برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عرفې د ورځي فضايل

آریانانیوز: له لويه سره د لوى اختر د مياشتي لومړۍ لس ورځي، د عرفات او د لوى اختر درې ورځي ډېري له فضيلته ډكي ورځي دي. ډېر مفسرين وايي چي د قرآن كريم د حج د سورې په اته ويشتم آيت كي چي د﴿أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ ﴾ يادونه سوې ده، له هغو څخه مراد د لوى اختر د مياشتي لومړۍ لس ورځي دي. ځيني مفسرين وايي چي مراد ځني د عرفې او ايام تشريق ( د لوى اختر درې ورځي ) دي. په هر صورت په دغو ورځوكي د لوى څښتن د يادولو، د ښو چارو د ترسره كولو او روژو نيولو فضيلت ډېر زيات ښوول سوى دى.
له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى چي رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل:« نوري داسي ورځي نسته چي نېكي چاري دي په هغو كي خداى تعالى ته تر ايام العشر( د ذي الحجې ترلومړيو لسوورځو ) ډېري خوښي وي ». دغه راز رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل:« په دغو ورځوكي نېك عمل د خداى په لاركي تر جهاد لا خداى ته ډېرغوره دى. خو د هغه چا ثواب تر زيات دى چي ځان اوشته دواړه د خداى په لاركي قربان كړي ».
په همدې ډول له رسول صلی الله عليه وسلم څخه د عرفې د ورځي د روژې په هكله وپوښتل سوه، هغه وفرمايل:« يكفر السنة الماضية والسنة القابلة »( رواه مسلم)
ژباړه: د تېر او راتلونكي كال ګناهونه له منځه وړي.
يادونه: د دغي ورځي روژه د هغه چا لپاره مستحب ده چي په حج کي نه وي. د حاجي لپاره د عرفې د ورځي روژه سنت نه بلل کيږي.
ځکه رسول صلی الله عليه وسلم د حج پر مهال د دغي ورځي روژه پءې ايښې ده. او داسي روايت هم سته چي هغه صلی الله علیه وسلم په عرفات کي د عرفي د ورځي روژه منع کړه.
له عايشې بي بي رضي الله عنها څخه روايت دى چي رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل:« ما من يوم أكثر من أن يعتق الله فيه عبدأ من النار من يوم عرفة، وإنه ليدنو ثم يباهي بهم الملائكة فيقول: ما أراد هؤلاء؟ »( رواه مسلم)
ژباړه: له عرفې پرته بله داسي ورځ نسته چي خداى تعالى دي په هغې كي خپل بنده ګان د دوږخ له اوره څخه ډېر آزاد كړي وي. په دغه ورځ خداى تعالى خپلو بنده ګانو ته په خپل فضل او رحمت سره نژدې كيږي. بيا د ملايكو په وړاندي په هغو وياړي او ورته وايي: وګورئ زما بنده ګان څه غواړي؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې ورځي دعا ښه او غوره دعا بللې ده، هغه صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمايي: «خير الدعاء دعاء يوم عرفة »(مشكاة المصابيح، دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ الباني صحيح بللی دی)
ژباړه: ښه او غوره د عا د عرفې د ورځي دعا ده.
ابن عبد البر رحمه الله وايي : دغه حديث پر دې دليل دی چي د عرفې ورځ پر نورو ورځو باندي فصيلت لري.
له عباس بن مرداس څخه روايت دى چي رسول صلی الله عليه وسلم د عرفې د وقوف پرمهال خپل امت ته د هغو د ګناهونو د بخښني دعا وكړه. نو د خداى له لوري د اجابت او قبلوني په توګه ورته وويل سوه: ستا امت ته مي د بنده ګانو له حقوقو پر ته نور ټول ګناهونه وبخښل. خو د بنده حقوق نه بخښم او له ظالم څخه د مظلوم د حقوقو اخيستونكى يم. رسول صلی الله عليه وسلم ورته وويل : اى ربه ! كه وغواړې چي مظلوم ته له خپله ځانه د جنت ښې او ښادۍ وركړې ! او ظالم په خپل فضل وبخښې ! خو دغه دعا يې د عرفي پرمهال قبوله نه سوه. كله چي رسول صلی الله عليه وسلم په مزدلفه كي شپه سبا كړه بيا يې دغه دعا وكړه چي دعا يې قبوله سوه.
د حديث روايت كوونكى وايي چي: رسول صلی الله عليه وسلم وخندل. يا وايې چي ويې مسل. نو ابوبكر او عمر ورته وويل: اى پيغمبره زموږ مور او پلار دي تر تا قربان سي دغه مهال ستا د خندلو نه وو. نو ستا د خندا سبب څه وو. ( الله دي تا تل خوښ ولري ). حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وفرمايل: كله چي ابليس دغه د خداى جل جلاله دښمن وپوهېدى چي خداى جل جلاله زما دعا قبوله كړه او زما امت يې را وباخښه، خاوري يې پرسر باد كړې، په واويلا سو او ويې ويل چي رسوا او برباد سوم. نو ماته د ده پردغي واويلا خندا راغله.
د پورته حديث په هكله د ثقه او جيدو ديني عالمانو په كتابونوكي څه خبري سته چي په لاندي ډول خلاصه كيږي:
• د عرفي د ورځي فضيلت په صححيو احاديثو ثابت دى. نو ضرورت نسته چي په ناصححيو احاديثو يې فضيلت څرګند سي.
• حج د ګناهونو د بخښني سبب كيږي خو چي:
الف : تر حج د مخه توبه وايستل سي.
ب : تر حج د مخه د خداى جل جلاله هغه حقوق چي ادا كېدلای سي، لكه لمونځ، روژه او داسي نور، ادا كړى سي.
ج : تر حج د مخه د بنده ګانو هغه حقوق چي وركول كېدلاى سي وركړه سي، يا د هغو لخوا بخښنه وسي.
د : حج مبرور او مقبول او له معاصيو پاك او خالي وي. ريا، سمعه ( د نامه او شهرت مينه )، رفث ( شهواني عمل )، فسوق ( ناوړه فعل ) او جدال ( جنګ جدل ) نه وي پكښي ترسره سوي.
هـ : تر حج وروسته حج وساتل سي او بيا حاجى په معصيت اخته نه سي.
و : او ترټولو مهمه دا ده چي حج په حرامو پيسو نه وي سوى.
• د حج د فضايلو په هكله احاديث او روايات د كبيره ګناهونو پر بخښلو دلالت نه كوي. حقوق العباد او مظالم خولا هلته پرېږده.
• بله خبره دا ده چي په دې هكله روايت سوي احاديث صحت او ثبوت ته نه دي رسيدلي.
• د حج د فضايلو دغسي احاديث بيا نول د علما وو د شان سره نه ښايي او د فقهاوو د قوانينو سره سرنه خوري، بلكي د ناپوهانو د ستر جراءت سبب كيږي.
• په تېره د پورتني حديث په راويانوكي دوه تنه عبد الله او پلار يې كنانه داسي كسان دي چي محدثينو ډول ډول خبري پركړي دي. مثلاً: بخاري رحمه الله د عبد الله په هكله وايې:” حديث يې نه دى صحيح “. او ابن جوزي دغه حديث په موضوعاتوكي راوړى دى او وايې چي د ضعف دليل يې كنانه نومى دى. كوم چي منكر الحديث بلل سوى. ملاعلي قاري او نورو هم ويلي چي په دغه حديث احتجاج ( تمسك ) باطل دى.
البته د خداى فضل او رحمت او دا چي خداى سبحانه وغواړي چي څوك وبخښي دا بېله خبره ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي