برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ دی , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

یوناما: د ماینونو ورځنۍ ګواښ د زرګونو افغانانو ژوند ته خطر رامنځته کوي

افغانستان چې د څو لسیزو جګړو وروسته لا هم د ځمکني ماینونو او جګړې پاتې شونو سره مخ دی، هره ورځ د انسانانو، په ځانګړي توګه د ماشومانو ژوند ته ګواښ پیښوي. د طالبانو په واکمنېدو سره د ماین پاکولو بهیر ګډوډ شوی دی او دغه هیواد لا هم د نړیوالې ټولنې د عاجل اقدام اړتیا لري چې دې بحران ته د حل لاره ولټوي.


د ملګرو ملتونو د مرستو دفتر (یوناما) په خپل یو پیغام کې ویلي دي چې افغانستان لا هم د ځمکني ماینونو او جګړې پاتې شونو له امله له سختو مشکلاتو سره مخ دی.

یوناما په ټولنیزې شبکې ایکس کې لیکلي دي: “د چاودنو پاتې شونې او ځمکني ماینونه هره ورځ د انسانانو ژوند ته ګواښ پیښوي، په ځانګړې توګه ماشومان چې د دې بحران اصلي قربانيان دي.”

د دې ادارې په وینا، د جګړې له کلونو پاتې ماینونه او د نه چاودیدونکي وسایط په افغانستان کې لا هم قربانيان اخلي. سره له دې چې نړیوالو موسسو د دې ماینونو پاکولو لپاره میلیونونه ډالر لګولي، دا ستونزه لا هم بشپړ ډول حل شوې نه ده.

بیا هم، یوناما ټینګار کړی دی چې د طالبانو په بیا راتګ سره د افغانستان د ماین پاکولو بهیر جدي ډول ګډوډ شوی دی. ګڼ شمېر هغه موسسې چې د ماینونو پاکولو مسؤلیت لري، یا خپلې چارې محدودې کړي دي او یا یې بشپړ بندې کړي دي.

افغانستان هغه هیواد دی چې د ځمکني ماینونو له وجې د ملکي وګړو د ژوند ساتنې په برخه کې جدي مشکلات لري. دغه پټ ګواښونه هر کال د عامو خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، سلګونه قربانيان اخلي او نړیواله ټولنه ته د عاجل توجه او همغږې شوي اقداماتو اړتیا لري.

شریک یي کړئ!