برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فلسطینیانو عام وژنې

بیت المقدس ښارته د امریکې د سفارت د لیږدولو په احتجاج کې راوتلي تش لاسي فلسطیني مظاهره چیان د نړیوالو تلویزوني شبکو په مخ کې د اسرائیلي پوځیانو لخوا په نښه او د ۳۰۰۰ په خواوشا کې کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.


ختیځ بیت المقدس ته چې د فلسطین د خاورې نه بیلیدونکې برخه ده د ټرمپ په دستور د امریکايي سفارت لیږدول په ښکاره ډول له صهیونستي غاصب رژیم څخه د امریکا بشپړ ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پریکړو خلاف ورزي ده.
د ملګرو ملتونو تذکر ځکه دلته اړین دی چې امریکایان چې د نړۍ په هرځای کې دخالت یا پوځي یرغل کوي نو پلمه ورته د ملګرو ملتونو پریکړه کوي.
افغانستان هم چې نن په انساني مسلخ بدل شوی ۱۷ کاله وړاندې امریکایانو د همدې ملګرو ملتونو د پریکړې په پلمه اشغال کړ.
خو نن چې له اسرائیلو او امریکا پرته ټوله نړۍ پرختیځ بیت المقدس د اسرائیلي اشغال مخالفه او هغه ته د امریکايي سفارت لیږدول د ملګرو ملتونو او ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي امریکا د ملګروملتونو په شمول د ټولې نړۍ په مقابل کې د دغې ناروا او غیرقانوني پریکړې حمایت کوي.
د مظلومو فلسطینیانو له مشروعو غوښتنو او حقوقو سره د امریکا مخالفت خو هغه څه دي چې له ټرمپ او د هغه له هم عقیدې ملګرو څخه یې توقع کیږي ، ویر دادی چې ډیری مسلمان هیوادونه په تیره د سعودي ناصالحه چارواکي د بیت المقدس ښارپه اړه د ټرمپ د دغې غاصبانه پریکړې ضمني تائید کوي او د اسرائیلو لخوا د ختیځ بیت المقدس اشغال په غیر مستقیم ډول د هغوی حق بولي.
تیره ورځ چې اسرائیلي ځواکونو د خالي لاسو فلسطینیانو عام وژنه ترسره کړه د ټولې اسلامي نړۍ په کچه یواځې ترکیې او کویټ د دغې عام وژنې په اړه عملي غبرګون وښود.
ترکیې د وژل شویو فلسطینیانو په ویر کې دری ورځنی ملي ماتم اعلان کړ او کویټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ ناستې د رابللوغوښتنه وکړه چې هغه هم د امریکا د مخالفت له وجې رد کړل شوه.
له بده مرغه د اسلامۍ نړۍ ذلیل چارواکي چې کله هم په امریکا کې په طبیعي او یا هم ځیني انتقامي بریدونو کې څو محدود امریکایان ووژل شي نو دوی ټول په یوه خوله د وژل شویو امریکایانو له کورنیو سره د خواخوږي پیغامونه تبادله کوي او د هغوی په ویر ځان شریک وربولي، خو نن چې په زرګونو مسلمان فلسطینیان له خپلې خاورې څخه د دفاع په جرم په بیرحمۍ سره د غاصبو اسرائیلو لخوا وژل کیږي دوئ ټول ورباندې ساکت دي.
د فلسطین او په خاص ډول په هغه کې د اقصي شریف ( د مسلمانانو لومړۍ قبلې) قضیه په عقیدوي لحاظ د ټول اسلامي امت شریکه قضیه ده چې د هغې په اړه هرډول تنازل او لا پروايي له اسلامي معتقداتو او ارزښتونو څخه تنازل ګڼل کیږي.
خدای دې د اسلامي نړۍ چارواکو ته د امت له دغې سترې قضیې څخه د دفاع او حمایت همت ور په برخه کړي.

شریک یي کړئ!