برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جګړې د ختمېدو لپاره امریکا باید پر سیاسي حل تمرکز وکړي

آریانانیوز: یوه امریکايي پوځي شنونکې وايي که امریکا د نظامي ټینګار پر ځای پر سیاسي حل تمرکز وکړي، په افغانستان کې پیل کړې جګړه ختمولی شي.



رابیکا زمېرمان ویلي، د یو کال په تېرېدو سره معلومه شوه، چې د امریکا دې ستراتېژۍ چې ډېر زور يې پر جګړه و، له ناکامي پرته څه پیدا نه کړل.
هغې د افغان حکومت وضعیت هم ګډوډ ښوودلی او د دې حکومت د واک شریکان يې مخاطب کړي چې لومړی باید پخپلو کې یوه خوله شي بیا له طالبانو سره خبرو ته لستوڼي را بډوهي.
د دې پوځي شنونکې په باور د افغان حکومت په منځ کې وضعیت کړکېچن او ستونزې ډېرې شوې دي.
په ورته وخت کې ویل کېږي د جنرال جان نېکولسن پر ځای ټاکل کېدونکی امریکايي قومندان هم کابل ته راغلی او د حکومت له مشرانو سره يې لیدلي دي.
مېلر وړاندې تر دې هم په افغانستان کې د جګړې برخه وال و او دلته يې پوځي کوچني ماموریتونه ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې دی چې امریکا له طالبانو سره د مقدماتي مخامخ خبرو د پیلېدو خبر، نږدې میاشت وړاندې ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي