برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جګړې په ډګر کې څه روان دي؟

((د ټرمپ ستراتيژي او د نکولسن ګواښونه هسې هوایي خبرې))
په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو او د هغوی په خلاف د افغان جهادي مبارزینو تر منځ جګړه روانه ده، د جګړې یو اړخ امریکایان او د هغوی په اکمال او قومنده روان داخلي عسکر دي او بل اړخ هغه هغه عام افغاني مجاهدین دي چې مطبوعات یې طالبان بولي خو په حقیقت کې د افغان اولس له ازادي غوښتونکي اکثریت څخه نمایندګي کوي.
د پسرلي په رابریدو سره که له یوې خوا امریکایي جنرال نیکولسن د سختو جګړو ګواښونه کول، بل اړخ ته طالبانو بیا ویل چې له اشغالګرو سره مقابلې ته بشپړه امادګي لري او د ټرمپ ستراتيژۍ یې په مورال هیڅ اغیز نه دی کړی. طالبانو د ثور د میاشتې په پنځمه نیټه د الخندق په نوم پوځي عملیات اعلان کړل چې ورسره یې د هیواد په لراوبر کې پراخ پوځي بریدونه هم پیل کړل.
که څه هم د طالبانو ورځنۍ حملې په درست افغانستان کې روانې دي. خو د الخندق عملیاتو له پیل سره په بدخشان، غزني، زابل او فاریاب کې جګړو کاملا بل شکل غوره کړی او د طالبانو حملې تر پخوا پراخې او بریالۍ بریښي. په بدخشان کې طالبانو په څلورو ولسوالیو راغستان، تشکان، کوهستان او شهداء ولسوالیو کې په یو ځل پراخ عملیات شروع کړل. د بدخشان چارواکو وویل چې طالبانو خپله ځانګړې قطعه دې ولایت ته راوستې او پریکنده بریدونه یې پیل کړي دي. د بدخشان په حملو کې طالبانو د کوهستان ولسوالي مکمله ونیوله او په نورو ولسوالیو کې یې هم ډیرې سیمې د حکومتي عسکرو له واکه وایستلې. د بدخشان جګړه لا هم روانه ده، دمی میاشتې په اوومه په پارلمان کې د بدخشان استازې فوزیې کوفي وویل چې په دې جګړو کې تر اوسه تر سل زیات دولتي عسکر وژل شوي دي.
طالبانو دغه راز په غزني ولایت کې هم پراخ بریدونه پيل کړي. د افغانستان په جنوب ختیځ کې د پکتیکا ولایت ته اکمالاتي لار د غزني د شلګر له سیمې تیرې شوې ده. طالبانو دغه لار د چهاردیوال او د غزني د مرکز مربوط ارزو په سیمه کې تړلې ده. دا څو ورځې کیږي دولتي ځواکونه هڅه کوي چې دغه لار خلاصه او په پکتیکا کې بند دولتي عسکرو ته اکمالات وکړي خو طالبانو د دغې لارې کنترول مکمل په لاس کې اخیستی.
پرون د طالبانو ویاند رسنیو ته وویل چې د جګړې د پیل په پنځمه ورځ لا هم د ارزو او اندړو ولسوالۍ په ساحه کې جګړه روانه ده طالبان وایي تیره ورځ یې له کابله د راغلې حکومتي کومکې قوې ۷ ټانګان ویشتلي او لسګونه عسکر یې وژلي دي. له کابله راغلیو کومکي ځواکونو د شلګر په نظرخان، بدوانو، عالموالو او زاړه ښار سیمو کې ولسي سیمې په توپو ویشتلي او خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي.
بل اړخ ته د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې هم طالبانو بریدونو ته زور ورکړی، تیره ورځ د فاریاب ځایي چارواکو رسنیو ته وویل چې ددوه زره په شاوخوا کې طالبانو د دې ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې سرتاسري عملیات پیل کړي. پرون د سه شنبې په ورځ طالبانو په بلچراغ کې د ولسوالۍ د مرکز په شمول ګڼ شمیر پوستې ونیولې، تر شلو زیات دولتي عسکر یې ووژل او دیرش تنه یې ژوندي ونیول. په بلچراغ کې طالبانو د توغلمش او کولیان سیمې هم نیولي دي، کولیان سیمه چې شاوخوا ۷۵۰۰ کورونه په کې ژوند کوي د فاریاب یوه له ګڼ میشتو سیمو څخه ده.
تیره ورځ د هیواد په مرکزي ولایت بغلان کې طالبانو د تاله و برفک ولسوالي هم مکمله ونیوله. ویل کیږي چې په تاله وبرفک کې طالبانو لوی مقدار مهمات او وسلې هم په لاس ورغلي دي. بل اړخ ته په زابل ولایت کې هغه دولتي قوه لا هم په لرې پرته دایچوپان ولسوالي کي محاصره پاته ده چې دې سیمې ته د عملیاتو لپاره تللې وه. وړمه ورځ چې د پارلمان لخوا د ملي امنیت، دفاع وزارت او داخله وزارت مسؤلین د پوښتنو لپاره غوښتل شوي وو، دغو امنیتي مسؤلینو هم د جګړې له بد وضعیت څخه شکایت وکړ او ویې ویل چې د حکومتي عسکرو د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
د می میاشتې په اوومه د ولسي جرګې په غونډه کې کې د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د اردو له ډلې تر ۲۵۰ ډېر عسکر وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل، په تېرو اوو ورځو کې د طالبانو له لوري ۲۶۴۰ لوی او واړه بریدونه شوي چې پکې د ملي اردو ۱۳۱ عسکر، د پولیسو ۱۱۵ عسکر او د ملي امنیت شپږ تنه وژل شوي دي. د بهرامي په خبره په دې بریدونو کې د ملي اردو ۲۳۹ عسکر، د پولیسو ۱۱۷ عسکر او د ملي امنیت ۳۷ تنه ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په تیرو څو میاشتو کې اشرف غني او امریکایي جنرال نیکولسن پرلپسې د پوځي بریاوو دعوې کولې او ویل یې چې د جګړې په ډګر کې یې ابتکار په لاس کې اخیستی. مګر له عیني وضعیت څخه داسې معلومیږي چې د ټرمپ ستراتيژي او د نکولسن ګواښونه هسې هوایي خبرې وې چې ورسره د اشرف غني د نظام پایې نورې هم لړزانده شې او ورځ تر بلې سیمې له لاسه ورکوي.

شریک یي کړئ!