برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جکړه له سپينې ماڼۍ او اوربند له ارګ څخه

آریانانیوز: د (۲۰۰۱) میلادي کال د سپتمبر په یولسمه نېټه په نیویارک او واشنګټن کې له سترو بریدونو څخه وروسته د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش(!) له سپينې ماڼۍ څخه د مسلمانانو په خلاف د اعلان شوې صلیبي جګړې د پیل امر وکړ او شروع يې له افغانستان څخه وکړه.


له هغې ورځې څخه تر ننه پورې د امریکا د جګړې ټولې جنګي استراتیژۍ له سپينې ماڼۍ څخه اعلان شوې دي ، چې وروستۍ هغه يې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ(!) لخوا وه . تر اوسه موږ له ارګ څخه د روانې جګړې د کومې داسې استراتیژۍ اعلان ندی اوریدلی چې وروسته يې امریکا هم ملاتړ کړی وي او د دغې استراتیژۍ له مخې يې په افغانستان کې د خپلو جګړه ییزو فعالیتونو د تنظیم ټټر وهلی وي او دا پدې معنا ده چې د جګړې د اصلي لوري په توګه د روانې جګړې واک له امریکا سره ده ؛خو د امریکا د اشغال په تیره اوولس کلنه موده کې کله هم موږ له سپينې ماڼۍ څخه د سولې په اړه د جګړې د یو اصلي لوري په حیث کومه پرمختیا او کوم اعلان ندی اوریدلی .
د سولې په اړه تل له ارګ څخه اعلاميې او ویناوې خپریږي او یا د سولې له شوری څخه او وروسته يې بیا امریکایان په سوله کې د یو همکار او د آسانتیاوو د برابرونکي په حیث ملاتړ کوي او تر اوسه يې چې له طالبانو سره کومې خبرې ترسره کړې دي هغه هم د استخباراتي مقاصدو لپاره ترسره شوې دي او له استخباراتي چينلونو څخه پر مخ تللې دي .
خو دا چې ولې جنګ له سپينې ماڼۍ او اوربند له ارګ څخه اعلانیږي؟
دا هغه پوښتنه ده چې د سولې د هر ريښتوني داعي په ذهن کې راګرځي او یادو شوو حقايقو ته په پام سره ویلای شو چې په افغانستان کې جنګ د امریکا اصلي استراتيژي ده او لا تر اوسه امریکا په ريښتونې سوله بارو نلري او نه د افغانانو د بدې ورځې غم ورسره ده ؛ بلکه د خپلو موخو په تلاش کې ده او څرنګه چې له ارګ څخه د سولې او اوربند اعلان له استخباراتي او تبلیغاتي ګټې پرته په ريښتونې معنا د جګړې د توقف کولو لپاره کومه اغیزه نلري ؛ نو ځکه يې اعلان د ارګ په واسطه کوي .
ځکه له یو چاسره چې ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د څو دقیقو لپاره لیدنې ته زړه نه ښه کوي نو څنګه به بیا سبا د هغه له لوري د سولې او اوربند اعلان ته چې ګټې يې نه وي پکې ځان ژمن وبولي ، په اوسنیو جګړو کې د امریکا دا معمول دی چې خپلې ريښتونې پاليسۍ پخپله اعلانوي او خپلې تېر ایستونکې پالیسۍ پخپلو ملګرو اعلانوي .
تاسې به لیدلي وي کله چې د امریکایانو په لاس د کوم جهادي حرکت د مشر د وژل کیدو خبر سل په سلو کې ريښتونی وي نو له پينټګان یا سپينې ماڼۍ څخه اعلانیږي او کله چې شک او تردید پکې وي
او یا په دروغو د کوم استخباراتي هدف لپاره اعلانیږي نو بیا له کابل او بغداد څخه اعلانیږي .
د چارو د شننکو له نظره تر څو چې د جګړې د اصلي لوري په توګه امریکا اوربند او سولې ته زړه ښه نه کړي او په افغانستان کې طالبانو ته د روانې جګړې د عواملو په له منځه وړلو قناعت ور نه ګړي کله به هم له ارګ څخه د استخباراتي او تبلیغاتي مقاصدو لپاره د اوربند اعلانونه ګټه ونه کړي او نه به په ګران هیواد کې د ريښتونې سولې د راتلو سبب وګرځي ؛ بلکه ډير امکان لري چې داسې اعلانونه د سولې او مذاکراتو په اړه په ټولو خواوو کې منفي ذهنیت را وټکوي او باور پرې له منځه لاړ شي.

شریک یي کړئ!