برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

حکومت دثورد اتمې په مناسبت زرګونه بندیان خوشی کوی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس حکومت اعلان کړی چې زرګونه زندانیان د غويي میاشتې د اتمې یا د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې د افغانانو د جهاد بریا په مناسبت خوشی کوی.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ويلي چې دا پرېکړه د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت رهبرۍ غونډه کې شوې ده
په دغه اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه چی په ارګ کې، ترسره شوه. په دې غونډه کې د غویي د اتمې یانې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پر وړاندې د افغانانو د برحقه جهاد د بریالیتوب په مناسبت د بندیانو د بښنې فرمان نهایي شو، چې له مخې به یې زرګونه زندانیان ازاد شي
ارګ ويلي د حکومت د رهبرۍ غونډې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د افغانستان د زندانونو عمومي رئیس ته دنده وسپارله چې د دې فرمان جزئیات د رسنیو له لارې ولس سره شریک کړي. په اعلامیه کې ويل شوي چې دغه اقدام د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د هغه توشیح شوي فرمان په تعقیب کېږي چې له امله یې په تېرو دوو اونیو کې د هیواد له مختلفو زندانونو څخه زرګونه بندیان خوشې شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي