برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که رښتيا سوله غواړئ نو د امريکايي پوځيانو وتل وغواړئ !

تر ټلو لومړی دا ډېره مهمه خبره :
د امريکايي د پوځيانو د وتلو له غوښتني پرته نوري ډول ډول خبري پر طالبانو باندې د امريکې د هغو فشارونو برخه ده چې نيکولسن طالبان په ګواښلي دي.
او بله دا چې زه نه طالب يم، نه کومې بلي ډلې ته منسوب يم. خو تر بل هر چا زيات د خپل ګران، ښکلي او خواږه اسلامي ټاټوبي افغانستان او د دې هيواد د پردين او هيواد مينو او پتمنو خلکو ــ چې ټول ماته د سترګو د تور په شان ګران دي ــ د خپلواکۍ سره مازي په خوله او لافو شافو نه، بلکې په رښتيا سره مينه لرم. مقوله ده چې وايي: ”حب الوطن من الايمان“.
ژباړه: د وطن مينه له ايمان څخه ده.
تن مي دي نه وي خو وطن مي دي وي
وطن مي تن دی، دغه تن مي دي وي
بې تنه سر کله پر سر باله سي
تېر يم تر سر، مګر وطن مي دي وي
افغانستان چي نه وي ځان څه کوم
چي افغان نه وي دا جهان څه کوم
حب الوطن زما د ايمان نخښه ده
بې له ايمانه تش وجدان څه کوم
د هيواد د خپلواکۍ لپاره قلمي جهاد او هلو ځلو ته هم د اسلام، هيواد او خلکو دغي ميني او د اسلام او د خلکو د خدمت سره علاقې هڅولی او پاڅولی يم، که نه ، نه مې شهرت په کار دی او نه په اوس او راتلوکې کي له چا څخه د کوم څه تمه لرم. ان شاء الله څوک چې ما له نژدې پېژني زما دغه خبري به ورته جوتې سوي وي.
راغلو د هيواد په اوسنيو حالاتو کې هره خوا د اوربند او سولي تودو خبرو ته.
ګرانو هیواد والو ! خبري ډېري دي، خو سر يې يو دی. تر څو چې زموږ له هيواد څخه امريکايان د خپلو پوځيانو د وتلو په باب په تضمين سره ژمنه ونه کړي. يا تر څو چې موږ تر ټولو دمخه له امريکې څخه د امريکې د پوځيانو د وتلو خبره ونه کړو او دا خبره جدي نه ګڼو او يوازې طالبانو ته شله يو چې سوله دې وکړي، نو شونې نه ده چې زموږ خبري دي ګټه ولري او سوله دې ټينګه سي.
که موږ د جګړې او د جګړې له امله د دې ټولو بخولو او کړاوونو اصلي عامل چي امريکا ده، پرېږدو او يوازي په طالبانو پوري ونښلو چې سوله وکړئ، دا خو نو داسي معنا لري، لکه موږ چې څوک له يوه شرعاً فرض کار پرېښوولو ته بولو.
په طالبانو کي به ځينې نيمګړتياوي وي او ځيني ناوړه عناصر به په ننوتلي وي او کله ناکله به سهوي هم ځنې کېږي (چې کله کله ما او نورو ډېرو په دغسي مواردو کې سختې نيوکې هم پر کړي دي). البته د مجبوريتونو يا سياست يا دپلوماتيکو اړېکو پر اساس به د ځينو هيوادونو سره څه اړېکي هم لري.
اصلي او د ويلو خبره داده چې له لويه سره د اسلامي شريعت د احکامو له مخې د امريکې له پوځيانو څخه د هيواد او خلکو د ژغورلو او د دې هيواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو لپاره طالبانو او نورو ډېرو وطنوالو ته د لمانځه يا کوم بل فرضي عمل په شان يوه فرضي دنده سپارل سوې ده چې هغې ته اسلام جهاد وايي. نو که موږ خپله هم دغه دنده نه تر سره کوو او طالبانو ته هم وايو چې دغه جګړه پرېږدئ، نو دا خو صريحاً د شريعت خلاف او ناسمه خبره ده.
دا خو به منو چې زموږ پر هيواد باندې امريکايانو په توپونو، ټانکونو الوتکو او په ډول ډول موډرنو وسلو تر ککرۍ بار پوځيانو ير غل کړی دی او دا اوولس کاله کېږي چې دلته زموږ د هيواد په وراني، زموږ د شتمنيو په لوټولو او زموږ د خلکو په مرګ ژوبله لګيا دي. نو په دغسي حالت کې نه عقل، نه غيرت او نه شرع دا مني چې موږ دې کرار ورته کښېنو ؟!
په دغسي حالت کې محمدي غرا شريعت موږ ته څه لارښوونه کوي؟
په دې اړه په خپل عصر کي د احنافو د امام علامه ابن عابدين شامي رحمة الله عليه د نامتو کتاب ردالمحتار دغو لاښوونو ته پام وکړئ:
” وَعِبَارَةُ الدُّرَرِ وَفَرْضُ عَيْنٍ إنْ هَجَمُوا عَلَى ثَغْرٍ مِنْ ثُغُورِ الْإِسْلَامِ، فَيَصِيرُ فَرْضَ عَيْنٍ عَلَى مَنْ قَرُبَ مِنْهُمْ، وَهُمْ يَقْدِرُونَ عَلَى الْجِهَادِ وَنَقَلَ صَاحِبُ النِّهَايَةِ عَنْ الذَّخِيرَةِ أَنَّ الْجِهَادَ إذَا جَاءَ النَّفِيرُ إنَّمَا يَصِيرُ فَرْضَ عَيْنٍ عَلَى مَنْ يَقْرُبُ مِنْ الْعَدُوِّ، فَأَمَّا مَنْ وَرَاءَهُمْ بِبُعْدٍ مِنْ الْعَدُوِّ فَهُوَ فَرْضُ كِفَايَةٍ عَلَيْهِمْ، حَتَّى يَسَعُهُمْ تَرْكُهُ إذَا لَمْ يُحْتَجْ إلَيْهِمْ فَإِنْ اُحْتِيجَ إلَيْهِمْ بِأَنْ عَجَزَ مَنْ كَانَ يَقْرُبُ مِنْ الْعَدُوِّ عَنْ الْمُقَاوَمَةِ مَعَ الْعَدُوِّ أَوْ لَمْ يَعْجِزُوا عَنْهَا، لَكِنَّهُمْ تَكَاسَلُوا وَلَمْ يُجَاهِدُوا فَإِنَّهُ يُفْتَرَضُ عَلَى مَنْ يَلِيهِمْ فَرْضَ عَيْنٍ كَالصَّلَاةِ وَالصَّوْمِ، لَا يَسَعُهُمْ تَرْكُهُ ثُمَّ وَثُمَّ إلَى أَنْ يُفْتَرَضَ عَلَى جَمِيعِ أَهْلِ الْإِسْلَامِ شَرْقًا وَغَرْبًا عَلَى هَذَا التَّدْرِيجِ “. [ردالمحتار٣/ ٢٤٠]
همداراز په تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق او مجمع الأنهر في شرح ملتقى الأبحر کي هم دغسي راغلي دي.
ژباړه: د حنفي فقهي د نامتو عالم ملا خسرو د نامتو کتاب ” درر الحکام شرح غرر الاحکام“ عبارت په دې ډول دى:
او که کفار د اسلام له سرحدونو(پولو) څخه پر کومه پوله هجوم ور وړي، نو جهاد فرض عين دى. په دې صورت کي پر هغو کسانو چي دغي پولي ته نژدې دي او د جهاد کولو وس او قدرت لري، جهاد فرض عين ګرځي.
او د ” النهاية“ په نامه د کتاب ليکوال حسام الدين السغناقي الحنفي د علامه برهان الائمه البخاري الحنفي له” الذخيرة“ نومي کتاب څخه داسي نقل کړى دى: کله چي نفير عام سي، يعني په عمومي صورت د دښمن سره د جګړې لپاره د ټولو خلکو د چمتو کېدو او ور وتلو وخت او حالت سي، نو جهاد پر هر هغه چا چي دښمن ته نژدې وي فرض عين ګرځي، خو له دې وو پرته پر هغو کسانو چي له دښمن څخه ليري وي فرض کفايي دى. ان که دوى ته اړتيا نه وي کولاى سي چي جهاد پرېږدي، خو که ورته اړتيا وي، لکه چي کوم کسان چي دښمن ته نژدې وي د هغه سره له مقاومت څخه عاجز سي، يا عاجز نه سي، خو سستي ځني وسي او جهاد ته ور ونه دانګي، نو پر هغو کسانو چي دوى ته نژدې دي د لمانځه او روژې غوندي فرض عين ګرځي او نه سي کولاى چي جهاد پرېږدي. په همدې ترتيب دغه جهاد پر هغو کسانو چي تر دوى وروسته ورنژدې دي. ان چي د نړۍ له لوېديځه نيولې د هغې تر ختيځه پر ټولو مسلمانانو فرض کيږي.
البته بايد دا هم ووايو چي اسلامي عالمانو د مسلمانانو او کفارو د اوسنيو نړيوالو شرايطو او د الهي احکامو او نبوي سنتو په کتو سره له جهاد څخه ټولي هغه هلي ځلي عبارت بللي دي چي د دښمن د ماتي او له اسلامي اورشو څخه د هغه د وتلو، د دوى له مظالمو څخه د خداى د بې وزلو او مستضعفو بنده ګانو د ژغورلو او د إعلى کلمة الله لامل سي. چي په دې کي د دښمن په وړاندي د ټولو مسلمانانو يو والى او په ټولو ممکنه وسايلو او لارو چارو د هغو سره مقاومت او ضديت، په شتو او سرښندنه، ژبه، قلم، دعوت او تبليغ، وخت لګولو، زيار او زحمت ګاللو، د پوهي او استعداد په کار اچولو او اسلامي دفاعي سياست کولو سره هلي ځلي ګرده شاملي دي. لوى څښتن جلت عظمته فرمايي:
﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنْجِيكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ* تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾[الصف:١٠ ــ ١١]
ژباړه: اى مومنانو! آيا زه تاسي ته هغه سوداګري دروښيم چي تاسي له دردناک عذاب څخه وژغورئ؟ پر الله او د هغه پر پيغمبر باندي پر ايمان همېشه توب (مداومت) وکړئ او د الله په لار کې په خپلو شتمنيو او ځانونوپه قربانولو سره جهاد وکړئ. دا (سوداګري) ستاسي لپاره (د دې دنيا تر سوداګرئ) ډېره ښه ده که تاسي(د شيانو په تاوانونو او ګټو) پوهېږئ (نو دغه چاري تر سره کړئ).
په دې باره کي آيتونه خورا ډېر دي او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم فرمايي:
« جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ» (د مشرکينو سره په خپلو مالونو، ځانونو او ژبو سره جهاد وکړئ). دغه حديث چي د احاديثو په ډېرو کتابونو کي روايت سوى دى حاکم په المستدرک کي او نورو حديث پوهانو د مسلم پر شرط صحيح بللى دى.
نو پورتنيو شرعي لارښوونو ته او د اسلامي نړۍ د جيدو عالمانو لارښوونو او فتواوو ته په کتو سره که موږ د دښمن يا د هغه د ملګرو سره سوله کوو هغه به داسي سوله وي چې زموږ له هيواد څخه د دښمن د پوځيانو د پر شا کولو پر سر وي. خو که خدای مه کړه سوله پر دې وي چي د دښمن اشغال ومنل سي او اشغال يې دفع نه ، بلکي تثبيت سي او د سولي له لاري د هيواد د تل تر تله اشغال او زموږ د مادي او معنوي شتمنيو د غلا لپاره رسما موقع ورکړه سي، نو دا سوله د شريعت له مخي ګرد سره باطله ده. ځکه دا د باطل اشغال منل دي او هغه څه چي پر باطلو ترتيب سوي وي، هماغسي باطل باله سي. دا په حقيقت کي زبون او د ماتي په حال کي دښمن ته تسليمېده او د هغه د واک او قدرت بېرته ټينګول اومنل او د شريعت د ځينو احکامو بدلېده او لغو کېده ، د کفارو سره دوستي او موالات او پر باطلو شرطونو باندي د هغو سره اتفاق دى.
دا خو داسي معنا لري، لکه د بدمعاشو غلو يوه وسله واله ډله چي د يو څو کوچنيو خس دزانو او کيسه برانو په ملتيا د يو چا کور ته د وسلې په زور ننوزي، د کور په غړو مرګ ژوبله ګده کړي، شيان يې چور کړي او په کور کي ډول ډول بدمعاشۍ او فحاشۍ پيل کړى او ډول ډول ورانۍ او خرابۍ رامنځ ته کړي او بدمعاشه غله سر نه خلاصوي، خو د دوی ملګري د دوي د څو نورو ځيره خورو په واسطه د کور خاوند ته ووايي چي راسه په دې کور کي د لويو غلو او خس دزانو تسلط ومنه او په دې هکله زموږ سره خبري او سوله وکړه او په دې ترڅ کې د کوروالاوو ځيني دوستان پيدا سي او د دې پر ځای چې پر کور باندې متجاوزو غلو ته په غوسه سي او ورته ووايي چې ژر له کوره ووزئ، د کور خاوند ته ووايي چې د دې غلو سره جنګ پرېږده او سوله ورسره وکړه ؟!
نو آيا په دغسي صورت کي د کور د خاوند د دوستانو له خوا د غلو يا د هغو د ملګرو سره د سولي غوښتنه شرعاً او عقلاً او د اسلامي او افغاني همت او غيرت له مخي د منلو وړ ده؟ نه هيڅکله نه !
نو جوته سوه چې شرعاً دغسي سوله د دښمن يا د دښمن د ملګرو سره نه څوک کولای سي او نه نور خلک بل څوک ورته مجبورولای سي. هر څوک چي وي او په هر نامه چي وي، ځکه د اسلام ځمکه د يو څو تنو حق نه دى، نو هيڅوک دا حق نه لري چي د دښمن د ملګرو سره د سولي دغسي خبري وکړي، ځکه چي ځمکه د لوى څښتن او بيا د مسلمانانو ده، نو هيچا ته روا نه ده چي په داسي څه کي چي د بل وي او خپل ملکيت يې نه بلل کيږي، د هغه د څښتن، يعني د الله د دين د احکامو مخالف او د مسلمانانو له سلامشورې پرته په هغه کي تصرف وکړي او که دا کار وکړي ستر ديني او ملي خيانت او لوى جرم به يې کړى وي او د مجاهدينو پر وينو او قربايو به يې سودا او ناروا معامله کړې وي. لوى څښتن فرمايي:
﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴾[الانفال:٢٦].
ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ ! د الله او (د هغه) د پيغمبر سره خيانت مه کوئ او مه په خپلو امانتونو کي (په هغو شيانو کي چي الله يې په اړه امين ګرځولي ياست) خيانت کوئ.(په دې کي مالي معاملې، ادبي، ژورناليستيکي او سياسي چاري، ژمني او وعدې او ملي او وطني مصالح ټول راځي). په داسي حال کي چي تاسي پوهېږئ.
له بله پلوه تر څو چي د اسلام ځمکه د دښمن تر اشغال لاندي وي، دغسي سوله پر دې سربېره چي د دښمن د تېري تثبيت باله سي، د فرض عين جهاد باطلېده او لغو کېده هم دي.
په دې اړه جيدو اسلامي عالمانو ډېري واضحي لارښووني او څرګندوني کړي دي چي موږ يې دوې بېلګې درته را اخلو:
۱. وقد أجمعت الشرائع السماوية والوضعية على حرمة الغصب ووجوب رد المغصوب إلى أهله وحثت صاحب الحق على الدفاع والمطالبة بحقه، ففي الحديث الشريف:
«مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ». وفي حديث آخر «عَلَى الْيَدِ مَا أَخَذَتْ حَتَّى تُؤَدِّيَهُ».
په ١٣٧٥هـ .ق. کال د مصر د جامع الازهر د جيدو عالمانو له فتوا څخه.
ژباړه: آسماني او وضعي (د انسانانو له خوا جوړ سوي) قوانين د غصب پر حراموالي او د غصب سوي شي د هغه خاوند ته پر بېرته ورکولو اتفاق لري او د حق خاوند هڅوي چې له خپله حقه دفاع وکړي او د هغه غوښتنه وکړي. په حديث شريف کې راغلي دي: څوک چې د کوم چا پر مال ظالمانه حمله او تهاجم وکړي او د مال خاوند د خپل مال په دفاع کې ووژل سي، شهيد دی. او څوک چې د خپل اهل او خپل دوست او قريب په دفاع کې ووژل سي هم شهيد دی او څوک چې د خپل دين په دفاع او نصرت کې ووژل سي هم شهيد دی او څوک چې د خپل ځان په دفاع کې ووژل سي هم شهيد دی او دې ټولو ته د شهيوانو ثوابونه ورکول کېږي.
۲. أن الصلح إذا كان على أساس رد الجزء الذي اعتدى عليه إلى أهله كان صلحًا جائزًا وإن كان على إقرار الاعتداء وتثبيته فإنه يكون صلحا باطلا ؛ لأنه إقرار لاعتداء باطل وما يترتب على الباطل يكون باطلا مثله.
د مصر د لوى مفتي او د ازهر د پوهنتون د مشرشيخ حسن مامون او نورو عالمانو له فتوا څخه. وګورئ المکتبة الشاملة الاصدار الثاني.
ژباړه: که سوله پر دې باندي وي چي هغه څه چې چا تېری پر کړی وي بېرته د هغه څښتن ته ورکړه سي، نو دا سوله روا ده، خو که دا سوله د تېري کوونکي د تېري پر منلو او ټينګولو باندي وي، نو دا سوله باطله ده، ځکه د تېري منل باطل باله سي. او هغه څه چې پر باطلو مرتب سوي وي د هغه باطل غوندې باطل ګڼل کېږي.
نو د دې ټولو خبرو پايله دا سوه چې موږ ټول په يوه خوله او اسلامي او ملي يو والي سره پرموږ باندې د دې ورانوونکي او ږدې جګړې د پيلوونکي او تپونکي اشغالګرځواک او په ټوله نړۍ کې د جګړو د اورونو بلوونکي امريکې څخه وغواړو چې زموږ له هيواده هر څه ژر ووزي. نه داچې هغو کسانو ته چې د شريعت په حکم د خپلي خاوري د آزادۍ لپاره ځانونه قربانوي د جګړې پرېښوولو ووايو او د اشغالګرو پر شتون باندې د چا خبره تله تېروو.
په دې اړه که څوک نه پوهېږي، پر پورته ويل سوو خبرو دې ښه فکر وکړي او که پوهېږي او د پردو په اشاره غورځي پرځي کوي او د څرګندو حقايقو په اړه يې ځان ناګومانه اچولی وي او د امريکې له خوا د پلان سوو فشارونو وسيله ګرځېدلی وی، خدای ته دي وګوري، د ملت د دښمنانو له دې ډول ملګرتيا دي لاس واخلي. والسلام
عبدالمالک همت

شریک یي کړئ!