برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دولسي افغانانو پر وژنې د افغان حکومت شرمناکه چوپتیا

آریانانیوز: د ولسي وګړو په وړاندې د امریکايي ځواکونو د بریدونو او بمبارونو په دوام کې وړمه شپه هغوی د دولتي ځواکونو په ملتیا د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ د چوکام پر کلی برید کړی چې له امله یې د کلي اوسیدونکو ته درنه مرګه ژوبله اړولې ده.


د پیښې د عیني شاهدانو د وینا پر اساس په یادو عملیاتو کې تر ۲۰ زیات کلیوال ، چې د هغو له جملې څخه ۶ ښځې او ۷ ماشومان دي وژل شوي او یو شمیر نور یې ټپیان دي.
د کونړ له پیښې سره هم مهاله د پنجشنبې د ورځې په ماښام بهرنیو ځواکونو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د سره ګودر په سیمه کې د ډرون په وسیله یو موټر په نښه کړ چې له امله یې د موټر چلوونکی په ګډون دری تنه سیمه ییز روغتیاپالان هم ووژل شول.
تر دې برید دوې اونۍ وړاندې د هلمند په همدي ولسوالۍ کې پر یوه کور باندې د امریکايي الوتکې د بمباري له امله د په نښه شوي کور۳۰ تنه غړي ووژل شول.
خو د دغو ټولو بوږنوونکو پیښو په وړاندې دولتي مسؤلو چارواکو هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د دغو بریدونو د قربانیانو په وژل کیدو باندې ځان خبر کړی دی.
دولتي چارواکي پوهیږي چې بهرني ځواکونه دغه ټول جنایات د هغه شرموونکی امنیتي تړون د توافقاتو له مخې کوي کوم چې ښاغلي اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړۍ ورځ د خپل لومړني فعالیت په توګه ور سره لاسلیک کړ.
د هماغه ننګین تړون په متن کې په واضح ډول بهرنیو ځواکونو ته په افغانستان کې د هرډول جنایت له تر سره کولو څخه قضايي خوندیتوب ورکړل شوی دی، چې یاد ځواکونه اوس د هماغه مصؤنیت له مخې په بیغمه زړه افغانان وژني او په خلاف یې بشر ضد جنایتونه تر سره کوي.
یواځې دولتي چار واکي نه دي چې د امریکايي ړندو بمباریو او شپنیو بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو ولسي افغانانو په وژنې یې چوپتیا غوره کړې؛ بلکې له هغوی سره د بشري حقونو د دفاع اړونده مؤسسې او هغه سازمانونه هم شریک دي کوم چې په ښکاره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دغه بشر ضد جنایات د سر په سترګو ویني خو د مخنیوي او یا هم د عملي تقبیح په اړه یې هیڅ اقدام نه کوي.

شریک یي کړئ!