برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فساد په له منځه وړو کې د حکومت ناکامي

آریانانیوز: د افغانستان د روڼتيا موسسه وايي، د راتلونکو ټاکنو نوماندان دې د فساد ضد ژمنې سره ميدان ته راشي؛ ځکه چې د فساد په له منځه وړو کې د اوسني حکومت پاتې راتلل د افغانستان راتلونکی ګواښي.


دغې موسسې په خپله اعلاميه کې ليکلي: “د روڼتيا نړيوال سازمان د “۲۰۱۸ کال د فساد نړيوال شاخص” خپور کړ چې افغانستان يې د نړۍ په لسو تر ټولو فاسدو دولتونو کې اچولى دى. دا شاخص ښيي چې له فساد سره د مبارزې هڅې د ٢٠١٧ کال په پرتله ټکنۍ شوې دي. افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې له سلو نومرو څخه ١٦ اخيستې چې په ٢٠١٧ کې له سلو څخه ١٥ او په ٢٠١٥ کې له سلو څخه ١١ وې.”
د افغانستان د روڼيتا موسسې د بورډ مشرې جوي ساندرس ويلي: “له وسله والې مخالفې ډلې سره د سولې د روانو خبرو د پردې تر شا، يو ديموکراتيک دولت چې پاک او غښتلی وي، کولای شي پر ممکنه سوله خبرو کې لوړ لاس ولري. همداراز کولای شي بشري حقونه، د بيان ازادي او ولسواکي ډاډمنه کړي.”
د هغې په وينا، د ملي يوالي حکومت ته د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د دې لپاره رايه ورکړل شوه چې په ټولو کچو کې يې د فساد او دحکومت د ادارې قبضه کېدل د زورواکو ډلو له خوا د له منځه وړلو ژمنې کړې وې.
سرچينه زياتوي، له پخواني حکومت پاتې ننګونې د پام وړ وې خو د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت ونه شو کولای چې له خلکو سره خپلې ژمنې پوره کړي.
د افغانستان د روڼتيا موسسې د بورد غړې ناديې بازيدوال ويلي: “پايله يې دا ده چې د افغانانو او مرستندويو هېوادونو ترمنځ د حکومت مشروعيت او باور کم شي.”
سرچينه زياتوي، د دې لامل چې افغانستان د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د فساد په نړيوال شاخص کې يو څه پرمختګ کړی، دا دی چې په تدارکاتي اصلاحاتو او معلوماتو ته د لاسرسي او د افشاګرانو د خونديتوب قانون په ګډون د مهمو قوانينو چمتو کول او تر يوه بريده په ملکي خدماتو او قضايي برخو کې اصلاحات او سمونونه راغلي دي.
د افغانستان د روڼتيا موسسه د دغه راپور تر څنګ ځينې سپارښتنې هم لري چې په کې راغلي: “د افغانستان د سولې په بهير کې پر ټولو ښکېلو لورو غږ کوو چې فساد په افغانستان کې د پرمختګ او ښېرازۍ پر وړاندې جدي ستونزه وګڼي او له داسې جوړجاړي او واک شريکولو ډډه وکړي چې د ۲۰۰۱ کال د بن تړون په څېر د فساد له لا خپراوي سره مرسته کوي.”
دغه موسسه ليکي، پر دې سربېره د ۱۳۹۸ کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نومليکنه بشپړه شوه او دوی د ولسمشرۍ پر ټولو نوماندانو غږ کوي چې د فساد ورک کولو له روښانه او پياوړې ژمنې سره ميدان ته راشي.
سرچينه زياتوي چې د مدني ټولنې ګډ کار ښودلې چې ولسواک دولت په ادارو کې د روڼتيا او عامه ګډون په ډېرولو سره د فساد مخه نيولای شي او کولای شي چې خپلواک او څارندويو ادارو په وسيله له فساد سره مبارزه وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي