برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دفلسطینیومبارزو ډلوغبرګون دقدس په ضد دټرمپ د نوی دسیسې په وړاندی

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د چارشنبې په ورځ دفلسطین دموضوع دحل لپاره دخپل وړاندیزی پلان په باب پخپلې وینا کې د صهونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دنیواکی قدس دمعرفی کولو په زمینې کې خپلې فیصلې ته په اشارې سره وئیلی دی ،مونږ به کلی توګه دقدس موضوع د خبرواترو له میزه حذف کړې ده .
دفلسطین اسلامی مقاومت غورځنګونو حماس او فتح په دې باب د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې چې د قدس موضوع ئې د خبرواترو له میزه لیرې کړې ده ، په سخته محکومې کړی دی .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د چارشنبې په ورځ دفلسطین دموضوع دحل لپاره دخپل وړاندیزی پلان په باب پخپلې وینا کې د صهونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه دنیواکی قدس دمعرفی کولو په زمینې کې خپلې فیصلې ته په اشارې سره وئیلی دی ،مونږ به کلی توګه دقدس موضوع د خبرواترو له میزه حذف کړې ده .
دفلسطین دفتح غورخنګ مسئولانو هم وئیلی دی ، دفلسطین د هیواد دپلازمینې په توګه دقدس په نظر کې له نیولو پرته به هیڅ حل لاره وجود ونه لری .
د ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې ،د پیړۍ د معاملې د اجرا او دفلسطینی هیواد دپلازمینې په توګه دقدس د حذفیدا په باب د امریکا دخیالی خبرو او له صهونیسټ رژیمه دسپینې ماڼۍ دهماغه پلوی سیاست په چوکاټ کې دی . په دې باب دامریکا د ولسمشر څرګندونې چې دقدس موضوع ئې دخبرواترو له میزه حذف کړې ده ، ، دپیړۍ د معاملې په چوکاټ کې دفلسطین د حذفولو لپاره د ډونالډ ټرمپ د سترو دسیسو په چوکاټ د ارزونې وړ دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ ،واک ته له رسیدو وروسته ،پخپلو لمسؤنکو اقداماتو سره،د مینځنی ختیځ پشمول سیمه ایزو او نړیوالو شخړو ته لمن وهی .د فلسطین بحران هم نه یوازې له دې قاعدې مستثنا نه دی،بلکې دا موضوع ،د قدس د موضوع په چورلیزتوب سره،د امریکا د دسیسه ګرو سیاستونو په مرکز کې شامله شوی ده .دپیړۍ دمعاملې څخه موخه ، د فلسطین دموضوع هیرول او د دښمن دهویّت بدلول دی .
دقدس په پلازمینې دیوه خپلواکه فلسطینی هیواد له جوړیدا په برخمنیدا کې له خپل مسلم حقه د لاس په سر کیدا ته دفلسطینیانو په مجبورولو کې د ډونالډ ترمپ فضا جوړونې،په داسې حال کې دی ، چې قدس د فلسطینیانو ، دعربی ملت او د اسلامی امت په زړونو کې ځای لری او حتی که ټرمپ وتوانیږی ،قدس دخبرواترو له میزه لیرې هم کړی ، نو هیڅکله به ونه توانیږی ، چې له زړونو ئې لیرې کړی .
داپه داسې حال کې دی چې دقدس په پلازمینې دیوه خپلواکه فلسطینی هیواد جوړیدا هم د هرفلسطینی هیله ده او د دغې چارې دپوره کیدا لپاره هڅه کوی . بې شکه قدس دملی او دینی مفاهیمو له پلوه دفلسطینیانو لپاره یو خورا چورلیزې موضوع د ه او همدا مسئله لامل شوې ده ټوله فلسطینۍ پرګنې ، په یوه خاص حساسیّت سره دغې موضوع ته توجه ولری او خپل ژوند او هرڅه د دغې سپیڅلی موضوع د دفاع او دغهر از د هغه په ضد د درستو دسیسو دشنډولو په لا ره کې قربان کړی .
قدس دفلسطینیانو دمقاومت او او انتفاضې یوه راخوټیدونکی موضوع ده او دفلسطینیانو په درو کې دوه انتفاضې هم په مشخص ډول د قدس په باب دی . د ډونالډ ټرمپ دسیسې د فلسطینیانو ددریمې انتفاضې له پراخولو پرته چې د قدس په باب د هغه دفیصلو په غبرګون کې کې پیل شوی ، بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې . د پیړۍ د معاملې په توګه دټرمپ ددسیسه ګر پلان مطرح کیدا، دفلسطینیانو په ضد دامریکا دغلیمانه سیاستونو ژوروالی ، دهغوی پر حقوقو د سترګو پټول ، او دغه راز پر نړیوالې ټولنې ئې تپل ښئ .
د فلسطین دآزادۍ جبهې (پی ایل او) داجرائی کمیټې یوه مسئول مقام احم د مجدلانی په دې زمینې کې وائی ، دپیړۍ دمعاملې په توګه د مینځنی ختیځ دسولې دبهیر په باب دامریکا وړاندیزونه په حقیقت کې دفلسطین دقضیې په تیره بیا دقدس په با او دغه راز د فلسطینیو کډوالو دستنیدا دحق په باب د فلسطینیانو دحقوقو هیرول او پرې سترګې پټول دی .
دامریکا دنوی سازش مطرح کیدا په داسې حال کې د ډونالډټرمپ دحکومت په وسیله برابر شوی ، چې او ډیره زر به نندارې ته وړاندې شی ، چې د ا د فلسطین د موضوع په مقابل کې د امریکا، لویدیځی حکومتونو او ځینو عربو واکوالانو دمخکینیو پلانونو بشپړ ونکی ده . په ټول کې دقدس په ضد د ټرمپ په نوی د سیسې دفلسطینیانو غبرګون دنیواکی قدس په ضد دخپلو غرضی پلان د اجرا لپاره دامریکا دولسمشر له فیصلو سره د فلسطین د بیلابیلو ډلو اوبهیرونو او ګوندونو د مخالفتونو د سختیدا ښودنه کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي