برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دداعش ډلې په شتون د اشرف غنی اعتراف

آریانانیوز: څه موده مخکې په پاکستان کښې د انتخاباتو په غونډو درې (۳)ځله ځان وژونکی حملې وشوې.


په پیښور کښې د عوامی نیشنل ګوند(ANP) دیوه(۱) مشر او د یوې نفوذ لرونکی کورنۍ یو غړی هارون بلور او په بلوچستان صوبې کښې د بلوچستان عوامی(BAP) ګوند یو(1) مشر سراج رئیسانی چې کورنۍ یې په دغه صوبې کښې ډیر نفوذ لری له ډیرو پلویانو او ملګرو سره یوځاې ووژل شول
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په بنو سیمه کښې هم دپخوانی اعلی وزیر اکرم درانی دانتخاباتو په کاروان بم چاودنه وشوه چې له کبله یې پینځه(۵) کسان مړه او څو نور ژوبل شوی وو .
د پاکستان دبلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کښې د ترهګرې بم چاودنې مسولیت داعش ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستی دی چې له کبله یوسل پنځوس (۱۵۰)کسان مړه او دوه نیم سوه(۲۵۰) نور ژوبل شوی وو .
د پاکستان امنیتی ادارو ادعا وکړه چې حمله کونکی له افغانستان څخه راغلی وو او ددوې د کورنۍ غړی اوس هم په افغانستان کښې وسیږی .
له دغه ادعا وروسته دپاکستان امنیتی ځواکونو یوه (۱)بله ادعا هم وکړه چې داعش ډلې په افغانستان کښې ځان پیاوړی کړی دی او د ترهګرو حملو لپاره پاکستان ته ورځی .
وړمه ورځ هم دپاکستان جیو نیوز() ټیلی ویژن د بلوچستان صوبې د مستونګ سیمې د ترهګرې حملې په ارتباط یو(۱) راپور خپور کړ او ویې ویل د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره ټیلی فونی اړیکه ټینګه کړی ده او په خونړیو بم چاودنو کښې د خلکو د وژل کیدا په اړه دتسلیت د ویلو په ترڅ کښې یې ژمنه وکړه داعش ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د پاکستان انتخابات ګډوډ کړی .
د پاکستان دجیو نیوز ټیلی ویژن د راپور مقصد دا وو چې ګویا د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان دامنیتی ادارو څرګندونې تائیدوی چې ویلی یې دی داعش ډلې ځان په افغانستان کښې پیاوړی کړی دی او په پاکستان کښې د ترهګرو حملو لپاره له افغانستان څخه ورځی .
که چیرې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته دغه ډاډ ورکړی وو نو دا په افغانستان کښې دداعش ترهګرې ډلې په شتون داشرف غنی اعتراف دی چې واک ته د اشرف غنی په رسیدا په افغانستان کښې د امریکا په غږملتیا سره داعش ډله رامینځته شوه او د افغانستان د ملی پارلمان دغړی حاجی ظاهر قدیر او د ولسمشر اشرف غنی د لومړی مرستیال جنرال دوستم په شمول د هیواد مسولو شخصیتونو او نوروکسانو په ځلونو خبردارری ورکاوه چې امریکا دداعش ډلې غړی افغانستان ته انتقالوی .
حاجی ظاهر قدیر چې د ملی پارلمان په غوندې کښې یې وینا کوله په واضح ډول وویل داسې سندونه شته چې ښیی دداعش ډلې غړی د بهرنیو ځواکونو په الوتکو کښې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کښې دیره کیږی او دغه خارجی عسکر له دغه ډلې سره لاجیسټکی مرستې کوی .
حاجی ظاهر قدیر وویل دداعش ډلې مشران په کابل کښې دیره دی او دافغانستان له ځینو امنیتی ادارو او دخارجی هیوادونو له سفارتونو سره په تماس کښې دی .
البته دغه خبره باید هیره نکړو دا یو (۱) تریخ حقیقت دی هغه طوفان چې په افغانستان او سیمه کښې د ترهګرو او جنګیالیو لخوا رامینځته شوی دی په نولس سوه اتیایمې (۱۹۸۰)میلادی لسیزې کښې په افغانستان کښې د پخوانی شوروی له عسکرو سره د جنګ له وخت راهسې دوام لرلی او امریکا او پاکستان په دغه طوفان رامینځته کولو کښې اساسی رول درلود او لری یې .
په افغانستان کښې د شوروی د لاسپوڅو رژیمونو له ماتی وروسته امریکا او پاکستان په افغانستان کښې خپله نوی ګډه لوبه پیل کړه او د افغانستان دمجاهدینو بریالیتوب یې دافغانستان ، دټولې سیمې او بلکې دټولې نړۍ لپاره په یوې(۱) سترې غمیزې بدل کړ .
هغه عرب جنګیالی چې د امریکا جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (Central Intelligence Agency) د پخوانی شوروی پرضد دجنګ لپاره له بیلابیلو عربو هیوادونو افغانستان ته راوستلی وو هغه وخت مجاهدین بلل کیدل خو په افغانستان کښې دشوروی له ماتی وروسته په ترهګرو بدل شول او دا ځل امریکا له دغو ترهګرو سره چې په خپله سی ای ای(Central Intelligence Agency) ورته پوځی روزنه ورکړی وه د مبارزې په پلمه افغانستان په نیواک کښې وروست او ترهګرۍ یې زیاته کړه او تر مینځنی ختیځ او د افریقا تر شمال پورې ترهګرۍ ورسیدله او القاعده ډله یې په داعش ډلې بدله کړه او دهمدغه داعش ډلې په وسیله یې سوریه ، عراق او لیبیا هیوادونه وران کړل خو دغه ډله ونه توانیدله چې په دغو هیوادونو کښې خپله امپراتورۍ رامینځته کړی او ماتی یې وخوړله .
امریکا اوس دداعش ډلې غړی افغانستان ته انتقال کړی دی او غواړی دداعش ډلې له لارې دافغانستان ګاونډی هیوادونه ناامنه کړی .
خو له بده مرغه پاکستان چې په دغه جرم کښې له امریکا سره شریک دی اوس په خپله له کلونو کلونو راهسې د ترهګرۍ قربانی دی او امریکا همدا اوس د پاکستان لپاره نور خطرناک پروګرامونه لری .
څرنګه چې متل دی ونه وایی که چیرې د تبر لاستې له ما نه وایی نو نن به زه نه غوڅیدم .

شریک یي کړئ!