برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دملی یووالی حکومت ته یوه کتنه

دیولررپوټونوله مخی د ولسمشر اشرف غنی او د اجرایی مشر عبدالله عبدالله ترمینځ اختلافات ورځ تر بلې په زیاتیدا دی.


هر څومره چې دافغانستان د ملی یووالی دحکومت پړاو ختمیدا ته نږدې کیږی دغه اختلافات به په تبلیغاتی جنګ یا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په یوه کمپاین (campaign)بدل شی .
نوی مسله د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره د انرژۍ او د اوبو د وزیر علی احمد عثمانی ترمینځ وه چې بالاخره په تیرې شنبې ورځ د ولسمشر اشرف غنی د حکم پراساس له کاره څنګ ته کړی شو او دهغه یو(۱) مرستیال ددغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو .
خو دافغانستان اجرایی مشر عبدالله عبدالله وویل چې علی احمد عثمانی به د انرژۍ او د اوبو د وزیر په توګه خپل کار ته دوام ورکړی .
دافغانستان د انرژۍ او د اوبو وزیر علی احمد عثمانی د ده دڅنګ ته کولو لپاره د ولسمشر اشرف غنی له حکم وروسته هم د وزیر په توګه یوه(۱) پروژه پرانیستله او د بلخ د پخوانی والی عطا محمد نور تجربه یوځل بیا په هیواد کښې تکرار شوه په دې توپیر سره چې دا ځل اجرایی مشر عبدالله عبدالله د علی احمد عثمانی شا ته ولاړ دی خو د بلخ د پخوانی والی عطا محمد نور په پیښه کښې دعبدالله عبدالله دریځ کاملا اپوټه وو .
هرڅومره چې د افغانستان دملی وحدت د حکومت د پړاو نیټه ختمیدا ته نږدې کیږی د حکومت په غیر طبیعی جوړښت کښې د موجودو سیالانو ترمینځ به سخته سیالۍ یوځل بیا پیل شی .
دافغانستان په ملی یووالی حکومت کښې دوو(۲) موجودو ټیمونو لومړی دوه نیم کلونه دواک د ویش په سر په زور ازمویلو تیر کړی دی خو په دې خاطر چې د کابل حکومت په کامل ډول نسکور نشی دواړو ټیمونو د څه مودې لپاره له یوبل سره ګوزار کړی ده خو د حکومت په اخرې کال کښې به بیا د اختلاف وړ د مسائلو پر سر ښکیل وی او د ملی وحدت دحکومت هر یو اصلی مشر به دډیرو امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره قومی تعصباتو ته د لمن په وهلو کښې هیڅ پروا ونلری او ددغو اختلافاتو د زیاتیدا اصلی علت د وسله والو مخالفینو او د هیواد په څه دپاسه نیمایی برخې دمخالفینو سلطه او په قدرت کښې د دواړو ټیمونو قدرت او امتیاز غوښتنه هم ده .
په همدې دلیل ده چې دافغانستان امنیتی ځواکونو دجنګ په ډګر کښې خپله روحیه او انګیزه له لاسه ورکړی ده او طالبان په ډیرې اسانۍ سره د هغوې اډې او مرکزونه نیسی او دجنګ ټول ضرورتونه له همدغو اډو او مرکزونو تامینوی .
دغه راز هره ورځ دافغانستان څه دپاسه سل (۱۰۰)ښاریز دیوه ناروا او نه تعریف شوی جنګ له کبله چې د پردیو د ګټو او هدفونو په لړ کښې روان دی وژل کیږی .
حقیقت دا دی د افغانستان حکومت او واک چې د اشرف غنی او د عبدالله عبدالله په مشرۍ دوو(۲) ټیمونو ته سپارل شوی دی د افغانستان دخلکو د رایو پراساس او د ملی ګټو په لړ کښې نه وو بلکې له ډیموکراټیکې پروسې بهر او د امریکا د غوښتنو د تامینولو لپاره د واشنګټن دیوې نسخې او پلان پراساس د کابل اوسنی حکومت جوړ شوی او د کابل د حکومت د دواړو ټیمونو مشران اشرف غنی او عبدالله عبدالله له امریکا سره ژمنه کړی وه چې دامریکا ګټو ته به وفاداره وی او امریکا ته دهمدغه ژمنې پراساس وو چې دافغانستان د ملی یووالی حکومت د لوړې له مراسمو او د کار له پیلولو دوه(۲) ورځې وروسته له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک کړ او دغه امنیتی تړون نه یوازې په افغانستان کښې دامنیت د تامینیدا سبب نشو بلکې هلته امنیت نور هم پسې خراب شو او دا ډول حکومت د خپل کار له پیلیدا راهسې تراوسه له امنیتی او اقتصادی نظره د خپل ملت په وړاندې هیڅ مسولیت نه دی احساس کړی او دغه ستر ظلم چې دامریکا لخوا د ملی یووالی دحکومت په نوم د افغانستان له خلکو سره وشو شاید دافغانستان په تاریخ کښې هیڅ مخینه نه وی لرلی ځکه چې دغه کار د بشری حقوقو او د ډیموکراسۍ په پوښښ کښې شوی دی .
حتی دامریکا د ټیټې سویې یو (۱)چارواکی چې هم کله د افغانستان دملی وحدت دحکومت په وخت کښې په کابل کښې د بګرام هوایی اډې ته ورځی نو د حکومت د دواړو ټیمونو مشران منډی وهی چې ځانونه بګرام اډې ته ورسوی چې له خپل معشوق سره کتنه وکړی .
په زړه پورې خبره دا ده چې دافغانستان د حکومت دواړه ټیمونه دامریکا د هدفونو ، ګټو او د ستراتیژیو په ارتباط غږمله دی او یوشان نظر لری خو دوې د افغانستان د مسائلو په ارتباط تل له یوبل سره اختلافات لری .
که چیرې دافغانستان خلکو له دغه حالته د عبرت درس اخیست نن سبا به د هیواد سیاسی او پوځی مشرۍ د امریکا په لاس کښې نه وه او که چیرې دغه حالت دوام ولری او خلک ، سیاسی ګوندونه او مدنی فعالان د غفلت له خوبه ویښ نه شی دغه حالت چې اوس دی لا پسې خراب شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي