برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دآمریکانواستراتیژی په افغاستان کی داعش له طالبانوڅخه ژغورل

آریانانیوز: د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله ( مجاهد) رسنیو ته د یوې لیږلې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالی کې طالبانو د داعش جنګیالو خلاف پوځي عملیات پیل کړي چې له امله یې ډیرې سیمې د هغوی له کنټروله ایستلې دی.



ښاغلي مجاهد په یادې خبرپاڼې کې د هغو عملیاتو چې د داعش خلاف تر سره شوي او بیا امریکايي ځواکونو د هغوي په حمایت کې هوايي بریدونه تر سره کړي مستند ارقام وړاندې کړي دي.
په یادو ارقامو کې ښودل شوي چې امریکايي الوتکو یواځې د اګست په میاشت کې لس ځله د طالبانو جنګي کرښې بمبار کړې چې له امله یې د یوه ولسي وګړي په شمول ۱۳طالبان وژل شوی او۶ تنه نور ژوبل دي.
همدا راز په یاده خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغه داعش جنګیالي چې د طالبانو لخوا محاصره او تسلیمي ته مجبور کړل شوي وو پر طالبانو تر امریکايي بمبار وروسته د دولتي ځواکونو د پوځي نقلیه وسائطو په وسیله د طالبانو له محاصري څخه ژغورل شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې امریکايي ځواکونه د داعش په ملاتړ د طالبانو جنګي کرښې بمباروي او یاهم د دولتي ځواکونو په وسیله د هغوي محاصره ځواکونه ژغورل کیږي.
تر دې وړاندې تیره میاشت د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د امریکایانو په دستور د دولتي پوځي څرخکو په وسیله د ۲۵۰ تنه محاصره داعشیانو ژغورل او تر دولتي حمايي لاندې د جوزجان مرکز او کابل ته د هغوي رسول هغه واقعیت دی چې خپله دولتي لوړ پوړي چارواکي هم ورباندې اعتراف لري.
دلته پوښتنه داده چې داعش د څه لپاره د امریکایانو او د هغوي په دستور د دولتي ځواکونو لخوا ژغورل کیږي؟
د پوښتنې ځواب د داعشي جنګیالو په لاندې کړنو کې واضح دی:
(۱) په درزاب کې د ۲۵۰ داعشي جنګیالو د ژغورنې په مقابل کې هغوی د خپلې ژغورنې په دوهمه ورځ په ګردیز کې پر یوه مسجد باندې په برید کولو سره هلته خواوشا ۵۰ کلیوال لمونځ کوونکي مړه او ژوبل کړل.
(۲) په ختیځ کې د دولتي ځواکونو لخوا د داعش تر ژغورلو وروسته هغوی (داعشیانو) د کابل په دشت برچې مهدي موعود ښوونځي باندې برید وکړ چې له امله یې تقریبا ۱۰۰ تنو معصومو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله.
که په افغانستان کې د داعشي ملیشو کړنو ته وکتل شي د هغوي ټول جنګي فعالیتونو په وحشت او همجیت کې د امریکايي بلک واټر فعالیتونو ته ورته دي چې د هیڅ ډول انساني عاطفې څرک ورکې نه تر سترګو کیږي.
په ننګرهار کې پر بمونو باندې د بیوزله کلیوالو له الوزولو نیولې په کابل کې پر مسجدونو او تعلیمي مراکزو باندې تر وحشیانه بریدونو پوري ټولې هغه کړنې دي چې د نوعیت له لحاظه د امریکايي بلک واټر بریدونو ته ورته دي.
امریکایان ځکه په افغانستان کې داعشي ملیشي تمویل ، تجهیز او د طالبانو له بریدونو څخه ژغوري چې له یوې خوا دوی ته د بلک واټر اجرتي جګړه مارو رول تر سره کوي او له بلې خوا د هغوی په وسیله هغه وحشتونه تر سره کوي چې امریکایان یې خپله د نړیوالو تعهداتو او بشري حقونو ته د ژمنتیا په خاطر له تر سره کولو څخه نا توانه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي