برخه -څانګه : accidents, news, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کښې دې د امریکې په جنایتونو غور وشي

آریانانیوز: د یوخبر له مخې، پس له دې چې امریکې د هیګ د جزا محکمې مفتشانو ته افغانستان ته د تګ اجازه ور نه کړه، د دغه هیواد د بشري حقوقو د کمیشن ویاند له نړیوالو ټولنو او د بشري حقوقو له ارګانونو وغوښتل چې په افغانستان کښې د امریکې د جنګي جنایتونو د دوام مخه ونیسي.


بلال صدیقي وویل: د افغانستان د بشري حقوقو کمیشن تل د عدالت د تامینیدو غوښتنونکه او په دې هیواد کښې د قانون د واکمنۍ پلوي دی خو له بده مرغه په تیرو اتلسو کلونو کښې د امریکې په مشرۍ بهرنیو پوځیانو په افغانستان کښې ډیر جنایتونه کړي دي.
هغه د اشرف غني له حکومت او نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کښې د امریکې د جنګي جنایتونو او د خلکو د وژلې د دوام مخه ونیسي.
دا څرګندونې په داسې حال کښې شوې دي چې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو وړمه ورځ ویلي وو، واشنګټن د هیګ د نړیوالې محکمې هغو مفتشانو ته چې په افغانستان کښې د امریکې د جنګي جنایتونو په هکله د تحقیق لپاره واشنګټن ته راتلل غواړي، ویزا نه ورکوي.
د لسګونو زرو ملکي افغانانو وژل، د نیواکګرو په شتون باندې د معترضو کسانو نیول، د مسلمانانو د مقدساتو او مړو سپکاوی، د قرآن کریم سوزول، د خلکو شکنجه کول او پرې تشدد او هم دا شان جنسي تیری په افغانستان کښې د امریکې ترسره کړي جنایتونه دي چې د دغه هیواد د خلکو، د ولسي او مشرانو جرګې د استازو او د سیاسي او مذهبي شخصیتونو قهر یې راپارولی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي