برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د روژې دریمه لسیزه له اوره خلاصون

دروژې میاشت وروستې برخه له اوره دخلاصون ورځې دی، دهغه بنده لپاره چې دالله سبحانه وتعالی رضأ تر لاسه کولو په موخه دروژې حقوق مرعات کړي، دالله سبحانه وتعالی دحکم تابع داري وکړې او دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم)په ورکړل شویو هدایاتو عمل وکړي.
عن أَبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : قَالَ اللَّهُ تبارک وتعالی : كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلا الصِّيَامَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ . . . الحديث ( متفق علیه)
ژباړه: حضرت ابو هریره (رضی الله عنه) روایت کوي : وفرمایل حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم): چې وفرمایل الله سبحانه وتعالی: دبني آدم ټول اعمال دهغه لپاره دي پرته له روژې،یقیناً روژه زما لپاره دی او زه ددې بدله ورکوم…
په دې مبارک قدسي حدیث کې چې الله سبحانه وتعالی دروژه نیونکې کوم ارزښت او مقام بیان کړی هیڅ داندازې نه دی، دبنده ټول اعمال(ښه اوبد) دمحاسبې دي، په ورځ داخرت کې به يې ځواب وینې، دبدو کړنو به بده جزا، دنیکو کړنو دخیر جزا،په بدو کړنو شیطان خوشحالیږي اونیکې کړنې دالله سبحانه وتعالی درضأ لامل ګرځې، په همدې اساس دبنده ټول نیک اعمال دالله سبحانه وتعالی درضأ لپاره وي،چې هره نیکې لس برابره او له هغه زیات تر (۷۰۰) برابرو زیات اجرونه لري، په ځانګړي توګه په روژه کې نفل دفرضو برابر او هر فرض او ویا برابره زیات داجر او ثواب په نسبت حسابیږي، اوس که څوک ووایې ددې الهي پیرزوینو او ورکړي سر بیره الله سبحانه وتعالی په نیکو اعمالو کې روژه ولې ځانګړې کړه؟
یو عامیانه ځواب: یو شخص څو زامن لري، خو په دوې کې یو ځوی مطیع او فرمانبردار دی، شجاعت، میړانه، میلمه پالنه او بندګې يې پلار ته ډیر خوښ وي، په عام محضر کې ددوستانو په وړاندې په ډاګه وايې دا زما ځوې دی، حال داچې هغه څو تنه نور هم دده زامن دي، یاداچې یو تن ډیره میړانه لري دهغه په هکله نور وايې فلان سړی نارینه دی، حال داچې ټول سړي نارینه دي، خو دده ځانګړتیا داسي دی چې نور يې په دې صفت یادوي.
روژه هم داسي عمل دی چې ځانګړتیا لري، داسي یوعبادت دی چې په ځانګړي توګه دبنده او الله سبحانه وتعالی تر مینځ ځانګړې اړیکه دی، په عام محضرکې ،په څرګنده او یواځي توب کې، په پټه او ښکاره داسي معامله دی چې روژه دار پوهیږي او پروردګار يې او هم دریا دخل نفې کوي.
دپورته ذکر شوي حدیث په دویمه برخه کې دروژې ارزښت او مقام ساتلو سپارښتنه شوي…
وَالصِّيَامُ جُنَّةٌ وَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ فَلَا يَرْفُثْ وَلَا يَصْخَبْ فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ فَلْيَقُلْ إِنِّي امْرُؤٌ صَائِمٌ…(متفق علیه)
ژباړه: روژه سپر دی ( په دنیا کې دشیطان له خطرناکه حملونه او په اخرت کې داورله سوزیدونه) له تاسو نه چې دچا روژه وي؟ هغه دې سپکې او بې ځایه خبرې نه کوي اونه به شورو غوغا جوړوي، که څوک هغه ته بد رد وايې او یا دجنګ کولو هڅه کوي ، دی د په ارامه فضأ کې ورته ووایې: زما روژه دی (دبې ځایه خبرو ،ناندرو او لاس لګولونه مې هم روژه دی)
د مبارکې روژې دوه لسیزې تیریدو سره دریمه لسیزه چې له اوره دخلاصون لسیزه بلل شوي په دې کې دمعمول عباداتو سر بیره ځینو علماءکرامو دلاندې دُعا الفاظ دزیات ذکر سپارښتنه کړي.
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ إِنْ عَلِمْتُ أَيُّ لَيْلَةٍ لَيْلَةُالْقَدْرِ مَا أَقُولُ فِيهَا؟ ، قَالَ علیهم السلام: قُولِي: اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي. (رواه الترمذي، ابن ماجه، الحاكم، أحمد و…)
ژباړه: له سیده عایشه صدیقه(رضی الله عنها ) نه روایت دی چې وايې: ما عرض وکړ: اې دالله رسوله(صلی الله علیه وسلم)! که مونږ وه وینو چې داشپه، دقدرشپه دی، څه ووایو په دی شپه کې؟ ، رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: ووایاست: اې الله(جل جلاله) ته کریم بخښونکی يې،بخښنه دخوښه دی مونږ ته بخښنه وکړې.
علماء کرام دهمدې مبارک حدیث دکلماتو له ترکیب نه په ځانګړې توګه دا دُعا اخستي ، دروژې د دریمې لسیزې ځانګړې دُعا بللې او هم د زیات ذکر سپارښتنه کړې ده (اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي.)
الله سبحانه وتعالی پخپل رحم اوکرم دا میاشت مومنانو لپاره رحمت، مغفرت او له اوره دخلاصون ګرځولی ده او هم يې په رحم او کرم په دی مبارکه میاشت کې یوه شپي ته داسی مقام او اعتبار ورکړی چي عبادت يې د ۱۰۰۰ میاشتو نه غوره دی .
دیو سالم انسان عمر چې په اټکل سره اوږد هم شي له زرو میاشتو يې روغتیايې اړخ په هغه قوت نه پاته کیږی چې ټوله شپه قیام او دورځی روژی اوعبادات ترسره کړي ، مګر دالله (جل جلا له) په فضل او کرم دیوی شپی په عبادی هڅه تقریباً د۸۳ کالو او څو میاشتو پر له پسی دعبادت پوره آجر او امتیاز تر لاسه کولای شو!
دقدر مبارکه شپه درمضان په میاشت په ټولو شپو کې پټه ده او بیا په ځانګړې توګه وروستۍ لسیزې په طاقو شپو کې ، که مونږ هر شپه چي توان مو وشی او په دی امید دالله سبحانه وتعالی رضا په خاطر کینو امید دی چې الله سبحانه وتعالی دقدر شپي برکت او فضیلت نه مو برخمن کړي.
یا الله (جل جلاله) موږ او زمونږ ټول مړی او راتلونکې نسلونه له اوره وژغورې. آمین

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي