برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

زلزلې د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې شل کورونه زيانمن کړل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی تېره ورځ مازديګر مازديګر د افغانستان، پاکستان او هند يو شمېر سيمې د يوې نسبي قوي زلزلې له امله ولړځېد، خو تر اوسه يوازې په بدخشان کې د يو شمېر کورونو د زيانمن کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي
رویټرز خبري اژانس د امريکا د ځمکپوهنې ادارې د چارواکو په حواله ليکلي، د يادې زلزلې شدت ۶ اعشاريه ۱ ريښتره و او مرکز يې د افغانستان په شمال کې هندوکوش غر بلل شوی دی
د راپورونو له مخې تر اوسه د دغې زلزلې له امله د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې شل کورونه زيانمن شوي، خو د اوښتو زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات لا هم نه دي ترلاسه شوي
د زلزلې له امله د پلازمېنې کابل سربېره ګڼو سيمو کې کورونه او ودانۍ ډېرې ولړځېدې، خو د زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په ګڼو سيمو کې ابادۍ او لوړپوړيزې ودانۍ له زلزلې او طبيعي پېښو پر وړاندې د مقاومت توان نه لري.

شریک یي کړئ!