برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

له ۱۱۱ زرو زیاتو افغان کډوالو سره مرسته

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له ۱۱۱ زره او۷۰۰ سوه افغان راستنېدونکو سره د مرستې اعلان کړی دی.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خپل یو کلن راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې دغه سازمان د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې له ۱۱۱ زره او ۷۰۰ افغان راستنېدونکو سره مرستې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د مرستو په ترلاسه کوونکو کې ۴۸ سلنه ښځې او ۲.۵ سلنه معلولین دي.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړه چې له پاکستانه راستانه شوي ۷۱ زره افغانان د اوسېدو موقتي کارتونه درلودل.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي