې په دار وځړول او په بوږنوکی توګه یې ووژل .دا چې افغان مجاهدین په جنګ ډګر کښې ښه وځلیدل بو زبرځواک یې په ګونډو کړ،په تاریخ کښې د یوه ستر بریالیتوب په توګه ثبت شول خو افغانانو د دغه بریالیتوب خوند ونه څکل شو.
د ملی جرګې د غړی مولانا عبدالرحمان رحمانی په همدی اړه وایی که څه هم افغان مجاهدینو د شوروی سره پوځ ته په ماتی ورکولو سره خپل نوم په تاریخ کښې په زرینو پاڼو ثبت کړ او څوک یې پټولی نه شی،خو له بده مرغه د شوروی پر خلاف په جهاد کښې د آمریکا په څیر په ظاهره ځینو دوستانو او د پاکستان په شان ځینو سیمه ایزو هیوادونو د افغان مجاهدینو ملګرتیا وکړه خو په حقیقت کښې له دغې ملګرتیا خپلې سپیرې موخې تعقیبولې اوهغه جهادی مشران چې تقوا نه درلوده تیرباسل او په لومه کښې یې ښکیل شول او د هیواد او خلکو د فکر پرځای په خپل او شتمنۍ ټولولو په فکر کښې شول او د مجاهدانو مشران د شوروی د نیواک په وخت پر دغې ناروغۍ اخته شوی وو او همدا چاره د دې لامل شوه چې د افغانستان مجاهد خلک د دغه تاریخی بریالیتوب خوند ونه څکی او جهادی مشران د قدرت او دولت په خاطر په خپلو کښې ونښتل چې په پایله کښې یې د طالبانو او القاعدې ښکارنده وپنځول شوه او د آمریکا له خوا د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یولسمې د پیښې سناریو پلان شوی وه او د همدغې سناریو په لړ کښې یې د افغانستان د بیارغونې او ترهګرۍ د ختمولو په پلمه پر افغانستان پوځی یرغل وکړ چې اوس د کابو اتلسو کلونو په تیریدا سره نه یوازې ترهګرۍ ختمه نه کړی شوه بلکې د آمریکا او لویدیځ د استعماری موخو له مخې نړیواله هم شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي