برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان څلویښت کل نسل هم دخپلواکۍ خوند ونه څکل

آریانانیوز: دافغانستان خلک له څلویښتو کلونو راهسې تر څوم ځل پورې د بهرنیو پوځی یرغلونو سره مخامخ دی او حکومتونه ئې تل لاسپوڅی اوپیّلی دی او اوس هم په افغانستان همداشان وضعیّت واکمن دی . په دغې مودې :ې دافغانستان د خپلواکۍ جشن چې څو ورځې وروسته یعنی د زمری دمیاشتې په اته ویشتمې نیټې ظاهراً لمانځل کیږی . دافغانستان یو بشپړ نسل د پردیو ځواکونو د یرغلونو په تورتمونو کې زیږیدلی او په جنګونو کې لوی شوی او اوس د دغه نسل څلویښت کلونه تیریږی . آیا دغه نسل دخپلواکۍ په معنا پوهیږی ؟ په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو تر سیوری لاندې او دمخالفو ځواکونو په نامولو باندې په غرور سره ،آیا خپلواکی ثابتیدلی شی ؟ آیا دخپلواکۍ معنا همدا ده .؟ چې ډیری د دغو پوښتنو ځواب په نه کې ورکوی .
دسیمې ډیری شناندی اوکارپوهان وائی،دافغانستان چارواکی سیاستوالان او مشران باید له خپلو خلکوسره صادق وی او هغوی ته رښتیا ووائی او باید خپلو کمزورتیاؤ او په دې چې هیڅ اختیار نه لری، اعتراف وکړی او پخپلو غلطیانو اوتیروتنو پښمانه شی او خپلواکی باید صادقانه تعریف کړی . دخپلواکۍ حقیقی تصویر باید هغه نسل ته چې په دغو څلویښتو کلونو کې لوی شوی ، وړاندې شی . یو داسې انځور چې په هغه کې دخپلواکۍ اصلی څیره ولیدل شی . باید دافغانستان ولس ته ووئیل شی ، او هغه مشکلات چې نن سبا دوی ورسره لاس اوګریوان دی ،یو عامل ئې دادی چې خپلواکی نه لری . دیوه خپلواکه ملت لپاره ، دبهرنیانو له خوا (یعنی دامریکا دوخت د خارجه وزیر جان کری له خوا) ورته حکومت نشی جوړیدلی . دخپلواکه حکومت چارواکی د پَردیو سفارتونو له خوا نه ټاکل کیږی او دیوه خپلواکه هیواد په فضا کې د پردیو جنګی الوتکو شورماشور نه آوریدل کیږی . په یوه خپلواکه هیواد کې د حکومت مخالف جکړه مار (داعشیان) د پردیو د چورلکو په وسیله له یوه ځایه بل ځای ته نه منتقل کیږی او په یوه خپلواکه هیواد کې دپردیو په وسیله دوست اود ښمن نه معلومیږي . دیوه خپلواکه هیواد په کلو او ښارونو باندې ړندې بمبارۍ نه کیږی او د یوه خپلواکه هیواد چارواکی د پردیو په وسیله د خپل ولس دبمبارولو تعریفونه او دهغوی ستایل نه کوی .
البته ځینی کارپواه اوشناندی دا هم وائی ، چې خپلواکی یعنی په ملی غیرت سره ژوند کول پخپلو اوصولو او رودو سره ،یعنی له کومې اندیښنې ا و ویرې پرته ژوند کول دی . خپلواکی ،یعنی پخپل ځان تکیه کول او پخپل ملت ویاړ،او له نورو حکومتونو اوملتونو سره داړیکو ټینګول او هغه هم له غلامۍ لیرې او دبرابرۍ داصولو په اساس او دخپلوغوښتنو او ګټو په اساس ترسره کول دی.
دافغانستان ملت او په تیره بیا ځوان نسل ئې ، چې خپلواکی ئې اصلا احساس کړی نه ده ، باید دخپلواکۍ خوند وڅکی او اوس دیوه بل په لاس کې لاس ورکړی او هڅه وکړی ، څو یوې داسې ورځې ته ورسیږی ، چې په حقیقی معنا د خپلواکۍ جشن ولمانځی او په آرامښ او ثبات سره د ژوند په خوند پوهه شی .

شریک یي کړئ!