برخه -څانګه : afghanistan, news, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اخلاقي فساد عاملينو ته سزا ورکول

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ له مخی د هرات د جامع جومات خطيب او امام شيخ مجيب الرحمن انصاري ويلي، له ډېر وخته يې له حکومت څخه غوښتنه کړې، د هرات په ښار کې د غلا، ټولنيز او اخلاقي فساد عاملين ونيسي او له قانون سره سم يې سزا کړي، خو په وينا يې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي کړي
انصاري په خپلو تکراري څرګندونو کې ويلي، که حکومت د غلا، اخلاقي او ټولنيز فساد مخنیوی نه کوي، د ديني علماو او ولس مسؤوليت دے، چې د دې کارونو مخه ونيسي.
شيخ مجيب الرحمن انصاري ويلي، د هرات ګزګاه جامع جومات اړوند فرهنګي ځای يوه برخه يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ادارې په توګه غوره کړې او د هرات له خلکو يې غوښتي، چې د ټولنې په سمون کې له ديني علماو او امر بالمعروف، نهي عن المنکر ادارې سره مرسته وکړي.
د دغه افغان ملا امام پلويانو د هرات په ښار کې د اخلاقي او ټولنيز فساد د مخنيوي لپاره يو شمېر لوحې هم لګولي دي.
په دغو لوحو کې ښځې حجاب کولو ته رابلل شي او حجاب يې د ښځو د عزت، درناوي او سړيو د غيرت نمونه بللې ده.
دغه ديني عالم ويلي، د ديني علماو په مشرۍ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره به له شريعي احکامو څخه سرغړوونکو او د اخلاقي فساد عاملينو ته تاديبي سزاوې ورکوي او په وينا يې په دې کې هېڅ ډول ستونزه نه شته.
په ټولنيزو شبکو کې هم د شيخ مجیب الرحمن انصاري د پرېکړې په اړه بېلابيل غبرګونونه خپاره شوي دي.
د ټولنيزو شبکو يو شمېر فعالان د هغه کړنې له قانون سره مخالفې بولي، خو يو شمېر فعالان بيا وايي، حکومت د غلاو، اخلاقي او ټولنيز فساد په مخنيوي کې پاتې راغلی او په دې اړه د شيخ مجیب الرحمن له لوري جوړه شوې اداره د ټولنې په ګټه بولي.

شریک یي کړئ!