آریانانیوز: دیوراپورپه اسا س د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په جبرائیل ولسوالۍ بازار کې یو تن هېواد وال د انسان تښتونکو له منګولو څخه ژغورلی او دوه تنه انسان تښتونکي یې ژوندي نیولي دي
دملي امنیت رسنیو دفتر له لوري په خپره خبر پاڼه کې راغلي د دغو انسان تښتونکو د نیول کیدو پر مهال د دې ولسوالۍ اوسیدونکو د ملي امنیت ځواکونو دغه کار ستایلي او د زنده باد نارو په وسیله یې د ملي امنیت ځواکونه تقدیر او هڅولي دي.