برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان او امریکايي ځواکونه د ملکي مرګ ژوبلې ډېر باک نه کوي

افغان حکومت او بهرني ځواکونه په خپلو هوايي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د کافي څیړنو د نه ترسره کولو له کبله له نیوکو سره مخ دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، د ملکي تلفاتو د څیړنو په اړه د افغان حکومت وړتیا په نیشت برابره ده او بهرني ځواکونه هم په دې تړاو یوازې په خپلو داخلي موندنو اتکا کوي.


د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغان او بهرني ځواکونه باید د جګړې د قانون له مخې په خپلو عملیاتو کې د ملکی مرګ ژوبلې په اړه کافي اندازه څیړنې وکړي، ځکه دا څیړنې په راتلونکې کې د ورته پیښو د تکرار له مخنیوي او له قربانیانو سره د عدالت په تامین کې مرسته کوي.
افغانستان کې د دولت پلوه ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې د څیړنو دنده پخوا د ناټو د ملکي برخو دوو ډلو په غاړه درلوده، خو په ۲۰۱۴ کال کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو له سپارل کیدو را وروسته دا مسؤلیت د افغانستان او متحدو ایالتونو حکومتونو په غاړه اخیستی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د ۲۰۱۷ کال له نومبر څخه د روان کال تر اپریل پورې په ننګرهار، هرات او کابل ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو له ۴۲ زیانمنو شویو کسانو سره له مرکو ورته معلومه شوې، چې د افغانستان او امریکا حکومتونو په دې تړاو خپل مسؤلیت په سمه توګه نه دی ترسره کړی.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د دولت پلوه ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د څیړنو برخه کې د افغان حکومت وړتیاو کې هیڅ پرمختګ نه ترسترګو کیږي او بهرنيو ځواکونو هم منلې، چې د امنیتي اندیښنو له کبله یې آن یو ځل هم عملآ د پیښې ځای کې له زیانمنو او عیني شاهدانو سره خبرې نه دي کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغان حکومت په دې تړاو موندنې نه برملا کوي، او د جګړې اړوند پیښو کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره په پټه کمه اندازه مرستې کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان څیړونکې وايي، افغان او بهرني ځواکونه باید د جګړې د قانون له مخې په خپلو عملیاتو کې د ملکی مرګ ژوبلې په اړه کافي اندازه څیړنې وکړي، ځکه دا څیړنې په راتلونکې کې د ورته پیښو د تکرار له مخنیوي او له قربانیانو سره د عدالت په تامین کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر «یوناما» وايي له ۲۰۱۶ کال راهیسې د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده. یوناما وايي یوازې تیر کال یې په ۱۳۹ ورته عملیاتو کې د ۲۹۵ کسانو د وژل کیدو او د ۳۳۶ نورو د ټپي کیدو راپورونه ترلاسه کړي دي.
سرچینه وايي، د هوايي بریدونو تلفات د افغانستان د جګړې د کلنۍ ملکي مرګ ژوبلې شپږ سلنه برخه جوړوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي