برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جنرال میلر ته!

آریانانیوز: رسنیو کې تر ټولو مهم او نوی خبر دا دی چې د نوي امریکایي قوماندان جنرال (میلر) په راتګ سره به د شپې چاپې او ډرون بریدونه( وحشيانه عملیات) زیات شي، خو آیا میلر به، چې د نیکولسن ځای ناستی دی، په دې توګه وتوانیږي چې افغان ملت غلام او د خپلې اسلامي، ملي او وجداني مبارزې او مجاهدې څخه را وګرځوي؟ آیا دغه حرمونی به وتوانیږي چې خپله مردوده پالیسي او منحوسه ډیموکراسي پر هغو خلکو ومني چې د غرونو تړې یې بستر، د مرغانو غوښې یې خوراک، د دنګو ابشارونو اوبه یې څښاک دي؟؟ نه، هیڅکله نه.
میلر باید و پوهیږي چې که دوی له خپلو جنګي اصولو څخه تیر شوي او د جنګیالیو، عامو خلکو، بوټو، ونو او آن حیواناتو سره یې یو شان دښمني ده، نو دا هم یو حقیقت دی چې پر وړاندې یې د داسې یو باتور او غیور ملت اتلان په مبارزه او مجاهده بوخت دي چې کله د کفارو او منافقانو سره مخ شي نو ویني یې په جوش راځي، له ډرون، چارماشینه او B52 طیارو نه یې ذره هومره نه کیږي، ځکه چې دوی له ژونده په مرګ زیات راضي دي، نو میلره! ته به هم دلته سرټیټی او ناکام یې، ستا پالیسۍ چې په پینټاګون کې تیاریږي په دې ګړنګ ګړنګ او د امپراطوریو په هدیره افغانستان کې هیڅ انتن نه ورکوي، که څه هم اجیر غلامان به مو درته ډېر شنه باغونه ښایي، خو مه هیروئ چې دلته هر مغرور د داسې شرمیدلي شکست سره مخ شوی چې بیا یې د سر پورته کولو او تېښتې فرصت هم نه دی موندلی، ښه به دا وي چې نور دې دا د زور منطق پریږدې او له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړې.
دا فقط د یوۀ عادي افغان پیغام دی درته، هغوی چې ستاسو پر وړاندې یې د وسله وال جهاد ږغ پورته کړی، په دې لږو خبرو هم خپل وخت نه ضایع کوي بلکې لګیا دي ستاسو د مردارولو نوې نوې نوې طرحې او پلانونه جوړوي. ان شاءالله
ابو یاسر افغان

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي