برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حکومت د مشرانو تر منځ اختلاف جنجالونه

د مشرانو جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي وايي د حکومت د شریکانو تر منځ اختلاف ستونزې نورې هم ډېرولی شي.


هغه وايي د حکومت دواړه مشران باید په اوسني وضعیت کې خپلمنځي اختلافات یوې خواته کړي.
د ده په وینا ولایتونه او ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي، د کډوالۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو سربېره د دوی تر منځ ناندرۍ وضعیت لا کړکېچن کولی شي.
پرون د وزیرانو شورا ناسته کې عبدالله عبدالله غیر مستقیم محمد اشرف غني تر توندو نیوکو لاندې ونیو او د هغه اعلی سرقومندانۍ يې په لټۍ تورنه کړه.
تر دې وړاندې هم اجراییه رییس د برېښنايي تذکرو د وېش پر سر له محمد اشرف غني سره اختلاف وکړ او هغه يې د خلکو په غولولو تورن کړ.
سیاسي او پوځي شنونکی عتیق الله امرخېل وايي، د حکومت د مشرانو تر منځ پر بې اتفاقۍ سربېره حکومت په ټوله کې خورا کمزوری دی.
د هغه په خبره له دې ګډوډۍ او د ادارې له نه شتون نه، امنیتي ځواکونه متاثره کېږي، په پایله کې د طالبانو روحيه لا پیاوړي کېږي، ځکه خو يې بریدونو هم شدت موندلی.
د حکومت دواړه مشران په داسې حال کې یو ځل بیا پخپلمنځي ناندریو سر شوي، چې همدا شېبه د فراه ولایت سقوط ته نږدې دی.
د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختور څو ساعته وړاندې رسنیو ته وویل، چې طالبان د ښار په په اتیا سلنه واکمن شوي، د ملي امنیت ریاست ودانۍ يې نیولې او اوس د زندان په لوري په حرکت کې دي.

شریک یي کړئ!