برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سریښو ډنډ ته داخیلېدل اسانه؛ خو وتل ورڅخه ډېر سخت دي!

آریانانیوز: له نن څخه، ۱۷کاله وړاندې د ۱۳۸۰لمريز کال د مېزان پر ۱۵مه نېټه د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځي ائتلاف پر افغانستان یرغل وکړ، همدغو بې رحمه یرغل کوونکو د افغانانو د وینو ویالې وبهولې او د ځمکي او هوا له لاري یې زموږ په پاکه خاوره تېری وکړ، دلته جوړ سوچه اسلامي نظام یې رانسکور کړ، ارګ ته یې په غرب کې روزل شوي مزدوران راوستل او زموږ د مسلمان ملت واګي یې همدغو تش په نامه مسلمانو؛ خو په اصل کې د غرب د اهدافو عملي کوونکو ته په لاس کې ورکړې .
یرغلګرو چې بهانه یې د سپټمبر ۱۱ د پېښې غچ اخیستل وو؛ خو وروسته معلومه شوه چې جورج بوش د جګړې تر شروع کېدا څو محدودي ورځې مخکې، نړیوالو ائتلافیانو ته دا خبره وکړه، چې که څوک د دې له پاره له موږ سره په افغانستان حمله کوي چې د سپټمبر د ۱۱ غچ واخلي؛ نو دا فکر دي هیڅ نه کوي؛ ځکه دا جنګ د صلیب او اسلام جنګ دی . همدارنګه نورو نړیوالو ته یې دا په غوږ کې ورکړل، چې موږ به په افغانستان کې نشیې توکې له نشت سره مخ کړو او هلته به یو معتدل او د افغانانو د خوښي وړ حکومت رامنځ ته کړو؛ خو موږ او نړیوال وینو چې د امریکایې یرغل ۱۷ کاله پوره کېږي، د دې پر ځای چې افغانستان کې سوله ، ثبات ، ارامي ، او د افغانانو د خوښي وړ حکومت منځ ته راشي، د یرغلګرو او نړیوالو په خبره د تروریستانو ځاله ختمه شي؛حالت ورځ تر بلي ترینګلی کېږي او په افغانانو کې قومي دښمنی، ژبني تعصبات، نا ارامي، د نشیې توکو زیاتوالی، د اسلامي او افغاني کلتور له منځه تلل، د افغانانو د ژوند سره لوبې او د وینو د ویالو بهېدل، د افغان مېرمنو بې عفته کول، اسلامي شعائرو ته بې احترامي، د تروریستانو په نامه د علماؤ او متدینو مسلمانانو په شهادت رسول؛ دا او دې ته ورته نور ډېر هغه څه دي چې د امریکایې یرغل سره په افغانستان کې همدغو بې رحمه یرغلګرو او د دوی ائتلافیانو وزېږول .
اوس سوال پیدا کېږي چې امریکا په دا ۱۷ کاله جګړه کې خپل هدف ته ونه رسېده ، حال داچې ترېلیونه ډالر یې مصرف کړل، زرګونه عسکر یې له لاسه ورکړل، نړیوال اعتبار یې بایلول، د نړیوالو څو تریلونه قرضداره شوه؛ نو بیا ولي خپلې پښې نه سپکوي دوی خو له افغانستان څخه په وتلو کې ازاد دي څوک خو یې مخه نه نیسي ؟
ځواب : زه فکر کوم چې د بوش هغه خبره چې د جګړې د شروع څخه مخکې یې خپلو ائتلافیانو ته وکړه او ویل یې چې دا جګړه د صلیب او اسلام جګړه ده؛ دا خبره د بوش خپله خبره نه؛ بلکي د نړۍ د یهودو د مشرانو خبره ده ، د بوش له دې خبري دا معلومېږي، چې نړیوالو یهودو او نصاراؤ په ټوله نړۍ کې له کوم اسلامي هیواد څخه وېره نه لرله، یواځې اویواځې افغانستان وو چې دوی پوهېدل چې همدا اسلامي نظام که بقا پیدا کړي؛ نو د ټولې اسلامي نړۍ د مستضعفو مسلمانانو غږ به اوري او له هغوی څخه به دفاع کوي . نو اوسنی جنګ چې مشري یې امریکا په غاړه اخیستي ده؛ خو شاته یې د یهودو مشران ولاړ دي او همدا د یهودو مشران امریکا نه پرېږدي چې دا جنګ ته د پای ټکی کېږدي، ځکه دلته د دي پرځای چې روانه جهادي ډله ضعیفه او له نشت سره مخ کړی؛ بلکي همدغه جهادي ډله د الله په نصرت سره نوره هم قوي، په پوره معنا هوښیاره او د غرب له چلنجونو سره اشنا شوې ده .
دوهم ځواب یې زما په فکر دا دی ، امریکا چې د نړۍ سوپر طاقت ( لوړ قدرت لرونکي ) وچه ځان معرفي کوي، نه غواړي چې له افغانستان څخه په داسې حالت کې ولاړ شي چې نړیوالوته ټیټ سترګې وي . دوی د دې لپاره دلته پاته دي چې ځان ته داسي یوه لاره پیدا کړي چې په هغه لاره کې دوی مات شوي معرفي نشي؛ خو ټول پوهېږي چې غوا توره او شیدې یې سپینې دي .
د سکات مېلر دا خبره چې زه به په افغانستان کې جنګ او دیپلوماسي دواړ مخته وړم ، د دې ښکارندویې کوي چې دوی نور د وتلو لار سنجوي . د سکات مېلر د راتلو سره په ولسي جرګه کې د امریکا سره د قرارداد د بیا غور کولو خبره، دا هم پوښتنه راپورته کوي .
همدارنګه د خلیل زاد راتلل چې بوش د افغانستان جنګ د ده په مشوره او د ده د جوړ کړي پلان سره سم شروع کړی وو او اوس یې بیا افغانستان ته رالېږي؛ له دې دا معلومېږې چې امریکا دا ځل غواړي چې د خلیل زاد په مشوره شروع شوی جنګ دوهم ځل د خلیل زاد په مشوره او د هغه په لاس جوړ شوي پلان سره ختم کړي .
امریکا ته پکار وو چې د روس له مشورو یې ګټه پورته کړې وای ، ریښتیا هم افغانستان د سریښو ډنډ دی ، راتلل ورته اسانه او وتل ورڅخه ډېر سخت دی .
بیا هم مسلمه امته! دا جنګ د اسلام او د صلیب جنګ دی مایوسه کېږۍ مه ، عزم مو قوي او د الله څخه نصرت وغواړي ، ان شاء الله ډېر ژر به دا مغروره امریکا ستاسې له لاسه نړۍ ته ډېره ضعیفه او سپکه معرفې شې .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي