آریانانیوز: د صلیبي جنګونو له ناکامې پایلې وروسته استشراق د فکري جګړې هغه خطرناک ډول دي چه د هر چا لپاره یی پېژندل څه اسانه خبره نه ده.
استشراق(Orientalism) عربي کلمه ده چې لفظي معنا یې ختیځ پوهنه ده او په اصطلاح کې استشراق د یو شمیر لویدیځو پوهانو (او یا هر اسلام دښمن بلاک) له خوا د اسلامي نړۍ تمدن، فرهنګ(هڅوب)، ژبې، ادبیاتو، رواجونو او رسوماتو له ژورې مطالعې څخه عبارت دی. سربیره پر دې د شرعي او نورو ټولنیزو او اجتماعي علومو لکه تفسیر، حدیث، فقه، سیرت، تاریخ، جغرافیه او داسې نورو د تخصص تر کچې زده کړه کول هم په کې شامل دي. دا ټوله هڅه او هاند د دې لپاره چه نوموړي نامسلمان مستشرقین (ختیځ پوهان) بیا په دې مکلف دي تر څو د اسلام په خلاف لیکنې وکړي او د له منځه وړلو لپاره یی پلانونه ترتیب کړي . د اسلام دښمنانو هغه مهال د استشراق په دې خطرناکه پروژه لاس پورې کړ چې د مسلمانانو په لاس یې په خپل دوه سوه کلن صلیبي جنګ(۴۸۹هـ – ۶۹۰هـ) کی يي ستره تاریخی ماتې وخوړه. صلیبي جنګونه یوه خونړۍ لوبه وه چه پایله یې ډبرین پېر ته د متمدنې اسلامي نړۍ په ستنیدلو منتج شوه. له بله پلوه لویدیځوالو د دې جنګ په دوران کی د اسلامي نړۍ ټولې مادي او معنوي شتمنۍ لوټ کړی، ان تر دې چې د اسلامي علماوو په لاس د لیکل شویو معتبرو علمي نسخو څخه یی ځینی له ځانه سره یووړې او نورې یی د سیند اوبو ته چې – رنګ یی پری توروګرځید- وروغورځولی د صلیبیانو په لاس د غلا شویو دغو علمي نسخو څخه یی اوس هم د برتانیې د برمنګهم په پوهنتون کې د قرآن کریم یوه تاریخي نسخه پرته ده چه څه موده دمخه د(BBC) راډیو د پښتو څانګې ویاندې (ثنا صافۍ ) یې ویدیويي راپور خپور کړ.
لویدیځوالو ولې د استشراق پدیده رامنځته کړه؟
نړیوال استکبار نن او پرون په پوره ځواک سره کوښښ کړی او کوي یې چې د اسلامي نړۍ طبیعي شتمنۍ ورڅخه تر لاسه کړي. د دې هدف لپاره چې کله دوه سوه کلن صلیبي جنګ نتیجه ورنکړه نو یې د استعمار سره هم مهال د اتلسمې میلادي پیړۍ په پاي کې د استشراق په نوم توطئه رامنځته کړه.
په انګلستان او فرانسې کې په (۱۷۷۹) زیږدیز کال کې د استشراق زده کړې پیل شوې.
مستشرقین په اسلامی شریعت او نورو ټولنیزو او ادبي علومو په څانګو کی تر زده کړې وروسته بیا د درس او تدریس تر څنګ د تالیف او ترجمې فنونو او مهارتونو ته مخه کوي. د اسلام پر خلاف په ګڼو نړیوالو ژبو لکه انګلیسی، عربي او نورو هغه ژبوکی چې په اسلامي دنیا کې ویل کیږي، مقالې، رسالې، کتابونه لیکي. د خپلو نامقدسو موخو د تعقیب په موخه، د اسلامي او شرعي علومو له مصادرو څخه ضد او نقیض، ضعیف او موضوعي اقوال راجمع او په کتابي بڼه یې چاپ او خپروي. ډیری خلکو ته دا تالیفات داسې بریښي چه ګوندې دا به یو شمیر مسلمانانو علماوو په دې موخه لیکلي وي چې اسلام او مسلمانانو ته فرهنګي او علمي پانګه جوړه کړي.
مګر دا ډول لیکنې او کتابونه د اسلام او مسلمانانو پر ضد دومره زهرجن تبلیغاتي وسایل دي، چې د لوستونکیو ګڼ شمیر هغه خلک چه له اسلامه پوره خبر نه وي، په پای کې دې نتیجې ته ورسیږي چې اسلام خو اصلاً یوه انسان ضد صحرایي پدیده ده اوهمدا د مستشرقینو یو شعار هم ګرځیدلی چې، د عربي جزیرې څخه د محمد صلی الله علیه وسلم په مشرۍ سره راولاړ شوې فکري ، نظامي ځواک ، اقتصادي موخې تعقیبوي چې هدف یې د فارسی، رومي امپراتوریو سربیره د نورو ورڅیرمه سیمو شتمنۍ تر تسلط لاندې له راوستلو بل څه نه دي له دې امله یې اسلام ته د صحرایي قانون(Islam is a desert law) لقب وركړ او هم یې د وحشت او دهشت یوه څپه ونوموله چه په ډیره چټکتیا سره یې روم او فارس تر کومي تېر کړل او د هغوی ټولې شتمنۍ یې د ځان کړې په دې ترتیب سره عربان د صحرایي او دښتې پسمانده ګۍ او وروسته پاتې والي څخه رابهر شول. اسلام د عربي استعمار څخه زیات بل څه نه دي.
دا او دې ته ورته تبلیغات د ځوان مسلمان نسل په پاک زړه او دماغ ډیر خطرناک اغېز شیندي چې بیا دوی په شعوري او غیرشعوري بڼه د استشرق د پروپاګند ښکار کیږي.
د ځینو مستشرقینو نومونه او د هغوی بې لارې کوونکي لیکلي کتابي آثار په لاندې ډول دي.
“د مسلمانو مليتونو تاریخ” د جرمنې (کارل بروکلمان) لیکنه.
“اسلامي هسپانیه” د هسپانوي (فرانر روزنتال) لیکنه.
“د عربو عمومي تاریخ” دعرب نژاده امریکايي (فلیب حتي) لیکنه.
“د بخاري تاریخ: له زړو پېرونو بیا تر ننه پورې” د روسي (بارتولد) لیکنه.
د دوی په ځواب کې بیا یو شمیر اسلامي علماوو د پام وړ اغیزناکې لیکنې کړي لکه:
“مع الله” د ( شیخ محمد الغزالي) لیکنه .
“تاریخ الدعوة” د (جمعه علي الخولي) لیکنه.
“الاسلام الفاتح” د (حسین مؤنس) لیکنه.
“الخلفاء الراشدون” د (عبدالوهاب النجار) لیکنه.
د مستشرقینو ځینی عمده موخې په لاندې ډول دي:
اسلام او اسلامي شریعت لوستي نامسلمان پوهان، هغوی چې موخه یې د اسلامي تمدن تاریخ او شرعي علومو له زده کړو څخه (بې له دي چې پرې ایمان او باور ولري) دا ده چې د خپلو غولوونکواو شیطانی کتابي آثارو له لارې تر ټولو لومړی او خطرناکه موخه د اسلامي عقایدو او افکارو له محوې او نابودۍ څخه عبارت ده. هڅه او هاند یې دا دی تر څو شرعي نصوص تحریف او بې ځایه یی توجیه کړي د اسلامي امت تېر تاریخ او زرین عصر تیاره وښیي او مسلمانو پرګنو ته داسې انګیزه ورکړي چه ګوندې یوازې اسلام دی چې ستاسو د وروسته پاتې والي اصلي لامل دی، د بري یوازینۍ لاره مو د لویدیځ په پل له تللو بل څه نه دي.
دوهم عمده هدف یې دا دی چې غیر اسلامی ټولنو ته په صحیح بڼه اسلامي دعوت ونه رسیږي. په خپلو ولسونو کې هم د اسلام خلاف ناوړه لیکنې کوي، دا دین ورته د انسانیت او مدنیت ضد یوه وحشتناکه لاره نوموي او هم مهال ورته توصیه کوي چې اسلام د انساني ټولنې د هر اړخیز سمونپال نظام په توګه د بشریت لارښوونه نه شي کولای.
نورې ناوړې موخې یې د فصیحي عربي ژبې، اسلامي فقهي شرعي ماخذونو (قرآن، حدیث او….) پر ضد بې لارې کوونکې لیکنې چې ګویا دا هر څه د ننني وخت اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلاي او دا یوازې د منځنیو پېرونو اوسیدونکو د نامتمدنو ذهنونو زیږنده ده. همدارنګه یو شمیر نور اهداف لکه د اسلامي نړۍ سره د تجارت راکړې ورکړې سیاسي معاملاتو او همدارنګه په اسلامي هیوادونو کې د مداخلې او یرغل د ستراتیجي جوړولو لکه د برید لپاره مناسب وخت او فرصت ټاکل د یادو هیوادونو د نظامي ځواک په اړه معلومات او بالاخره د یرغل او اشغال لپاره خپلو حکومتونو ته صائبې شوری او راپورونه تهیه کول، د مستشرقینو له بنسټیزو مسؤولیتونو څخه ګڼل کیږي.
د امریکایي اشرباڼو له خوا د میړنیو په هیواد د یرغل څخه وروسته تر ډیره بریده د غربي مستشرقینو دنده یو شمیر افغان نما څیرو پر غاړه واخیسته. د دې کورنیو مستشرقینو ډیری هغه څوک دي، چې یو څه نا څه په شرعي علومو کې تر ممکنې کچې زده کړې لري.
دوی هم له بهرنیانو سره په ډېر لږ توپیر زهرجن تبلیغات او لیکنې کوي. د دوی د لیکنو ځیني بڼې دا دي. تېر افغان شوروي جهاد د خلکو په ذهنونو کې د هیواد د بربادۍ ستر عامل بولي.
د ولاء او براء( د کافر سره دښمني او مسلمان سره دوستي) په دې ډول تعبیروي چه ګویا د اشغالګرانو له خوا ګډوله حکومت چارواکې مو ولاة الأمور(شرعي واکداران) دي او پر عام ولس یې اطاعت د لمونځ او روژې په څېر فرض دي.
دین همیشه د ټولو ناخوالو او بدبختیو سرچینه ګڼي.
د دښمن په لمسون د خپلو ولسونو اتلان (هغوی چې د دوی د مال، عزت، ناموس او خاورې څخه د خپلو پاکو وینو په بیه هره شیبه سربکف د دښمن تورو ته یی خپلې سینې سپر کړي دي) پردي پال یادوی.
هره نوې پیښه کې د دښمن د رسنیو له لارې خپریدونکو خرافاتو او زهرآګینو تبلیغاتو ته په پراخه پیمانه انعکاس ورکوي. د بېلګې په توګه د غزني په پیښه کې د امریکا غږ اشنا راډیو د بي بي سي او نورو کور دننه او بهرنیو رسنیو ډېر زیات ګمراه کن تبلیغات وکړل.
د بېلګی په ډول: متمدنه نړۍ له طالبانو پوښتي چې دوي د غزنی ولایت له نیولو څخه ګټه تر لاسه کړه؟
د یاد ولایت د جګړې په مهال چې د دښمن هوایي بمبار څومره ورانۍ وکړې، هغه یې ټولې د مخالفینو کار وباله. دا چې کورنیو مستشرقینو نور تحلیل نه درلود نویې د ټولنيزو رسنیو له لارې همدغه تبلیغاتو ته ښه کوریج ورکړ.
په دی اړه یی داسې بې ربطه او بې مقدمې لیکني وکړې چې په خپله یې پرې باور نه کېده تر دې چې د خپل دغه باطل دریځ څخه یې دفاع دومره کمزوري وه چه یوازې او یوازې خپل بادار ته د خدمت له ثابتولو نور څه نه و.
همدارنګه کورني مستشرقین په افغانستان کې د روان بحران مسؤولیت اولس ته راجع کوي. د تیر جهاد پر مهال به هم چې کله روسي پوځونو کوم جنایت ترسره کړ، نو بیا به ډاکتر نجیب له ولس څخه سوله غوښته. یو ځل یې ژمنه وکړه، که خوست مخالفین ونیسي نو زه به هماغه ورځ له واکه لاس پر سر کیږم خو چې کله یاد ولایت سقوط وکړ نو ویې ویل چې مجاهدین دې ځواب ورکړي چې دوی د خوست له نیولو څه تر لاسه کړل. البته نور څه نه یوازې دا چې په راتلونکو مذاکراتو کې خپل موقف ته قوت وروبخښي.
د کور دننه اجیر مستشرقین که لږ هم فکر وکړي چې د دومره لږ معاش په مقابل کې د یو لوی افغان اولس سره ټکر به ډیره لوړه بیه ولري نو په ګټه به یې وي؟
د داخلي مستشرقینو یوه غولوونکې حربه دا هم ده چې په خپلو لیکنو او تصریحاتو کې تر هر چا ځانونه خورا زیات وطن پرست ښیي. مخالفینو ته نصیحت د افغانانو له مظلومیت څخه کاذبه دفاع او همدارنګه کله کله هم د عقل او ټولنیز عدالت له پولو ښکته کیدل. د افغانانو د اصلي دښمن پر ځای این آن ته د ملامتي ګوته نیول، په مکارانه الفاظو د خلکو په عواطفو او احساساتو ملنډې وهل او بالآخره هر چاته د خپل ځان په څېر او نظر کتل احمقانه ګمان او داسې نور . دا هر څه د دوی د غلامو ذهنیتونو د نامقدسو افرازاتو څخه دي.
له بهرنیو مستشرقینو سره یې البته توپیر په دې کې دی چه بهرنیان خو په اسلام چې د دوی نه، بلکه پردي دین او تمدن دی ملنډي وهي تر څو خپل خلک او خاوره د اسلام له ورتګه وژغوري او په دې کې بیا له کاملې آزادی برخمن دي، مګر کورني مستشرقین بیا د وروسته پاتي والي، غفلت، بې غیرتي او نااهلي هغه فاسدې مهرې او نموني دي چې ځان، ایمان، وطن، تاریخ او ضمیر له دې هر څه ورتیر دي. له بده مرغه دا زموږ په معاصر تاریخ کی د لویدیځ ښکیلاک یوه بده میراثه وه چې موږ ته یې پر ځای پریښوده چې پایله يې د یو شمیر ځوان نسل په ضیاع منتج شوه اوس به همدغه ځوان نسل د خپل ملت په خلاف تر سوونو کلنو فکري اغتشاش ته لمن ووهي او څو نسلونه به نور هم په زهرو ولړي. البته دا یو ډېر یو بد اصل و، چې رامنځته شو، د دی د له منځه وړلو لپاره اوږده علمي او فرهنګي مبارزه یوازینۍ مصونه لاره ده .
والله الهادي إلى سواء السبيل
استاد دلاور خان سېلاب