برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکايي مشاورینو د مشاورت لومړنۍ نتیجه

خبري رسنۍ د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قومندان په حواله خبر ورکوي چې امریکايي الوتکو د یادې ولسوالۍ د دفتاڼو کلي پر یوې دیني مدرسې بمبار کړی چې له امله یې خواوشا ۱۰۰ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ تنو زیات مرګوني ټپیان دي.



د رسنیو د خبر له مخې د دشت ارچي ولسوال نصیرالدین سعدي او امنیه قومندان نیازمحمد عمر خیل ویلي چې دا بوږنوونکې پېښه پرون غرمه هغه مهال رامنځته شوه چې کله امریکايي الوتکو په یاد کلي کې د یوې دیني مدرسي د قرآن کریم د حافظانو د فراغت غونډه په نښه او له امله یې په غونډه کې پر موجودو حافظانو سربیره د هغوي مدرسین، دیني علماء او د سیمي زیات شمیر ولسي خلګ ووژل شول.
د دشت ارچي پر ولسوال او امنیه قومندان علاوه د کندوز ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي هم د پیښې د تائید ترڅنګ په هغې کې د ګڼو ولسي کسانو د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.
په تیره یوه اونۍ کې دا د خپل نوعیت له مخې د وهمه پیښه ده چې امریکايي او دولتي ځواکونه دیني مدارس په نښه کوي چې له امله یې یو شمیر دیني عالمان او د هغوی زده کوونکي ( د قرآن کریم حافظان) په بوږنوونکي ډول وژل کیږي.
دا چې د ولایت امنیه قومندان او په سیمه کې نور مهم دولتي چارواکي د امریکایانو لخوا پر دیني مدرسې او په هغې کې د قرآن کریم د حافظانو پر وژل کیدو شاهدي ورکوي نور به د امریکايي ځواکونو د خپل سري او جنایت تر دې بل کوم ژوندي ثبوت ته اړتیاوي.
د ولسي خلګو ، دولتي سرتیرو او د ولس د غم او ښادۍ له تجمعاتو بمبارولو وروسته اوس د ټرمپ د ستراتیژۍ د پلي کیدو په حال کې د امریکايي بمباریو ترکیز پر دیني مدارسو او مساجدو متمرکز شوی چې له تیرو اوو میاشتو راهیسي یې د هیواد په بیلابیلو برخو کې متعددې بیلګې لیدل شوې دي.
ګد حکومت چې په تبلیغاتي لحاظ یې ټول زور د سولې په نوم غونډو او کنفرانسونو باندې دی، ښايي د کندوز د اوسنۍ خونړۍ فاجعې په وړاندې یې مهم غبرګون د هغې په اړه د یوه بي صلاحیته پلاوي د ټاکلو اعلان وي چې د جنایت تر سره کوونکو په اړه د هیڅ کولو عملي توان نه لري.
افغانستان ته د امریکايي جنګي مشاورینو تر راتګ وروسته د کندوز فاجعه لومړنۍ پیښه ده چې ښايي د همدې مشاورینو د لومړنیو مشورو په ترڅ کې رامنځته شوې وي.
په دې کې هیڅ شک نشته چې تر دې وروسته د افغانستان دیني مدارس، مساجد او دیني تجمعات د امریکايي مشاورینو د نویو مشورو پر اساس د افغان او امریکايي ځواکونو د بریدونو لومړني اهداف وي.
د دیني مدارسو او مساجدو په نښه کول د امریکایانو لپاره له دوو وجو لومړیتوب لري:
لومړی: د مسلمانانو د مذهبي مراکزو په حیث د هغوی تخریبول د امریکايي ځواکونو د یوه وظیفوي مأموریت په توګه.
دوهم : د دیني مدارسو او مساجدو په تخریبولو سره د افغانانو په منځ کې د مذهبي احساساتو په را پارولو سره د جګړې ګرمول چې د ټرمپ د جنګي تګلارې د یوې برخې په توګه عملي کیږي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي