برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له بندیانو سره د ناوړه چلند په وړاندی د بشري حقوقو ادارې چوپتیا

آریانانیوز: دراپور له مخی په څرخي پله زندان کې دطالبان یو بندي چی زندان د مسئولینو له لوري د هغه روغتیا ته د نه پاملرنې له امله وفات شوی.
د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې وفات شوی بندي «عبداللطیف» نومېده، د لوګر ولایت د مرکز اوسېدونکی وو او له ډېره وخته له ناروغۍ کړېده؛ مګر د زندان مسئولینو ورته هیڅ پاملرنه نه کوله. چې باید ددې ډول پېښو مخه ونیول شي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي « دغه بندي په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د کابل ادارې او يرغلګرو په زندانونو کې سلګونه نور بنديان هم د بېلابېلو سختو ناروغيو څخه کړېږي په ځانګړي ډول بګرام زندان (2)بلاک کې سلګونه شدید ناروغ بندیان ساتل کېږي چې ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ دي، خو کابل اداره او بهرني ملاتړي يې تداوۍ او صحي وضعيت ښه کولو ته هيڅ ډول اساسي کړنلاره او پاملرنه نلري او نه هم د بندیانو خپلوانو ته د خپلو ناروغو بنديانو د علاج کولو اجازه ورکوي.
ددې ترڅنګ د بندیانو چارو کمېسیون په نړیوالو بشري ادارو غږ کړی، چې د بندیانو د حقوقو د ورکړې غږ دې پورته کړي او ددې ډول جنایاتو د عاملینو د سزا غوښتنه دې وکړي «د افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يو ځل بيا د بشري حقونو پر نړیوالو سازمانونو، روغتيايي خيريه بنسټونو او نورو خپلواکو بشري ادارو ږغ کوي چې د دا ډول بشري جناياتو د عاملينو د مخنيوي ترڅنګ هغوۍ ته د سزا ورکولو جدي غوښتنه وکړي ترڅو دې ته ورته نورو پيښو مخه ونيول شي.»
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر بندیانو د ناروغیو او یا هم شکنجو له امله د کابل ادارې په زندانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ خو د بشر حقوقو کمېسیون او نورې اړونده ادارې یې په اړه چوپې پاتې شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي