آریانانیوز: د دایکنډي یو شمېر معلول اوسېدونکي د دوی حقونو ته د سیمه ییزو مسوولینو له نه پاملرنې سر ټکوي او وايي، د مرستې له یوې اندازې معاش پرته نور هېڅ امتیاز نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د اساسي قانون په ۵۳ مه ماده کې راغلي: ((دولت د طبي خدمتونو د تنظیم او د شهیدانو او ورکو د کورنیو له پاتې غړو سره د مالي مرستې او د معلولینو او معیوبینو د بیاتوانمندۍ او له قانوني احکامو سره سم په ټولنه کې د دوی د فعالې برخې اخیستنې لپاره لازم تدابیر نیسي… دولت د تقاعد شوو کسانو د حقونو ضمانت کوي، د سپین ږیرو، بې سرپرسته ښځو، معیوبینو، معلولینو او یتیمانو لپاره د قانون له احکامو سره سم د اړتیا وړ مرستې ترسره کوي.))
په ورته وخت کې د دایکنډي یو شمېر معلول اوسېدونکي د دوی حقونو ته د سیمه ییزو چارواکو په نه پاملرنه نیوکه کوي او وايي، سره له دې چې په دایکنډي کې شاوخوا لس زره معلولین ژوند کوي، خو د ژوند د بدلون لپاره یې کم اقدام هم نه دی شوی.
د دوی په خبره، د دایکنډي ولایت دا ډله خلک د داخلي جګړې، کډوالۍ، طبیعي افتونو او یا مورنۍ معلول زېږون له وجې معلول شوي او له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي، د کاروبار سختۍ دوی ته کلکه څپېړه ورکړې او په دې نرم زړه نو له ستونزو سره د مبارزې توان نه لري، خو پر دې ناتوانۍ سربېره ځینې وخت رټل کېږي هم.
د یادو کسانو په بارو، بېکاري، د یوې مړۍ ډوډۍ نه پیدا کول، د حرفې او زده کړو نه شتون هغه عمده ټکي دي چې په یوه کورنۍ کې د معلول د شرمېدو لامل کېږي.
د معلولینو له ډلې سید طالب چې دواړه پښې یې له لاسه ورکړي وویل: ((په دایکنډي کې معلولینو ته له یو کلن معاش پرته نور هېڅ امتیاز په پام کې نه دی نیول شوی.))
د یاد ولایت بلې معلولې شهیلا د معلولینو لپاره د اسانتیاوو له نه شتون څخه شکایت وکړ او ویې ویل: ((د مسوولینو نه پاملرنه د دې لامل شوې چې په دایکنډي ولایت کې ښځینه معلولینې له ډېرو ستونزو لکه له کور څخه د بهر وتلو د وسیلې نه شتون، د زده کړو د مرکزونو او تفریح ځایونو نه شتون او د خلکو له خوا دوی ته په سپکه سترګه کتلو سره مخ دي.))
د معلولینو د پرمختګ د انجمن استازي محمد دانش هم د یادو اندېښنو د منلو تر څنګ وویل: ((دا چې معلول کسان د ټولنې زیانمنه طبقه ده، د قانون نه پلي کېدل د معلولینو لپاره ستره ستونزه ده چې تر اوسه هېڅ کس له یوې قانوني مادې پرته معلولینو ته ارزښت نه دی ورکړی.))
د هغه په خبره، د تحصیلي بورسونو ورکړه، په دولتي ادارو کې د پنځه سلنه ونډې ورکول، په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې شاملول او د بیت الله شریف د زیارت برخه ورکول هغه څه دی چې د دایکنډي ولایت معلولینو ترې استفاده نه ده کړې.
هغه د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه په ناخوښۍ وویل: ((په دایکنډي کې د معلولینو د پرمختګ لپاره نه د والي او نه د شهیدانو او معلولینو آمریت له خوا کوم کار شوی، څو دوی وکولای شي ارامه ژوند وکړي او د ځان او کورنۍ ژوند یې وساتي.))
په ورته وخت کې د یاد ولایت مدني فعال باقر رضايي وویل: ((په دایکنډي ولایت کې معلولین له ډېر ستونزو سره مخامخ دي، خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.))
د دایکنډي د کار او ټولنیزو چارو د ریاست د شهیدانو او معلولینو آمر محمد امین حیدري د معلولینو څرګندونې رد کړې او ویې ویل، په دغه ولایت کې د معلولینو لپاره د کسب او فن، زده کړو او تحصیل زمینه برابره ده او معلولین له دغو خدمتونو برخمن دي.
نوموړي زیاته کړه، په دایکنډي ولایت کې معلولینو یواځینۍ ستونزه د ځمکې نه شتون دی او د دې ستونزې د حل لپاره په ځینو پروګرامونو کار روان دی او هیله من دي چې تر راتلونکو څو کلونو به دې اندېښنې ته د پای ټکی کېږدي.