برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د بشری حقوقو ځانګړی راپورټراو د لویدیځ دوه ګوڼوالی

آریانانیوز: له بیلابیلو رسنیو په تیره بیا بی بی سی (BBC)سره د جاوید رحمان بیا بیا مرکې دهغه چوکاټ خلاف ورزۍ ده چې د ملګروملتونو د راپورټر لپاره بیان شوی دی .


په دغه بیانیې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې دایران لپاره د ځانګړی راپورټر انتصابیدل هیڅ ډول منطقی او قانونی توجیه نلری ویل شوی دی که چیرې د بشری حقوقو ستره کمشنرۍ ونه توانیږی جاوید رحمان له خلاف ورزیو منع کړی ددغه راپورټر په زمینه کښې د ملګروملتونو د بشری حقوقو له شورا سره دایران په پراخې ملګرتیا کښې بیا کتنه کیږی .
نن سبا یو(۱) ترټولو مهم بحث چې له نړیوالو ټولنو او دملتونو له عمومی افکارو سره نږدې ارتباط لری د بشری حقوقو موضوع ده .
داسې موضوع چې د ملګروملتونو له جوړیدا درې(۳) کاله وروسته د عمومی اسمبلۍ د پام وړ وګرځیدله او د بشری حقوقو نړیواله اعلامیه چې هدف یې د نړۍ دټولو خلکو لپاره د برابرو ازادیو او حقوقو ټینګول او تضمینول وو د ۱۹۴۸ میلادی کال د دسمبر په لسمه(۱۰) نیټه تصویب شوه .
خو له هغو ټولو لاسلیکونو سره سره چې د نړۍ هیوادونو د بشری حقوقو په نړیوالې اعلامیې کړی دی په اوس وخت کښې بشری حقوق د سیاسی مقاصدو د پرمخ بیولو لپاره په یوه (۱)اوزار بدل شوی دی .
د ټولنیز عدالت اوسولې فعال او څیړاند رابرټ فانټینا د بشری حقوقو ددوه ګوڼوالی په شننه کښې وایی کله چې د بشری حقوقو خبره کوو باید لومړۍ ووینو چې څه معنا لری .
د بشری حقوقو نړیواله بیانیه د امریکا په شمول اتوڅلویښتو (۴۸)هیوادونو تصویب کړه .
په دغه بیانیې کښې د بشری حقوقو اصول په جزیاتو سره لیکل شوی دی چې باید په نړیواله سویه دهغو ملاتړ وکړو .
دامریکا لخوا هره ورځ د بشری حقوقو خلاف ورزۍ او د اسرائیلو او د سعودی عربستان په شان له ماشوم وژونکو رژیمونوسره غږملتیا او ملاتړ دامریکا چې د بشری حقوقو ادعا کوی د کارنامې یوه(۱) برخه ده .
دغه دوو (۲) ګوڼوالو د بشری حقوقو د پړاویزې څیړنې په شمول په نړیوالو لارو چارو د نړیوالو اعتماد کمزوری کړی دی او په ضروری وختونو کښې دهغوې اثر شیندنه یې تر پوښتنې لاندې وروستلی ده .
دبشری حقوقو نړیوال پړاویز سازوکار په ټولو هیوادونو کښې د بشری حقوقو د ګرافونو له لوړتیا سره د مرستې په هدف سره رامینځته شو خو د ځانګړی راپورټر ټاکل چې یوازې د محدود شمیر هیوادونو په هکله اعمالیږی د بشری حقوقو په حوزه کښې د دوه ګوڼوالی او دخپلې خوښې دکړچار ښودنه کوی .
په بل عبارت باید ووایو د ملګروملتونو د ویاړ د غمی (نګین)په توګه د بشری حقوقو شورا د خپلې خوښې په اقداماتو سره عملا د بشری حقوقو د مدعی ځینو لویدیځو هیوادونو په سیاسی اوزار بدله شوی ده .
د خپلواکه هیوادونو پرضد د بشری حقوقو په راپورونو کښې د دوه ګوڼه معیارونو اعمالیدل او د خپلې خوښې کتنه سیاسی دوه ګوڼوالی او دوکه ورکول دی چې سبب شوی د بشری حقوقو د ادارو کړچار او اعتبار له زیاتو شکونو سره مخامخ شی .
د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د تیر میلادی کال دمی د میاشتې په ۲۳ نیټه د حکومت له یوشمیر چارواکو او مقاماتو او د قواو له مشرانو سره په کتنې کښې د بیل کلینټن په وخت کښې په امریکا کښې د «داودی» فرقې د غړیو د سوځولو ، د عراق په ابوغریب او په ګوانتانامو بندونو او په افغانستان کښې دامریکا په یوه زندان کښې د بندیانو په بوږونکی ډول د شکنجه کولو او ساتلو په شان موردونه او د وسلو د جوړولو دشرکتونو د ګټو په دلیل په امریکا کښې د وسلو په ازادۍ سره خرڅولو ، له تورپوستو سره د امریکا د پولیس څاروی ډول کړچار او دداعش په جوړولو او ملاتړ کښې دامریکا اغیز شیندونکی رول ، دغزې د تړانګې د وروستۍ وژلې په شمول دخلکو په وژلو کښې د صهیونیسټ رژیم مرسته او د بحرین د خلکو په ځپلو او د یمن دخلکو په وژلو کښې له سعودی عربستان سره مرستې او ملاتړ ته اشارې سره ټینګار وکړ ملګری ملتونه که چیرې ملګری ملتونه دی او د امریکا له رژیم سره اړونده نه دی باید دغه دوسیې په جدی ډول تعقیب کړی او خپلې تیرې سستیانې جبران کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي